کور / راپور / افغان حکومت له پاکستانه د افغان ډپلوماټ د قاتل د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت له پاکستانه د افغان ډپلوماټ د قاتل د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه يې د هغه قاتل د ورسپارلو غوښتنه کړې ده چي په کراچي کي يې افغان ډپلوماټ ذکي عبده وژلی وو.

د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، په کابل کي د پاکستان د سفير سره په دې هکله بحث سوی دی او د پاکستان سره د بنديانو د تبادلې پرسر خبري اتري سوي دي، د بحث په يوه برخه کي له پاکستان څخه د ذکي عبده د قاتل د ورسپارلو غوښتنه هم سوې ده.

ذکي عبده په  پاکستان کي افغان ډپلوماټ وو چي تېر کال د کراچۍ په ښار کي ووژل سو.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ذکي عبده  قاتل حیات الله نومېږي، افغان تبعه دی چي په کراچۍ کې يې د افغانستان قونسلګرۍ د ساتونکي په توګه کار کاوه او  اوس په پاکستان کې بندي دی.

وړاندي اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ذکي عبده له کورنۍ سره په یوې ناسته کي ویلي وه چي په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ د هېواد د خاورې یوه برخه ده او په همدي اساس د قاتل د انتقال لپاره هېڅ ډول ستونزه نسته، خو تراوسه په دې هکله کوم اقدام نه دی سوی.

د ځينو کارپوهانو په وينا د ښاغلي عبده د وژني په هکله ډېر شکونه موجود دي او له همدې امله پاکستان تراوسه د نوموړي د قاتل په هکله چوپه خوله دی.