کور / راپور / د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا علماء راتلونکې اوونۍ په جاکارتا کي په ګډ کنفرانس کي سره راټولېږي

د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا علماء راتلونکې اوونۍ په جاکارتا کي په ګډ کنفرانس کي سره راټولېږي

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، د رواني مي مياشتي پر ۱۱ نېټه به د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کي د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا ديني عالمان سره راټول سي او د افغانستان د سولي په تړاو به بحثونه وکړي.

د سولي د عالي شورا مشر اکرم خپلواک پر خپله ټويټر پاڼه ويلي، تمه ده په جاکارتا کي د درو هيوادونو ديني علماء سره يوځای سي او د افغان سولي پر بهير سره وږغېږي، د خپلواک په وينا، هيله ده د درو سره وو هيوادونو ديني علماء د افغان جګړې پر حرمت په يوه خوله فتوا ورکړي او طالبان دې ته وهڅوي چي سوله وکړي.

د اندونيزيا ولسمشر افغانستان د سفر پر مهال ويلي وو چي د افغان چارواکو سره يې د سولي په تړاو د ديني علماوو پر کنفرانس خبري کړي دي او پر افغان طالبانو يې ږغ کړی دی چي سولي ته راوړاندي سي.

افغان حکومت هم پر طالبانو ږغ کړی دی چي په ياد کنفرانس کي ګډون وکړي، خو طالبانو يې غوښتنه رد کړې ده او دايې په هيواد کي د بهرنيو ځواکونو د پاتي کېدو لپاره يوه هڅه بللې ده.

له دې وړاندي افغان ولسمشر اشرف غني پر طالبانو ږغ کړی چي له هر شرط پرته سوله وکړي، خو طالبانو يې وړانديز نه دی منلی.

د جاکارتا له کنفرانس څخه افغان حکومت تمه لري چي د سولي په پروسه کي به مثبت رول ولوبوې، خو لا تراوسه مالومه نه ده چي طالبان به د ديني علماوو خبري ته څومره ارزښت ورکړي.