کور / #PTM / منظور پښتين: د پوځ په شتون کي ترهګريز بريدونه څوک کوي!؟

منظور پښتين: د پوځ په شتون کي ترهګريز بريدونه څوک کوي!؟

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، د هغه سلګونو قبايلي مشرانو په هکله دي پلټني وسي چي چا ووژل؟

منظور پښتين دا څرګندوني په بنو کي د امنيت په تړاو جوړ سوي کنفرانس ته کولې.

په بنو کي د امنيت په تړاو جوړ سوي کنفرانس ته د پښتون ژغورني مشرانو ترڅنګ په سلګونو پښتنو مشران ورغلي وه او د خپلو مشرانو د وژنو په تړاو يې د پلټنو غوښتنه کول.

منظور پښتين په خپلو خبرو کي وويل، سره له دې چي په سيمه کي پاکستاني پوځيان ميشته دي په سلګونو قومي مشران وژل سوي او قاتلين يې پر خپله مخه تللي دي.

ښاغلي پښتين وويل، د ترهګرۍ په نوم ولسي وګړو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه رسېدلي دي.هغه داراز وويل، د امنيتي پوستو د شتون سره سره ترهګرو څنګه بريدونو ته دوام ورکړی دی.

هغه دا هم وويل، کله چي وسلوالو د بنو پر زندان بريد وکړ او وسلوال په سړه سينه خپلو ځايونو ته روان وه ولي چا ورته هيڅ ونه ويل؟

د پښتون ژغورني غورځنګ د خپلو جلسو په لړ کي واړه واړه کنفرانسونه هم دايروي ترڅو خپل ږغ تر اولسونو ورسوي او پښتانه د خپلو حقوقو اخيستلو ته وهڅوي.

تمه ده د رواني مي مياشتي پر ۱۲ نېټه په کراچي کي د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري ستره جلسه دائره سي چي اوس هم تيارياني ورته رواني دي. له دې وړاندي ياد غورځنګ په اسلام اباد،کوټه، پېښور، لاهور او سوات کي ستري غونډي رابللي وې چي په هره يوه کي يې په لسګونو زرو پښتنو ګډون کړی وو او دخپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره يې د ياد غورځنګ هڅي ستايلې.