کور / #PTM /   منظور پښتون څوک او څنګه څرګند شو؟

  منظور پښتون څوک او څنګه څرګند شو؟

 ليکنه: امېد کمالزی سهاک

د هندوستان او پاکستان جوړېدو سره سم پاکستان او د پاکستان اصلي ملاتړی پرنګی هېواد ( اېنګلیس) د اسیا او سیمې په کچه د ځینو طرحو په جوړولو پیل وکړ، چې لا اوس هم د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان له دې طرحېڅخه ځورېږي، له دغو طرحو څخه یو د منظور پښتون د غورځنګ رامنځ کول ده، ځیني افغانان په ځانګړي ډول پښتانه په ډېرې لېوالتیا له دې غورځنګ او بهیر څخه ملاتړ کوي، خو له اصلی او بنسټیزې طرحې لا اوس هم نا خبره دي، د موضوع د ښه روښانولو له پاره دې هرې پروژې او د هغو ستونزو ته په ځانګړي ډول نغوته کوو، تر څو زموږ د ويدو افغانانو او پښتنو وروڼو سر  ور خلاص کړو.

لومړی د کشمیر ستونزه:
د۱۹۴۷ تم کال د پاکستان له جوړېدو سره د هند او پاکستان ستونزه په ریښتني توګه حل نه شوه او نه به حل شي، ځکه چې د پاکستان او هند له جوړېدو څه نا څه ۷۰ کلونه تېرېږي، خو د هند او پاکستان ستونزه د حل خواته نه درومي، لاستونزې پراخې شوې. د کشمیر په سر د پاکستان او هند تر منځ څو ځله په کرښه خونړۍ جګړې ترسره شوي، دغو دوو هيوادونو تر اوسه ۴ جګړې درلودلې او په لوړه کچه په دفاعي سیسټم لګښت کوي، همدارنګه دواړه هېوادونه د یو د بل په هېواد کې خونړۍ ترهګریز بریدونه او چاودنې کوي، چې د دواړو هېوادونو حالت یې ترینګلي کړي دي او یو حل لاره یې نه ده موندلې.

دوییمه د بنګله دیش بېلتون:
د پاکستان او بنکله دیش د وېش خبره هغه وخت زور واخیست، کله چې په پاکستان کې ټول ټاکنې وشوې او بنکله دیشیو ټاکنې ترې وګټلې، خو له بده مرغه پنجابیو ورسره دغه ستره بریا ونه شوه زغملای، بلاخره ټاکنې په جګړه او جکړه په بېلتون واوښتله، چې دغه جګړه  په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ پیل شو. او ۱۹۷۱یم کال په ډېسېمبر میاشت کې بنګله دېش له پاکستانه بیل شو او دیوه خپلواک هېواد په توګه یې د نړۍ په نقشه کې یې ځای وموند.په هغه جګړه کې، چې د ۱۹۷۱ په لومړیو کې پیل شوه او تر ۹ میاشتو یې دوام وکړ د یو شمېر بنګله دېشې فعالانو په وینا تر درې سوه زره کسان ووژل شول. هغه مهال پاکستان په بنګله دیش کې د ځینو ګوندونو لکه د جماعت اسلامي ګوند ملاتړي کوله او خپلې شومې موخې یې پرې پلي کول، جماعت اسلامي په ۱۹۷۱ کې د بنګلادېش د خپلواکۍ تحریک مخالفت کړی وه، پنجابیان د ځانه به پرته بل څوک واکمن نه شی زغملای، ځکه بنګله دیش ترې جلا شو.

درېیمه د بابړي پېښه:

د  اګست ۱۲ د ۱۹۴۸ تم کال د بابړې (چارسدې) د شهیدانو ورځ ده د اګسټ ۱۲ د ۱۹۴۸ د پاکستان له خپلواکۍ یو کال وروسته په بابړه چارسده کې د قیوم خان حکومت په خدایي خدمتګارانو ډزې او د پښتنو په تاریخ کې یې په لومړي ځل  پښتنو ته کربلا ور وښوده، نن هم د شپږو سوو پښتنو شهیدانو په نوم بابړه د پښتنو د کربلا په نوم یادېږی، قیوم خان د خداېي خدمتګارو په جلسه بابړه باندې د ډزو کولو حکم وکړ. په سوونو پښتانه شهیدان او په زرګونو ژوبل شوي وو. له کورونو تور سرو قرآن شریفونه راپورته کړي وو او د ډز بندۍ منتونه یی په قرآن غوښتي وو، خو په بابړه کې د قرآن د شهادت خبرې هم شته، قراۤن شريفونه هم د پښتنو سره و ځای شهيدان شول، قيوم خان لکه يزيد څه د پاسه ۶۰۰ شهيدان، يو شمېر ټپيان شول او نورو د سرو جامو غازيانو په خپله پښتنه عقيده دا وويل:

 کفن په ترخ کې د الله دربار ته ځمه مرګيه مه راځه درځمه

سرې جامې راکړه ښکلې مورې
سر راله غوړ کا سترګې تورې
نوم د پښتون دې په ما پورې
په پښتانه خاوره خپل سر قربانه وومه
مرګيه مه راځه درځمه
د پاکستان پوځ د پښتنو په وژلو زړه سوړ نه شو لا دوام لري، چې تر کومه به دوام وکړي؟

څلورمه د ضیاوالحق وژل:
ضیاوالحق د پاکستان له ځواکمنو مشرانو څخه شمېرل کېده، خو چې کله یې د آی اېس آی په خوښه کارونه نه ترسره کول او د ای اېس اي د هیلو خلاف او یا هم د لوبې د اړخ د بدلون له امله په ۱۹۸۸ کې د الوتکې د سقوط په پيښې په وسیله ووژل شو، دا څرګنده ده ، چې په پاکستان څوک د پاکستان د ګټو خلاف شي، په هېڅ بڼه یې ژوندي نه پرېږدي.

بینځم د نواب اکبر بوکټي وژل:

د پاکستان د جوړېدو وروسته هغو څلورو کسانو چې د بلوچستان سياست د مبارزې  پرمخ بوت، په هغوی کې غوث بخش بزنجو، نواب اکبر بګټي اوعطاء الله مېنګل وو.
د بلوچستان زمری نواب اکبر خان بګټي د بلوچستان د ازادۍ په لار کي د پنجاب د جنایت کاري اردو له خوا شهید شو. نوموړى د پوځي واکمن پروېز مشرف په واکمنۍ کې په پوځي عملياتو کې و وژل شو، چې تر هغه وروسته په دې ايالت کې د خپلواکۍ غوښتنې مقاومت زور اخيستى او لا هم دوام لري.

د اکبر بګټي تر وژنې وروسته، چې د بلوڅو د خپلواکۍ مبارزې زور واخيست، ورسره د بلوڅو سياسي فعالانو د مرموزو ورکېدنو او په تشدد د وژنو لړۍ هم پيل شوې او په دې لسو کلونو کې د زرګونو بلوڅانو د ورکېدو او وژل کېدو ادعا کېږي.نواب اکبر بګټي د ٢٠٠٦میلادي کال د اګست پر شپږويشتمه د ډېره بګټي او کوهلو تر منځ په ترتاني سيمه کې وروسته له هغه په پوځي عملياتو کې و وژل شو، چې په بلوچستان کې يې د خپلو وسايلو پر سر د پروېز مشرف له حکومت سره مذاکرات ناکامه شول او د وسله والې مبارزې لپاره غرونو ته وخوت او بیا ووژل شو. ویل کېږی چې کیمیایی وسلې یې پرې کارولې دي، ځکه خو پنجاب هیڅوک خپل سر ته نه پرېږدي ان که هغه خپله پنجابی هم وي.

شپږم د بې نظیرې وژل:
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو اته کالو تبعید   تیرولو وروسته پاکستان ته راورسیده، په کراچۍ کې د هغې پر کاروان برید وشو، چې ۱۳۹تنه ووژل شول، بې نظیره د همدغه کال یا د ۲۰۰۷م عیسوي کال د راولپينډۍ په لیاقت باغ سیمه کې له غونډې وروسته په يوه برید کې ‘چې لومړی پرې ډزې وشوې او بیا ځانمرګی برید شوی وه، ووژل شوه، په دغه برید کې ۲۳ نور کسان هم ووژل شول او شاوخوا ۷۰ ټپیان شوي وو.

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو لوڼې بختاور او آصفه بوټو وایي د دوی د مور قاتل د پاکستان پخوانی واکمن مشر پرویز مشرف ده،  خو مشرف بیا د دوی پلار آصف  زرداري د خپلې میرمنې بې نظیر بوتو قاتل ګڼي، بې نظیره ځکه مړه شوه، چې غوښتل یې له بلوڅو سره یې اړیکې ښې او حقونه یې ورکړل شي، همدارنګه څو ځله هغې له نواب بوګټي سره هم په ځینو مسایلو لیدنې او خبرې کړې وې، همدارنګه د پخواني ولسمشر کرزي  سره هم د ډیورنډ کرښې په اړه روښانه او څرګنده خبرې کړې وي، ځکه د پاکستان له سیاست ته په مرګه لرې کړل شوه، چې داسې لړۍ لا دوام لري.

اووم بیت الله او حکیم الله مسود وژل:

د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود واشنګټن او لندن ته د نوازشریف له سفرونو وروسته بالاخره ووژل شو.

د امریکا استخبارات وايي: چې پر بیت الله مسود  د بې پېلوټه الوتکې حمله وشوه، برید پر یوه موټر وشو او په ترڅ کې یې پنخه تنه ووژل شول. په وژل شویو کې د حکیم الله مسود ورور هم شامل دی. امریکا د ده پر وژلو یا هر راز معلوماتو چې د ده د وژل کېدو سبب شي، د پنځو ملیونو ډالرو جایزه ایښې وه.

نوموړی، چې په ۱۹۷۸ میلادي کال زېږېدلی وه، د بیت الله مسود له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی و. د بیت الله مسود تر وژل کېدو مخکې حکیم الله مسود د بیت الله مسود مرستیال او د فدایان اسلام په نوم د پاکستاني طالبانو د یوې ځانګړې ډلې مشر و.

په ۲۰۰۴ م کال دی د طالبانو د تحریک ویندوی شو او د ۲۰۰۷ میلادي کال په دوبي او د ۲۰۰۸ م کال په پسرلي کې یې د امریکايي ځواکونو پراکمالاتي کاروانونو حملې تنظیم کړې، دده د حملو له کبله د خیبر تنګي لار ۶ ځلي وتړل شوه.

اتم د پښتنو حکومت د عمران خان په وسیله له منځه وړل:

کله چې د پنجاب حکومت د کوزې پښتونخوا پښتنو مشرانو هلې ځلې ولیدلې، چې لا هم په ریښتیني توګه د افغان او لرو  بر نارې وهي، د افغانستان او پښتنو د یووالي چیغې او نارې وهي، افغانستان ته یې مشران راغلل او له حامد کرزي سره یې لیدنې تزرسره شوي او د یووالي خوا ته روان دي، د باچا خان تګلاره یې نیولې، زده کړو ته یې مخه کړی، نو د  پنچاب حکومت سمدستي په دې تکل شول، چې د پښتون قوم باید په داسې ډول وځپې چې بیا په ژوند سر راپورته نه کړي، د یووالي خواته لاړ نه شي، یو له بل سره همغږي ونه لری،مینه ونه کړي بلکې کرکه او نفرت یو تر بل سره ولري، چې په دې تګلاره کې پنجاب تر ډېره بریده بریالی ښکاري، د کوز افغانستان (پښتونخوا) ځوانان یې د افغانستان په ضد کړل او د پښتو ژبې د ځپلو هڅې یې پیل کړې، کله چې یو قوم خپله ژبه، تاریخ او دودونه هېر کړي، نور یې هرڅه ختم شول، چې دا دې په کوز افغانستان (پښتونخوا) کې په پښتو ژبه بندیز ده، د نوي ځوانانو فکرونه یې د لرې افغانستان له پاره بدل کړل. همدارنګه یې د غفار خان د کورنۍ او نوروپښتنو د ختمولو له پاره یې عمران خان د پښتون په نامه له لاهوره د پښتنو په ضد راپورته کړ او د پښتنو واک یې را لنډې کړی دي. کوزه پښتونخوا کې یې پښتانه ډېر کمزوري کړي، همدارنګه د دواړو لورو ( پښتنو) ترمنځ کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي او یو د بل د وژلو هڅه کوي، کله نا کله کرښې دواړو لورو ته جګړه په یو ډول نه یو ډول توده ساتي، ترڅو د دواړو غاړو پښتنو یووالی رامنخ ته نشي، پښتانه د پرمختګ او زده کړو څخه بې برخې شی. همدارنګه په افغانستان کې داسې پرنګ پلوه خرڅ شوي ګوډاګیان یې په پیسو اخیستي، چې د ډیورنډ د کرښې درسمي کېدو هڅې یې پیل کړي دي او دا کرښه په رسمییت پېژنې، چې په بره پښتونخوا ( افغانستان ) او د لرې پښتونخوا ( ډیورنډ ) کرښې ها غاړه پښتانه سره  یو موټی نه شي ګنی بیا به په لر اوبر کې پښتانه سره یو شي چې به به یې پنجاب زغملای شي او نه هم په افغانستان کې لږکي ډلګۍ چې ګتې یې د پښتنو په وژلو او بې اتفاقۍ کې خوندي دي، د لر او بر پښتنو د ځپلو له پاره له خپلو پښتنو څخه کار اخلي کاڼی په کاڼي ماتوي.

نهم لعل جومات:

په ۲۰۰۷ اووم کال کې د مشرف  ځواکونو ته په پلازمینې اسلام آباد کې پر سره جومات یا لال جومات (لعل مسجد) باندې  د حملې امر وشو. په دغه عملیاتو کې تر سلوهاوو زیات کسان ووژل شول. د لعل مسجد په اړه د هغه غوسه وروسته له هغې نوره هم پسې سخته شوه، چې عبدالرشید غازي او د هغه د مور په ګډون په سلګونه د مدرسې زده کوونکي پېغلې او ځوانان په ډېر بې رحمۍ سره د پاکستاني پرنګې غلام د پوځیانو په عملیاتو کې د بمار، وسلو، ډزو او چاودنو په ځواک سره شهیدان شول. همدارنګه د سره جومات په ګډون د پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال  د جامعه حفصه پر ضد پوځي عملیات پیل شول چې له امله يې سلګونه نجونې، ځوانان، سپين ګیري او ښځې ووژل شول. دا غمیزه د اسلام په تاریخ کې د صلیبي جګړو را وروسته د افغانستان په ګډون د عراق، لیبیا، مصر، سعودي، قطر، تاجکستان، ازبکستان نه هم لویه قرباني وه، چې د سپینو ګیرو، ماشوانو، ځوانانو په ګډون پېغلې او ښځې شهیدانېږی، هغه هم د قران حافېظان او د دینې زده کړو سېڅلي زده کوونکي، خو له بده مرغه دغه د اسلام ستر خدمت کوونکي د ای اېس ای او پرنګي غلام له خوا په رحمۍ سره شهیدان او د لال جومات سپېڅلي زده کوونکي یې  د تل له پاره ختم کړل.

لسم د منظور پښتون پروژه:

منظور پښتون هغه ځوان چې په ای اېس ای او پاکستان پوځ کې په ډېر مهارت او ځیرکۍ سره روزل شوی پشتون ځوان ده ، چې اوس دپښتنو د یووالي ناره او چغه يې پیل کړي ده، چې لر او بر پښتانه یې پوره ملاتړ په ډېر لېوالتیا سره کوي، خو له بده مرغه تر اوسه پښتانه د منظور پښتون ریښتیني بڼه او ځېره نه ده پېژندلې او نه هم د پنجاب له پروژې خبر دي، په دې ډول سره پنجاب په کوزه پښتونخوا کې پښتانه سره بېلوي او پاشی یې سره، هغه پښتانه چې په یو ټغر سره په یوه خوله راټول دي، سره بېل یې کړل، څوک یې عمران خان ته ولېږل، څوک یې منظور پښتون ته، هغو مشرانو چې د لر او بر چغه یې په ریښتیا کوله، په  اوسني ځوانان یې بې باوره کړل. پاکستان په دې طرحه کې ډېر بریالی په مخ روان ده، همدارنګه دې پروژه کې هند او افغانستان یې نړۍ ته داسې څرګند کړ، چې ګواکې افغانستان او هند په ګډه د منظور پښتون څخه ملاتړ کوي او پاکستان په کورني سیاست کې لاس وهنه کوي، دې سره یې د کوزې پښتونخوا ځونانو کرکه د افغانستان په نسبت ډېر کړ، اوس د کوزې پښتونخوا ځوانان دا ډول انګیري، چې افغانستان د هند سره په ګډه په پاکستان کې لاس وهنه کوي. دا خبر ځکه په ډاکه وایم، چې د منظور پښتون پروژه د پاکستان د څارګرې ادادرې کار ده، چې منظور پښتون تر بابړي کاروان، ضیاوالحق، بې نظیرې، نواب بوکټی، لال جومات،  بیت الله مسود او حکیم الله مسود ډېر زور او ملاتړ نه لري، په داسې حال کې چې دا یاد کسان یې د پاکستان له سیاست او د نړۍ له مخ په مرګ سره ورک کړل، ان داسې ویل کېږی، چې د ډاکټر نجیب په وژلو کې هم لاس لري، نو بیا منظور څومره ځواک لري؟ چې پاکستان څارکره اداره یې نشي ترورولئ؟ کله یې ملګري ونیسې بیا خوشي کړي او منظور هم ځپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

یوولسم د افغانستان تورنول له ترهګرو ډلو:

پاکستان تل داسې چارې تر سره کوي، چې افغانستان کمزوری کړي، له ډول ډول ناغېړیو څخه کار اخلي او په ډېر مهارت سره خپلې شومې موخې پلي کوي، چې زموږ ورته هېڅ پام نه وي. د ډاکټر نجیب د حکومت رانسکرولو له پاره یې اووه تنظیومونه جوړ کړل او پای کې یې د افغانستان هرڅه له خاورو سره خاورې کړل، بیا د طالېبانو حکومت څخه ملاتړ او داسې نور…..؟ همدارنګه پاکستان نړۍ ته داسې ښکاره کوي، چې هند د افغانانو په لاس د طالېبانو په ګډون د ملتپالو  بلوڅانو ملاتړ کوي او پاکستان یې بې ثباته کړئ.دارنګه د منظور پښتون پروژه پاکستان خپله پیل کړې ده او نړۍ ته دا څرګندوي، چې هند او افغانستان د منظور څخه ملاتړ کوي، چې ښه ساري یې په ټول فغانستان کې د منظور پراخ ملاتړ او سرو خولیو په سرکول دي، مشرانو جرګې په ګډون ټولو افغانانو یې ملاتړ وکړ، که چېرې د منظور پروژه د پاکستان نه وئ؟ ډېر ژر به یې حال د بې نظیرې، نواب بوکټي، ضیاوالحق، بیت الله، د لال جومات او حکیم الله مسود او باړي کاروان له برخلیک سره مخ شوی وه، خو دا څرګنده ده، چې دا پروژه ده، نه، کومه مبارزه، جنرال حمیدګل هم یو پښتون وه ، خو د ای اېس ای لوی خدمتګار وه، د پښتنو او افغانستان په له منځه وړو کې ستر لاس یې درلود، هغه رنګه پروژه او لوبه یوه ده، خو بڼه یې توپیر لري، د منظور ټولې غونډې څارم، تر اوسه یې ما له خولې وانه ورېده، چې موږ خپلواکي غواړو، موږ له افغانستان سره یو ځای کېږو، زموږ درد او غم سره یو ده، نو بیا څنګه مبارزه کوي، څنګه حق غواړي، او چا نه یې غواړي؟ د چا حق غواړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟.
په درنښت
امېد کمالزی سهاک
میدان ښار، افغانستان