کور / طنز / انساني سرکس

انساني سرکس

دسرکس د ژويو غونډه هم لکه د انسانانو پر دسترخوان پيل  شوه. لومړی پيل وويل:


عجب بد روږدي شوي يو، انسان چې جيب ته لاس کړي زموږ پښې په تخنيدو شي او بې اختياره نڅاه پيل کړو.پښې ،لاسونه ،لکۍ اوسر مو دېخوا هاخوا کيږي او سوچ کوو چې کومه    ورسته کېله يا تر وخت تير چاکليټ راکوي. موږ هم لکه ځينو انسانانو چې د هغو سترګې دشتمنو په  پورتنيو جيبونو او زموږ سترګې لاندينيو جيبونو کې وي.


زمري د يو امرانه ټوخي وروسته د تاييد په ډول سروښوراوه او ويي ويل:


– مخکې به چې چا پر بريتو لاس تير کړ ما هغه  کله ژوندی پرېښودۍ خو اوس که مې انسانان تر لکۍ هم ونيسي ولاکه سترګې لا ور پورته کړم. انسانان يو متل لري چې وايي : شوله ات را بخور پرده ات را بکو!


څه بد کار دی ، دې ته برګ هغه ته برګ…


پړانګ د چوک چوک په ويلو په افسوس سره وويل:


– عجبه  زمانه  شوه! توبه توبه ( پزه يې پرمځکه تيره کړه) او زياته يې کړه، موږ د انسانانو مرييان شو!….


د غونډې ګډونوال  هم په توبه ايستلو شول .چا پزه پر خاورو موښله او چا لکۍ پر خاورو لړله پر مخ او پزه يې شيندله.


سپي چې سر يې په کاسه کې پټ او شړپی يې جوړ  کړۍ وو سر را پورته کړ او ويي ويل:


– توبه ، توبه انسانان چې ځان ته اشرف المخلوقات وايي لا د نورو اقتصادي مرستو ته نڅيږي او مرييتوب يې کوي خو هغو بيا موږ په يوه چاکليټ او يوې کېلې نڅوي، خير دا به هم تير شي دهري تيارې پسي روښنايي  ده.


آس تر يوې شينا وروسته ځان و څنډی او ويي ويل:


د خداي لپاره د ژويو نوم مه بدوی ، موږ د دوی د خوشالۍ لپاره نڅيږو ، دا وروستې کېلې او کلک چاکلټونه زموږ د خوړو توکې دي  خو انسانان د نورو د ژړ ولو په پار د بل ډول ته نڅيږي( له ډيري غوسې يې درې واري غاړه وښوروله)


وزې چې تر اوسه يې شخوند واهه خپله کوسه ږيره يې وښوروله. بع بع يې کړل او ويې ويل:



– زه  دآس صيب خبري تاييدوم نه د دې په خاطر چې دواړه په يوه ګوند کې يو .زه انسان نه يم چې بايد هرومرو د ګوندي ملګري درواغ تاييد کړم ( يو په غټ سر  سپين درواغ وايي چې شودي توري دي  او هغه بل چې ولاړ شي په بې شرمي وايي په خدای توري دي) خو زه له حقه نه تيريږم ،دا کېلې او چاکلټونه زموږ د خوراک يوه برخه ده چې انسانان  هغه په ټوک ټوک راکوي . خبر شوي به ياست چې په کوم ځاي کې د ژويو خوراک يو اشرف المخلوقات د خپلو بچيانو د نس مړولو لپاره کورته يوړ، نو هغه وو چې حيوانات له لوږې مړه شول او د هغه اشرف المخلوقات بچي د وروستو خوړو له کبله په نس ناسته اخته شول دا چې اشرف المخلوقات حق په سمه نه ورکوي نو خود به موږ ورته نڅيږو…


موږک څو واري پزه وکښله او لکه پوخ سياستمدار يو ګام مخکي ته شو او بيا دوه ګامه تر شا ولاړ او  ويې ويل:


دا زړې ببولالې دي حق نه ورکول کيږي  حق اخيستل کيږي زه خپل حق د غاښو په زور اخلم نه چا ته  نڅاه کوم او نه چا ته ټيټيږم.


کوږ چې ژبه يې پر شونډو را کښله وويل:


– ته او خداي دا سر او لکۍ ښورول نو نڅيدل دي؟ دوي سوچ کوي موږ نڅيږو له اره ( اصله) دا ورزش دی .


ټوله په خندا شول


مار په پښهار سره وويل:


ږغ مه لرئ دا سياست دی تاسو خپل سپورت کوئ.


اوښ خپله شخه غاړه څو واري اوږده کړه او ويي ويل:


اشرف المخلوقات خورا ساده دي که موږ د دوی پېښې وکړو دوی خاندي، موږ په دوی رشخند وهو خو دوی له خندا تک شنه شي بايد وژاړي…


پيشو چې مخ يې په لاسو پريولي داسې يې وويل:


موږ چې پر دوو پښو ودريږو ، دوي ته خندا ورځي ، که په ډکه خوله خبري وکړو ، ياپه نا پوهي کې ځان تر ټولو پوه  وبولو . دوه پشته پر بايسکل سپاره شو…


پيشو زياته کړه: هغه ورځ له پروګرام سره سم په تړلو سترګو تر شا تلم خو دوي دومره وخندل چې نژدي وو ځيني سکته وکړي. ما ته د دوی په خندا داسې خندا راغله چې بې اختياره له شا  له خوا ږغ را څخه وشو او تښتيدم.


پيلمرغ چې لا تر اوسه يې پزه پر مځکه کښله سر را پورته کړ او د يوه اوږده ټوخي وروسته يې وويل:


دا ښه کار نه دی چې د سرکس فضا دي ککړه کړه دا لوشه ( خاصيت ) دي انساني ګڼم.نورو ژويو هم د پيلمرغ دا خبره تاييد کړه .


نولی ( موشخرما) وويل:


دا ماته لا ترمخه خاينه برېښيده ځکه له انسانانو سره ډيره راشه درشه لري او هر وخت لکۍ ورته ښوروي ان وايي ځيني خلک هغه په کورو کې ساتي!


سپي د دي په خاطر چې دی هم را ښکيل نه شي موضوع يې بلي خواته واړوله او ويي ويل:


دې اشرف المخلوقاتو خپل د کمون اوليه ژوند هير کړۍ دی  دا ټوله د بيزو له لاسه!


ټولو ځناورو بيزو ته بد بد وکتل .


بيزو په غوسه سپي ته وويل:ما څه کړی دي!


سپي ورو ورته وويل:


ولې داروين درواغجن درته ښکاري؟


بيزو سر وګراوه او ويي ويل: خير يوه ګناه مو نيکونو وکړه !


او د دستر خوان له يوې خوا نه يې ټوپ کړ او له خندا تکه شنه شوه او  ويي ويل:


دا ځوانان مو ليدلي دي چې د نوي پتلانه پايڅې پرې کړي اوبيايې واغوندي او ځينې انجونې بيا د پتلانه يو نا مناسب ځای سوری کړي او د ځينو بيا پتلونونه په پښوکې 
پراته وي  او څوک چې ورته وګوري ګنهکاره کيږي، ځيني بيا دومره تنګ پتلون اغوندي چې توبه ،توبه چې زه  ورته وګورم چې لا حيوان يم سترګې مې شرميږي خو ژر خپلي سترګې خلاصي کړم او د خپلي ګرانې بيزو ګۍ ياني ستاسو وريندارې سترګې ور بندي کړم چې خداي  مه کړه هغه لکه ځيني انسانان بد لاري نه شي .


پيشو د بيزو خبرې پرې کړې او ويې ويل:


– دا خوی دي هم انساني دی ته هم غواړي د ژويو نوم بد کړي ،ته هم د هغو په خبرو اوړه اخښې، تا د هغو ی څخه زده کړي دي .


شتر مرغ چې د وزر لاندي دكوم شي پسې ګرځيدی سر راپورته  کړ او ويې ويل:


– که موږ په سر کس کښې يو بل خطا باسو يا په ځان  او جهان د يو بد نيت  سړي اکټ وکړو بيا دا انسانان د خندا شنه شنه کيږي او د ځان سره وايي: د غو ژويو دا ښه خويونه له موږ څخه زده کړي ، بلا کوي ، بلاکوي.


يږ سر وګراوه او ويې ويل:


-دوی ځکه  خاندي چې نورحيوانات د انسانانو په نوم و شرميږي، نو ځانونو ته تسل ورکوي چې دا کارونه  خو ژوي هم کوي ، بيايې په خندا خندا مخ زمري ته واړوه او ويې ويل:


– په ياد مو دي . هغه ورځ چې دوو انسانانو لکه موږ يو پر بل بريدونه کول يو بل يې په وينو سره کړي وو. نوموږ هم زموږ د کړو په پېښو کولو  څومره وخندله.


بيزو ته چې دا د انسانانو يو بل خپه کول او پرې دانګل ور په ياد شول ، د خندا له زوره يې پوخ وهه او د  هغو د پېښو په کولو يې ټول ناست ژوي په خندا کړل .


وزې په خندا خندا وويل:


-هغه ورځ مو په ياد ده، چې هغه سړي ډوډۍ خوړله او په ډکه خوله يې خبري کولې د ډوډۍ بڅرکې يې له خولې دېخوا هاخوا شندل کيدل.


هو. هو خندا داسې زور واخيست چې د خره هنګا چې دوی يې بهر غوښتل وا نه وريدل شوه چې خندا لږ ورو شول بيزو بيا د هغه سړي پېښې وکړي چې په ډکه خوله يې خبرې کولې او  ويل يې ګوري ماښام دی ( ګولې مه شام دی ).


د بيزو په ليدو بيا ټوله ژوي په خندا شول. آس د خندا له زوره لوټکي وهلې او د او بو زمري بيا له خندا له زوره چکچکې کولې، د زرافې ګوله په ستوني کې بنده شوه او سترګې يې راوتلي وې او چونګښې ډوډۍ په ساه وواهله په دي وخت کې خر را ننوت او هک پک پاته شو نه پوهيده چې لومړي وخاندي او که خبره وپوښتي خو دا يې غوره وګنله چې لومړي وخاندي او هغه و چې خر هم د خندا له زوره لوټکي پيل کړې نورو ژويو چې د خره لوټکي وليدلي لا يې خندا زور واخيست . ګيدړي خپله لکۍ وښوروله او ويې ويل:


-هغه هلکان مو ليدلي چې انجونو ته خپله لکۍ ښوروي هيڅ چا ونه خندله خو خره بيا لوټکي کړي د يوي اوږدې خنداوروسته يې په خندا خندا وويل:


دا ځکه هلکانوکوڅۍ پريښي او انجونو سرونه خرېيلي دي! يو وار بيا ټول ژوي بيله خره په خندا شول او خره چې خپله د خندا ونډه بشپړه کړي وه نو خوراک يې پيل کړ خندا هغه وخت بيا زور واخيست چې خره  هغه خواړه چې چونګښې هغه په ساه وهلي وه په مزه مزه بېله پوښتنې خوړل پيل کړل. چا د خندا له زوره لوټکي وهلې او چا خپلي بډوډي ټينګي نيولي وې. خو پيل لارغه لارغه( وقفه يې توګه) خندل ځکه بواسير يې درلود او زمري يوازي موسکا کوله ځکه په دې ورستيو وختونو کې دزړه په ناروغي اخته شوي وو او ويرېدي چې خداي نا خواسته سکته ونه کړي .


سورلنډي( شغال) هم لږ خندل ځکه هغه سوزاک شوي وو او پيلمرغ ته  دډيري خندا ټوخی ورغلی وو ،شرمښکۍ د ډيري خندا ځان لوند کړی وو ،پسه ته د ډيري خندا ژړا ورغلي وه  او زار زار يې ژړل ،زرافه مرض خرابه کړي وه خپله غاړه يې د مځکې او چت سره جنګوله خو اوښ بيا خپله غاړه  ښي او کيڼي لوري له مځکي واهله او پيشو له ويري ژر بهر ووتله. چې امنيت راغي. خره د ډيره خوراک څخه يو لوړ ټيغ ويست چې په اوريدو يې يو وار بيا د خندا انګازی د سرکس فضا ولړزول بيا لوټکي او پورته غورځيدل پيل شوه په دې ترڅ کې دوې کاسې او درې ګيلاسونه مات شول .چا بډوډي ټينګ نيولي وه، چا په خوله چا په زړه او چا تر شا لاس نيولی وو. پيلمرغ وټوخل او په لوړ ږغ يې وويل:


– شرم وکړي تاسو هم لکه ځيني انسانان د ناستي پاستي ادب هير کړي دي د ګاونډي د جوړ او ناجوړ خيال نه ساتي هرهر خاندی، ټول چوپ شول خو خره چې تر اوسه چوپ وو يو وار بيا کټ کټ په خندا شو. پيلمرغ په غوسه  ورته وويل :ته خو بيخي په شرم نه پوهيږي زه ستا ډير خويونه انساني ګڼم


لکه په اور چې اوبه واچوې خر چوپ شو ځکه دا خبره په ژويو کې ډير بد ګڼل کيدل.


تاووس چې د خندا له زوړه يې ځان ببر کړی وو وريږديدی او ځان يې را ټول کړ او ويې ويل:


موږ ته دا خويونه د سرکس امر را زده کړي دي چې د انسانانو کړه وړه تر سره کړو چې انسانان پرې وخاندي خو ځينو انسانانو ته د ژويو کړه وړه چا ورزده کړي دي؟


پينکوين چې سينه سينه کيدی کرار د راز په ټوګه يې دېخوا هاخوا وکتله او ټولو ته يې اشاره وکړه چې ده ته ور وړاندي شي او  ورويې وويل:


-اوريدلي مې دي چې د امازون په ځنګلونو کې ژويو د خپلي خوشالۍ د پاره يو بيخ کس جوړ کړی او هلته انسانانو ته د ژويو کړه  وړه ور زده کوي چې ژوي وخندوي!


ژويو يو بل ته سره وکتل او پينکوين ګوته په چولې خوله ونيوله او د تېښ په ويلوسره خپلو ځايونو ته خپاره شول.


د دې نه وروسته دسرکس ژويو د هغه انسانانو په ليدو چې له يو بل نه اوريدل او خبرې به يې کولې، بې سته او اجازي به په خوړو شول، په څلوروبه رهي وه،په ژوند کې به يې رښتيا نه ويل او ويل به يې زما د درواغو نه بد راځي. په لوړ ږغ  به يې خبرې کولې…


نو د تېښ په ويلو به يې نورو ژويو ته په پسخند ويل:


– امازون( ياني له امازون څخه را غلی دی )


هغه بل به ښه ور ته وکتل نو د تاييد په ټوګه به يې ځواب  ورکړ :


پوه شوم امازون!


لندن۱۳۹۸

.