کور / طنز / وړاندوينه

وړاندوينه


له نويو کمپوتري وسيلو سره د جرايمو د مخنيوي تر نامه لاندي۱۵۴ هيوادو د پوليسو نړيوال کنفرانس د چورلند په مرکز ډاکو اباد کې جوړ شو او په دې چې د کوم هيواد پوليس د غلا تر پيښې و روسته خبريږي خبرې اترې او تجربې سره ردوبدل کېدې داسي هيوادونه هم وو چې د پوليسو بودجه د غلو له خوا ورکيده او داسي هيوادونه هم وو چې يو کال وروسته په سلسله مراتب په غلا خبريدل . خو پېنځه هيوادونه په رومبي ليکه راغلل يو  يې روس وو چې د غلا د پيښې څخه دوې ورځي او دوه ګړۍ او يوه دقيقه وروسته خبريدل، بل امريکا وه چې شل دقيقې او دوې ثانيې وروسته خبريدل درېيم هيواد جرمني و چې لس دقيقې او شل ثانيې وروسته خبريدل او څلورم جاپان  چې د پېښې وروسته سمدستي خبريدل خو دی پر مخ تګ ته چې د پاکستان پوليس درې ورځي مخکې نه يوازي د غلا له پېښې څخه خبر وو بلکي د غلا ارزښت او وخت هم  ورته څرګند وو ټول هک پک کړل او دايې لوی پر مختګ وګاڼه نو د کنفرانس لومړۍ افتخاري مدال يې و پاکستاني پليسو ته ورکړ


کراچي ۱۹۹۷