کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايران تيار دی يرغل ته په 11000 توغنديو جواب ووايي

ايران تيار دی يرغل ته په 11000 توغنديو جواب ووايي

۲۰۰۷حبيب الله غمخورم کال اکتوبر ۲۰



حوادث اوتلاښونه
نيوز. رو،درويترپه حواله خبر ورکړچې دايران داسلامي انقلاب دمدافعينو(پاسداران انقلاب اسلامي ايران)دمشرتابه نه يوجنرال اعلان وکړچې ايران يولس زره توغندۍ لري ،چی ټولي په سيمه کښی ددښمن  دمرکزونوپه لوردفير لپاره اماده دی  .
داجنرال وايي که چيري پر ايران يرغل وشی په هغه وخت کښي به داټولي ((۱۱ زره))توغندۍ سمدواره په مسلسله توگه ددښمن پر احدافواو پوځۍ مرکزونوشلیک شي.
دايران له تلويزيون سره دايران دراکټي قواوو قوماندان خبر ورکړچې : ((دهر ممکنه خطر اوتعرض د جواب ورکولو لپاره موږ يوازي تر يوې دقيقې کم وخت ته اړتيالرو.هغه په خپلو خبروکښي دا هم علاوه کړه چې ايران ته په منځني ختيځ کښې ددښمن پوځی مرکزونه ډير ښه معلوم دی .((ددښمن څخه دايراني چارواکوموخه امريکااو اسرائيل دی .ژ))
يادونه کووچې څه موده وړاندي دايران داسلامي انقلاب دساتونکونوی قوماندان اجنرال محمد علی جعفری په خپلو څرگندونوکښې ويلی وه : دښمن ته مو پيغام دا دی چي : ((داکارمه کوئ)).
هغه داهم علاوه کړه چې ايران له هيچانه ډارنلري ،ايران کولاي شي د هر ډول يرغلګر بريد جواب ووايي.
دايران دوسله والو قواوقوماندان څرگنده کړه ((ممکنه جگړه به ډيره اوږده نه وي ،ځکه چې موږ به پدې جگړه کې په هغه لومړې ورځ دښمن له خاورو سره خاوري کړو.
دښمن بايدله ځانه داپوښتنه وکړي  چې دخپلو احمقانه کړنوپه پايلوکښي په کومه کچه تلفاتو اوخساراتوته اماده گی لري .
ديادونې وړده چې دروسیې جمهور ررئيس ولاديميرپوتين هم دروسيې دخلکوسره داکتوبرپر ۱۹ مه په مخامخ تلويويزوني پروگرام کې دايران په پلوئ داخبره په ډاگه وويل چې دايران دهستوي لانجې دپوځئ حل پلويان غواړي ايران وډاروی ،مگر هغوي نه ډاريږي .ژباړونکی
دريانوستي دخبر له مخي دغه جنرال دې ټکی ته هم اشاره وکړه او څرگنده يې کړه  چې ددښمن ديرغل په مقابل کښي به دايران لخوا سمدلاسه دتوغنديوپواسطه په مسلسله بڼه يودم ددښمن پرپه نښه شويو مرکزونوواروشی .
پدې ورستيو وختو کښي ايران دخپل هستوی پروگرام په اړونددنړيوالولخواتر سخت  فشارلاندي راغلئ دی،مگر سره له هغې هم ايران ديورانيومو دغني کېدوپروسه پرمخ بيايي ،اودااعلانوي چې دوی  اټمی انرژی يوازي دسوله ييزوموخولپاره استعمالوي .مگر آمريکا اويوشمير هيوادونه داډار لري چې ايران غواړي زره وي وسله جوړه کړي ،ځکه له ايران څخه غواړي چې دې کارته دپاي ټکی کښېږدي .
دروان کال دسپتمبرپه نيمايي کښې په ډله ييزو رسنيوکښي داسي خبرونه خپاره شول چې گویا دآمريکا متحده ايالاتو اداره د((۸ او ۱۰))مياشتوپه اوږدوکښي پر ايران باندي دپوځی يرغل اوبم اورولو پلانونه تر ډير ي جدي څېړنی اومطالعې لاندي نيولي دي . هغوي ددي گام دپورته کېدواساسی لامل دابولي چې دايران دهستوي پروگرام دکنگل کېدوپه موخه ديپلوماتيکي هڅې کومي لاسته راوړنې نلري اوله ناکامئ سره مخامخ دي ،له دې کبله اړينه ده چې دزورپه استعمال ايران دې ته مجبورشي تر څوديورانيومودغني کېدوڅخه لاس په سرشی .
داکتوبر ۲۲ نيټه  :ИТАР-ТАСС
داترتاس دخبر له مخې داکتوبرپر ۲۲ نېټه :په هغه ليک کښي چې دايران دبهرنيوچارو وزيرمنوچهرمتکي  خپل فرانسوی سيال دفرانسې دبهرنيوچارووزيرته لېږلی راغلی دي چې (( ايران به دهستوی پروگرام دپلی کېدوڅخه ډډه ونه کړی ،ايران به هيچاته اجازه ورنکړی چې دسوله ييزو موخولپاره ايران داټمی تکنا لوژۍ دلرلونه محروم اوبې برخی کړي .په ليک کښي راغلی ،دغی موخې ته درسيدولپاره به دداسي تخنيک لکه دملگروملتونودسازمان دامنيت شورادامکاناتوڅخه داقتصادي بنديزيونواويانوروگواښونوپه بڼه استفاده به هم کومه گټه ونلري .))
متکي په خپل ليک کښي داټکی په گوته کوي چې ((دايران داسلامي جمهورريت پر خلاف يوطرفه بنديز ونه کوم چې فرانسه دهغه دپلي کېدولپاره اروپايي هيوادونه هڅوی دملگروملتودسازمان له اساسنامې سره مغايرت لري .
دژباړونکی تبصيره :
  داټکی بايد له نظره ليري ونه غورځول شي چې ممکن ايران دخپل هستوي پروگرام دکنگل کېدوپر سرخبرو ځنډېدنه  اساسی موخه داوي چې دا امکان ترلاسه کړي تر څويورانيوم داسي غنې کړی چې کيداسي له هغونه دزروي او اټومی وسلوپه جوړېدوکښي کار واخلی .که داسی نه ده ،نورښتياهم ولي ايران حاضر نشو چې دحرارتي انرژی دتوليدلپاره يورانيوم پسله هغه چې دروسیې په فابريکو کښي په ټاکلې کچه  غني ايران ته راوړل شي .اوله بلې خوادامسله چې نږدې دوه کاله کېږي چې دايراني چارواکو ،داټمی انرژۍنړيوال سازمان او اروپايي ټولنې داستازوتر منځ خبرې تر اوسه لاهم معينې نتېجې ته ندي رسېدلي ،اوهره ورځ ايراني چارواکي نوي ،نوي خبري (طرحې او وړانديزونه )مطرح کوي . پدې ډول داټوله پروسه ځنډول ددې ښکارندوي ده چې ايران له يوې خوا دنړيوالي ټولنې سره گويادهستوی پروگرام په هکله خبري کوي اوله بلې خوادهستوی پروگرام په برخه کښې دنوو برياو خبر ورکوي .
بله مسله چې افغاني چارواکي او اړونده ادارې ورته جدی پاملرنه وکړي هغه داچې څه موده وړاندي يوايراني جنرال په جگ اوازداخبره هم وکړه چې که آمريکاپر ايران يرغل وکړي نودوی به پرنورو سيمو سر بېره په افغانستان او عرراق کښې هم دآمريکاپر پوځۍ مرکزونوگذاروکړی .
متاسفانه زموږ دهيوادجگ پوړي چارواکو اودبهرنيو چارووزارت دغه گوت څنډنه له نظره وغورځول اوپر دغه ايراني اخطار ېې غوږونه کاڼه واچول .خوتيره هفته دهرات په ښارکي کله چې دايران دبهرنيو چارو وزيردايکو په نړيوال کنفرانس کې دبرخی اخيستو لپاره راغلی وداښاغلی وزيردافغاني لوري دځانگړو پاملرنواودښاغلی کرزی اودبهرنيوچارودوزيردپټوستر گو ملاتړسره په جگه غاړه او لوړاواز په ټوله سپین سترگۍ دخبريالانو سره په خبروکې اعلانوي چې : ((اميدواريو زموږ دښمنان دافغانستان خاوره زموږپر خلاف استعمال نکړی ))،مگرمتاسفانه همدا ښاغلی وزير داهيروی چې خپله خاوره ئې په رڼاورځ دا۳۶کاله دافغانستان دبېگناه خلکوپر خلاف استعمالوی او همدا اوس ئې افغان کډوالوته ايران په دوږخ بدل کړئ .


پدې هکله يو بل وخت .ژباړونکی