کور / خبرتیا او پيغامونه / د جرمني په بایرن ایالت کې د … د کلتوري ټولني بېړنۍ اعلاميه

د جرمني په بایرن ایالت کې د … د کلتوري ټولني بېړنۍ اعلاميه

د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتوافغانانو د کولتوري ټولنې بېړنۍ اعلاميه



همدانن موږ ته خبر راورسېد چي، ښاغلی اوباما د امریکا د دموکرات ګوند غوره استازي زموږ ګران او کړېدلي هیواد ته را مېلمه شو نو، ځکه موخپل یو شمېر کولتوري ملګري په ډېره بیړه راوغوښتل او یوه غونډه مو وکړه چي لاندې پرېکړو او وړاندیزونوته د رایو په اطفاق ورسېدو:


۱ـ موږ د امریکا د دموکرات ګوند غوره استازي بارک اوبامه سفرزموږ ګران هیواد افغانستان ته یوبختور سفر ګڼو او له ټولو امریکایانو څخه هیـله کوو چي، نور د خپل ملي او نړیوال حیثیت د بیا ترلاسه کولو لپاره له متجاویزاو ستمګر سیاست څخه فاصله ونیسي


۲ـ ښاغلی اوباما باید په یو ناڅاپي ډول زموږیوې کلیوالي جګړو ځپلې سیمې ته ور شي اوله کړېدليو کلیوالوخلګو دې


د دموکراسي پوښتنه وکړي  چي څنګه اوس له دموکراسۍ سره اشنا سواست که نه؟


۳ـ د جمهوری غوښتونکومانا بوش ډلې زموږ دولتي چارواکي په خپل شدت سره مسموم کړی دي نوله دې کبله لازمه ګڼو چي دموکراتان زموږ د ولسي وګړوپوښتنه وکړي کنه نو د روس په شان به له ماتې سره مخامخ شي


۴ـ اوس افغان ولس ښه پوهيږي چي ، القاعده او طالبان څوک او د چا لخوا تغذیه کېږي نوځکه د افغان ولس له اصلي او ډېره کي توکم سره معامله کول په کار دي نه د شمال له څو غلو سره


۵ـ که تاسو زموږ وړاندیزونه ونه منئ نوموږ افغانان به داسې نږدې یاران ولټوو چي بیا به په خپل عمر تاسو د دې سیمې د لیدو ارمان هم وکړئ 


دجرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنه



بارك اوباما كابل ته ورسېد  Fotos  video