کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه  ۲۰۰۸-۰۷-۱۹

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه  ۲۰۰۸-۰۷-۱۹

پرپاکستان باندې دامريکااو  ناټو د بريد هيڅ خطر نشته


 پرپاکستان باندې دامريکايا ناټو د بريد هيڅ خطر نشته او موجوده حکومت حالاتو ته  په ځير نظرګوري تيره ورځ د سينټ د قايمه کميټۍ د غونډې وروسته د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار خبريالانو ته وويل حکومت د هغو کسانو د بيانونو جاج اخلى څوک چي په امريکايي حکومت کښې شامل د ي ښاغلي مختار وويل د پاکستان حکومت هغو تورونو په هکله هم پلټنې کوي کوم چي په کابل  کښې د هند پر سفارت د بريد وروسته د پاکستان پر استخباراتى  اداره آئي ايس آئي باندې لګول شويدي وزير دفاع وايي د پاکستان استخباراتى ادارې او نو رې امنيتي ادارې د ترهګرۍ په ضد عملياتو کښې مصروفه ده .






اسامه بن لادن په پاکستان کښې نشته =رحمان ملک


د لومړي وزير سلاکار رحمان ملک هغه ټول تورونه رد کړيدي چي ګواکې پاکستان د افغانستان په روان تاوتريخوالي کښې لاس لري پاکستان د افغان حکومت سره بشپړه همکاري کوي هند پر پاکستان تورونه لګوي خو په حقيقت کښې هند په خپله د ترهګرۍ په پيښو کښې لاس لر ي امريکا يي  ټلويزون سره په مرکه کښې ښاغلي ملک وايي اسامه بن لادن په پاکستان کښې نشته د پاکستان ځواکونه د ترهګرو ډلو په وړاندې د بشپړه عملياتو توان لر ي ښاغلي ملک د پاکستان افغانستان او نړيوالو ځو اکونو تر منځ د همنغري رامنځته کولو باندې ټينګار کړيدي.






قبايلو د امريکا پر جاسوسي الوتکو ډزې کړيدي


شمالي او سهيلي وزير ستان کښې قبايلو د امريکا پر جاسوسي الوتکو ډزې کړيدي خبري سرچنيې خبر ورکړي چي په شمالي او سهيلي وزير ستان کښې د امريکا د جاسوسي الوتکو پروازونه په پرله پسې توګه دوام لري ويل کيږي د سهيلي وزير ستان په سرحدي سيمو نوازکوټ او مکين کښې قبايلو پرجاسوسي الوتکو په درنو او سپکو وسلو سره ډزې وکړي او د الوتکې راغورځولو هڅه يي وکړه خو په خپله هڅه کښې بريالي نه شول.






طالب قومندان ميټاخان  ژوند د لاسه ورکړ


 په وزيرستان کښې دطالبانو حکومت پلوه قومندان ميټاخان د ملګري په شمول په يوه ټرافيکي پيښه کښې ژوند د لاسه ورکړ پدغه پيښه کښې درې تنه ژوبل شوي هم دي د خبر ترمخه په سهيلي وزيرستان کښې د ځايي طالبانو قومندان چي د پاکستان د حکومت پلوه و ه د سپين سيمي څخه د واڼه په خو ا روان وو واڼه ته نږدي يي موټر ژورې کند ې ته ورخطا شو او له امله يي قومندان ميټاخان او د ده مرستيال محمد نور په هغه ځاي  په حق ورسيدل په پيښه کښې د قومندان ميټا خان درې ملګر ى ژوبل شويدي د يادونې وړده چي قومندان ميټاخان دوه کاله وړاندې په واڼه شګۍ او اعظم ورسک کښې د غير ملکي جګړه مارانو پرضد مبارزه کړي وه او ګڼ ازبک اونور غير ملکى اورپکي يي له سيمي څخه شړلي وه.






نوښار توپانى باران او سيلاب له امله څلور تنه مړه شوي


 په نوښار او چارسده کښې توپانى باران او سيلاب له امله څلور تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل شويدي او د بريښنا ستنې نړيدلو له امله د ځينو سيمو بريښنا قطع شويده د خبري سرچنيو ترمخه په نوښار کښې توپان او باران د اوسيدونکو ګڼ کورونه له خاورو سره خاورې کړيدي او ونې راپريوتي دي په اکوړه خټک کښې د کور بام راپريوتو له امله د يوې کورنۍ درې تنو ژوند د لاسه ورکړ او دوه پکښې ژوبل شول د اجړ په سيمه کښې هم دکوربام راپريوتو له امله يوتن ژوند بايللۍ دي په مختليفو سيمو کښې کرکرونده سخته زيانمنه شويده.






 د دوو سخت دريځو ډلو تر منځ په روانو نښتو کښې  13 تنه وژل شويدي


د خيبر ايجنسۍ په سيمه تيرا کښې د دوو سخت دريځو ډلو تر منځ په روانو نښتو کښې نور 13 تنه وژل شويدي دواړې ډلې د يوه بل پرضد له درنو او سپکو وسلو څخه استفاده کوي راپورونه په ډاګه کوي په نښته کښې انصارالاسلام د مخالفې ډلې د لښکر اسلام د پلويانو دوه کورونه هم نړولي دي د يادونې وړده چي د لښکر اسلام او انصارالاسلام تر منځ له تيرو دوو  کالو څخه نښتې روانې دي او له امله يي تر اوسه په سلګونه کسان د مرګ کندې ته غورځولي د ي خو د حکومت لخو اتر اوسه د خلکو د تحفظ لپاره کوم د پام اقدام ندى تر سترګو شوى.






د اسمبلۍ د غړو بنسټيزکار د قانون تصويبول وي =سيد عاقل شاه


 په پارليمانى ډيموکراسۍ کښې د پارليمانى ګوندونو د کردار په هکله د نړيوال ډيموکراټک انسټي ټيوټ لخوا د پيښور په يوه ځايي هوټل  کښې يوه ورځينږ کنفرانس وشو د سرحد اسمبلۍ سپيکر (وياند) کرامت الله چغرمټي د ورکشاپ مشرى په غاړه درلوده په دغه روزه نيز ورکشاپ  ياکنفرانس کښې د صوبه سرحد مرستيال سپيکر د صوبه سرحد وزيرانو سيد عاقل شاه لياقت شباب ،نوابزاده محمود زيب ،برسټر ارشد عبدالله او زرشيد خان په شمول داسمبلۍ غړومفتى کفايت الله،پيرصابرشاه ،شازيه طهماس،شګفته ملک او نورو ګډون وکړ کنفرانس ته په خپله وينا کښې سيد عاقل شاه وويل چي د اسمبلۍ د غړو بنسټيزکار د قانون تصويبول وي خو زمونږ په هيواد کښې د پارليمان غړي د بنسټيزې دندې اجراء کولو پرځاي د خلکوستونزې هوارولو لپاره ګمارل کيږ ي ښاغلي عاقل شاه وړانديزوکړچي په  حکومت کښې شاملو پارليمانى ګوندونو غونډه دي هره ورځ د اسمبلۍ دغونډې پاي ته رسيدو وروسته کيږ ي لدې سره به د ولس د ستونزو د حل لاره  موندلې شي ايالتي وزير لياقت شباب په خپله وينا کښې وويل له بده مرغه مونږ خپلې تيروتنې دنورو په غاړه کښې وراچوو دلته د پارليمانى ګوندونو غونډې هروخت نه کيږي چي له امله يي د عوام پرمسئلو په اسمبلۍ کښې بحث نه کيږي او له امله يي  د اسمبلۍ غړي تر فشار لاندې راځي کنټري ډائريکټراين ډى آئى ډاکټر شيلا رضا او کاناډا يي ماهر جيرى سکاټ د موضوع په لړ کښې ګډونوال له ډيرو مفيدو خبرو خبر کړل.






د طالبانو په خپل منځي جګړه کښې پينځلس تنه وژل شويدي


په مومندايجنسۍ کښې د طالبانو په خپل منځي جګړه کښې پينځلس تنه وژل شويدي په مومند ايجنسۍ کښې د بيت الله محسود ډلې ځايي وياند ډاکټر اسدادعا کوي چي د دوى ډلې د مخالف لوري شاه ډلې امير او د هغه د مرستيال په شمول پنځلس تنه وژلي دي او شل تنه برمته کولو سره مو دشاه ډلې دوه مرکزونه تر خپل واک لاندې راوستي دي د بريتانو ي خبري سرچينې سره د خبرو اترو په ترڅ کښې نوموړى تورلګاوه چي مخالف لورى دنور وپه اشاروسره په مومند ايجنسۍ کښې دځايي طالبانو لپاره ستونزې رامنځته کوي ځايي خبريالان وايي چي د جمعي په ماښام دعمر خالد ډلې د مخالفې ډلې امير شاه خالد چي په شاه صاحب مشهور دي او د هغه مرستيال ترورکړي او سل تنه يي برمته کړيدي .






په افغانستان کښې وسلواله لاسوهنه په دوام داره توګه روانه ده=  پښتونخوا ملي عوامي ګوند


 دپښتونخوا ملي عوامي ګوندجرنيل بهادر خان يونټ تر نظارت لاندې په ګوند کښې دنويو شامل شويو ملګرو لپاره تيره  ورځ امان آباد تهکال بالا کښې دميلمستيا غونډه وشوه دغونډې مشري دملک قاسم خان په غاړه وه پدغه غونډه کښې په ګوند کښې نوى شامل شوي ملګري او نورو ګڼوکارکنانو ګډون وکړ دغونډي ګډونوالوو ته  په وينا کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي سکرتر ارباب مجيب الرحمان م،ارباب اجمل حيات ، ارباب لياقت عليخان او عارف الله خليل په خپلو خبر و کښې وويل چي پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قدرمن  مشر  محمود خان اڅکزي تر سپيڅلي مشرۍ لاندې دپښتونخوا وطن دملي وحدت،قومي شناخت او اقتصادي شتمنيو باندې واک پښتوژبه قومي سرکاري او تعليمي ژبه ګرځولو لپاره د هيڅ ډول قربانۍ څخه سرغړونه نه کوي دګوند مشرانو په ټول هيواد او ځانګړې توګه په  پښتونخوا وطن کښې د امنيت پرنشتوالي ګرانۍ اوزګارتيا او د بريښنا پر لوډشيډنګ سخته انديښنه ښودلو سره وويل چي پښتونخوا وطن د واکمنو د غلطو خارجه او داخله تګلارو له امله له سخت خطر سره مخ دي نړيوالو ترهګرو او دهغوى ځايي همکارانو د پښتونخوا وطن ولس تر ولقه لاندې راوستۍ دي او په افغانستان کښې وسلواله لاسوهنه په دوام داره توګه روانه ده د پښتونخوا مشرانو وويل واکمنوو ترهګرو ته بشپړه خپلواکي ورکړيده چي  له امله يي  اوس د افغانستان او نړيوالې ټولنې د صبرکاسه نسکوره شويده او د هيواد د پاسه د جګړې وريځ ځلانده ښکاري واکمن دعوام د خدمت کولو پر ځاي دوسلوالو ترهګرو سره په خبرو اترو بوخت دي او هره ورځ په سلګونه کسان وژل کيږي تر څو چي په افغانستان کښې وسلواله لاسوهنه بنده نشي امن نشي راتلې.






کويټه =د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ په اخوډب کښې پنځه تنه ووژل شول


دبلوچستان ايالت په پلازمينه کويټه ښار کښې د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ په اخوډب کښې پنځه تنه ووژل شول او نهه تنه ژوبل شول د شخصي ټلويزون دخبر تر مخه نابلده کسانو دکويټې ښار پر بروري روډ  باندې يوتن په ډزو  وواژه او يويي ژوبل کړچي کله د وژل شوي کس جسد بولان ميډيکل روغتون ته راورسول شو نو خپلوانو يي ټايرونه سوځولو سره سړک وتاړه پوليسو او نور امنيتي ځواکونو سره دخبرو اترو وروسته مظاهره کوونکو لاربيره خلاصه ته  کړه پدغه وخت ناڅاپه پر پوليسو او د اې اټي ايف پر سرتير و ډزې وشوي چي له امله يي په ځوابي ډزو  کښې څلور تنه مړه او نهه ژوبل شول چي پکښې يو تن پوليس هم شامل دي ويل کيږي پوليسو په سيمه کښې چاڼيز عمليات پيل کړيدي.