کور / هراړخیز / د خیرات پرځای خیر کثیر!

د خیرات پرځای خیر کثیر!

ليکنه: زمریال نااشنا

مرګ له تندې پر مذهب زما بهتر دی

نه ژوندون د دون همته په اوبو

د رحمان بابا په پورتنۍ مصرع کې یوه دنیا فلسفه پرته ده. دلته د مذهب، ژوندون او دون همتي درې کلمې سره راغلي چې د شعر اهمیت په ډاګه کوي.

په دې شعر کې رحمن بابا له مذهبه یادونه کوي او وايي چې زما په مذهب کې له دروېزې او سوالګرۍ مرګ بهتره دی. دلته رحمن بابا له کاره تېښته، مفت خوري او دروېزه دون همتي(ذلت او بې غیرتي) بولي او په عین وخت کې ورسره د اوبو یادونه کوي او وايي چې د پستو او رذیلو خلکو پر اوبو، مرستو او بسپنو ژوند نه غواړم او همدا راز له اوبو څخه مراد دا هم کېدای شي، چې د نورو خلکو تر شان او برم لاندې د پاچاهۍ خوبونه نه ګورم. د ده په وینا، که ډوډۍ خورم نه خپله به خورم، که برم غواړم، نو خپل یې غواړم او د پردو د برم لاندې پاچاهي نه غواړم چې د غلامۍ برابره ده او لنډه دا چې فقر او دروېزه خو د ایمان ذایل کوونکي دي او له دې د یوه مسلمان لپاره مرګ ډېر بهتره دی؛ نو مطلب دا چې که د افغان حکومت مخالفین او نور پردي پال ولسمشر اشرف غني ته لږ وخت ورکړي دی به په دې هکله ډېر څه وکړي چې څنګه مو له یادو ستونزو خلاص کړي او هېواد په هر ډګر کې په ځانګړې توګه په اقتصادي ډګر کې یوه لوړ مقام او ځای ته ورسوي.

او همدا شان د رحمن بابا اشاره دغه حدیث ته ده چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایلي دی: فقر کفر ته نږدې دی. د رحمن بابا غوندې د یوه معارف لپاره د کفر منل ممکنه خبره نه ده؛ نو ځکه وايي چې دروېزه زما مذهب نه دی.

تاسو به لیدلي وي چې د فقر او لوږې له کبله خلک هر ډول فسق او فساد ته مخه کوي، نو د عقلي دلایلو له مخې هم فقر کفر ته نږدې دی. نو له دې سترې ستونزې وتل د هر د وس خبره نه ده؛ ځکه خو باید یو داسې اقتصاد پوه په واک کې وي لکه چې اوس زموږ په برخه شوی دی چې لږ وخت ورکړل شي نو که د خدای(ج) کړه ډېر ژر به له دې ستونزې خلاص کړي.

په تېر کې موږ فقیر نه وو، دروېزګر هم نه وو، بېکاره او تنبل هم نه وو او د چا مفته او پسمانده مو هم نه خوړه، لکه زمریان وو، خپله مو هم ګټله او نورو ته مو هم ورکوله.

له خپلې ماضي او اصله جلا نسل:

موږ پخوا بېوزلي او فقیر نه وو؛ بلکې پاچاهۍ او امپراطورۍ مو درلودې، د نړۍ پیاوړي، پرمختللي، دینداره، بافرهنګه او اسوده خلک وو؛ خو دا اوس که خبره سپینه وکړم که سرکار دی که رعیت، که ملا دی که امي، د خلکو په خرو سپور دی خپل اسونه نه ویني او درګرده لاسونه یې د پردیو دروېزې ته اوږده کړي دي چې دا په اصل کې د پخواني حکومت له برکته دی.

له بده مرغه موږ نه پوهېږو چې ولې مو خپلې ماضي او اصل ته شا اړولې او د مدرنیت په نوم د پردیو جعلي هویتونو او د بشري مرستو په نوم دروېزې ته لومړیتوب ورکوو او پر ځان یې تحمیلوو.

زیاتره دغه مساله د ښوونځیو او رسنیو له لوري تر سره کېږي، چې په ښوونځیو کې پرته له دې چې خپل پوهان او د هغوی اثاراو خپله ټولنه او خلک مطالعه کړو او ويې پېژنو، د نړیوالو ادبیاتو تر عنوان لاندې بهرني ادیبان او ادبیات راباندې تحمیلېږي او درسنیو له لارې پرته له دې چې خپلې فرهنګي چارې او ملي مسوولیتونه په پام کې ونیسو، د پردیو سریالونو، فلمونو او نورونااړینو پروګرامونو له لارې په هېواد کې مبتذلو فرهنګونو دودولو ته لار پرانیزو. له دې ستونزې به څنګه ځان ژغورو هله چېلږ د آرام ساه وباسو، هله چې د هېواد پالنې روحیه مو لږ په رګونو کې غښتلې شي هله چې (هغو افغانانو چې کلونه کلونه یې د (برادر انصار او انصارورور) چیغې زمزمه کولې، د ضیاالحق په وصف کې یې مرثیې او شعرونه لیکل، د قاضي حسین احمد لاسونه یې ښکلول او د جهاد افغانستان دفاع پاکستان تر ستیج لاندې به یې خپل وطن او ناموس ته کنځلېکولې؛ نن پاکستان دښمن بولينن یې له پاکستانه د رالېږل شوي انتحاري له وېرې له خپلو کورونو او دفترونو د اوسپنو او کانکرېټو دېوالونه چاپېر کړي زامن یې د پاکستان په ضد د جهاد او جنګ نارې وهياو په خپلو پروفایلونو یې د افغان سرحدي پولیسو انځورونه لګولي!(دې ته وايي د ملي توب بریا او د پردي پالنې ناکامي!) دا په قوسینو کې نیول شوې جمله کټ مټ له ګنج اونیزې کاپي کړې ده؛ ځکه چې ډېر ښه اړخ لګاوه.

کله چې زموږ هم د ښوونځي دوره وه؛ نو استادانو به د بهرنیو ادیبانو او ادبیاتو داسې په خوند خوند نکلونه کول، چې ګوندې نور دې په دنیا کې بل هېڅ ادیب او ادبیات نه وي؛ خو خبره بیا داسې نه وه؛ ځکه ما د غربیانو په لیکنو کې ولیدل چې د لویدیځ لوی ادیب ژان پل ساتر خپل سر خواجه حافظ شېرازي ته په پښو کې په ارادت راښکته کړی. یعنې موږ په لوی لاس د خودکشۍ او بېګانه پرستۍ پر لور بیول شوي یو، که نه هغه څه چې د نورو ولسونو پوهان یې اوس وايي زموږ پوهانو تر دوی څو سوه یا څو زره کاله مخکې ویلي دي.

که وخت درسره یاري کوله، نو مطالعه کوئ؛ ځکه هر ډول کتاب یو ځل په لوستلو ارزي؛ خو اصلي خبره دا ده چې په کتابو کې زیاتره خبرې همغه زړې خبرې وي، نوې او تازه خبرې ډېرې کمې لري. په دې معنا چې نړۍ پخوا زېږېدلې او هر انسان پخپل وخت کې زېږي، خو له ماضي سره یې نږدې اړیکي لري او دی باید ځان پرې وپوهوي.

افغانان ۵۰۰۰ کلن ډېر غني تاریخ لري، ۵۰۰۰ کاله یې دغه نړۍ اداره کړې او دې نړۍ ته یې ډېر څه ورکړي دي. د نړۍ تر ټولو لویه امپراطوري دوی جوړه کړې وه، چې په ۱۸۰۰ مخ زېږدې کې د زردشت حامي اریايي پاچا ګرشاسپه د چین له سینده نیولې د مدیترانې تر سمندره لویه امپراطوري وه،  چې زردشتي دین يې په کې خپور کړ او همداراز تر ټولو غټه توره هم د افغانانو، یعنې د احمدشاه ابدالي توره وه چې په هند کې د هغه وخت یاغي مرټانو پر وړاندې وکارېدله.

اصلي خبره دا چې موږ د نړۍ یو بیداره او بډایه ملت یو، نه پوهېږو چې ولې په نړیوالو مسایلو کې کمزوري ښیو او ځانونه ترې سټ ته کوو، که داسې نه وي؛ نو باید د یوه افغان او مسلمان په توګه دروېزه موږ ته شرم او عار وي او د مسلمانانو په توګه موږ ډېر مستحق یو چې له نورو نړیوالو سره بشري مرستې وکړو او موجوده واکمن ته ډاډ ورکړو او په دې هکله د زړه له کومي مرستې ته مټې بډ وهو.

د صدر مسلمانان باید په دې برخه کې موږ ته نمونه وي، هغوی په علم، څېړنه، زده کړه، ښوونه او کړنه کې له موږ ډېر هڅانده او بریالي وو. تر ۱۵۰ لېږدیز کال پورې دغه بهیر ډېر چټک روان و او وروسته ورو شو.

تر اسلام وروسته په افغانستان کې د عربو او چنګیزیانو او په وروستیو ۲۵۰ کلونو کې د انګرېزانو، شورویانو او دې اوسنیو تاړاکونو خلک له پښو واچول.

لکه څنګه چې د جګړې مسوولیت او پړه د جنګ دواړه غاړې یې لري؛ نو د دې جګړو که ډېره نه وي؛ نو نیم په نیمه پړه یې موږ ته هم ګرځي، ځکه که دلته جګړې ته څوک دعوت شوي؛ نو د جګړې مشرانو دعوت کړي، که څوک په دې جګړو کې وژل شوي؛ نو جګړه مارانو وژلي او که هېواد مو وران شوی، همدغو جګړه مارانو په ګولیو ویشتلی دی؛ خو که په موږ کې د هېواد پالنې روحیه لږ هم غښتلې وي نو بیا خپل هېواد او بنسټیزې پروژې په ګلیو نه ولو.

که جګړه د بهرنیو پالیسیو او ستراتیژیو په ترڅ کې تحمیل شوې، نو له نړۍ سره مو همګامه تګ له پامه غورځولی او بهرنی سیاست مو سم نه دی پاللی او که دغه جګړه زموږ د کمزورۍ په لړ کې رامنځته شوی، بیا هم ګناه مو خپله ده چې د یوه مسلمان په توګه ولې کمزوري پاتې شوي یو چې بیا هم باید یادونه وکړو چې دا هر څه د سولې په راتلو سره ډېر شونې دي که اوسني پوهه ولسمشر ته وخت روکړل شي.

لنډه دا، د دې مقالې هدف دا دی چې موږ کمزوري، بې درایته، بې استعداده او شډل خلک نه یوو، ډېر امکانات لرو، باید له خپلو امکاناتو ګټه واخلو، د جګړې او مزخرفاتو پرځای تخنیک، تکنالوژۍ او اشتغال زېږونې ته مخه کړو. له تېرو ۴۰ کلنو جګړو عبرت واخلو، د نورو نیابتي جګړې پرېږدو، د جهاد له نوم نه په استفاده له خپلو مسلمانو وروڼو او خپلو افغانانو سره د پردیو نیابتي جګړې ته د پای ټکی کېږدو او له بېوزلۍ او فقر سره د مبارزې له لارې د خیرات خوړلو پرځای خیر کثیر او اکبر جهاد دوکتورین راواخلو او خپل یې کړو.

په دې همدې هیله