کور / راپور / په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تېره ورځ  د یوې سترې کلتوري غونډې کوربه وو

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تېره ورځ  د یوې سترې کلتوري غونډې کوربه وو

په دې کلتوري غونډه کې شاوخوا شپږ زره افغانان او بهرنیان د افغانستان سفارت ته ورغلي وه او “Passport DC Around the World Embassy Tour” په نامه کلتوري نندارتون کي یې ګډون وکړ.

په واشنګټن کې د افغانستان کلتوري اتشه  مجيد قرار د دې غونډې هدف بهرنیو ته  د افغانستان د فرهنګ معرفي او په امریکا کې د میشتو افغانانو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی بولي.

د قرار په وينا دا ډول غونډې  نړیوالو ته د افغانستان د غني فرهنګ هغه اړخونه رابرسیره کوي چې تر اوسه دوی ورسره اشنا نه دي.

محفل ته راغلو کورنیو او بهرنیو میلمنو د افغانانو له میلمه پالنې او متنوع فرهنګ ستاینه وکړه.

 دوی د افغانستان خواړه ، جامې ، موسیقي، دودیزې لوبې ، اټن او نورې سرګرمۍ ډیرې په زړه پوري وګڼلې او افغانستان یې د لرغوني تاریخ درلودی هيواد یاد کړ.

نور ولي مل د غونډې یو تن افغان ګډونوال وایي:” په دې غونډه کې مې د ګډون لپاره اووه ساعته مزل کړی ، دا ډیر ښه پروګرام وو ، دلته مې خپل ډیر هغه ملګري چې په نورو ایالتونو کې اوسیدل او د لیدو موقع یې نه وه ولیدل. د سفارت له مسولینو ددې غوندې د جوړیدو له امله مننه کوم.”

غونډې ته یو شمیر راغلو امریکايي میلمنو هم وویل د نن ورځې له محفل څخه یې د افغانستان په اړه ډیر څه زده کړل.

په دې محفل کې چې د سهار له لسو بجو پیل او د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسید، د عکاسۍ پر نندارتون او خوړو سربیره ، افغاني جامې او غالۍ ، زعفران او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې او فیشن شو، موسیقي ترسره شوه.

په کلتوري ننداره کې د افغانستان د هندوانو او سیکهانو د ټولنې ماشومانو هم کلتوري ننداره وړاندې کړه.