کور / سياسي / ډېر پښتانه او نیم استازی!

ډېر پښتانه او نیم استازی!

ليکنه: صالح احمد مومند

پښتانه د تېرو شپاړسو کلونو راهیسې په بلخ کې د هرې ښېګڼې څخه بې برخې پاتې شوي او پر حقونو یې پښې اېښودل شوي دي، همدا راز د تېرو شپاړسو کلنو راهیسې موږ د بلخ څخه په ولسي جرګه کې نیم استازی درلود، د دې ولایت څخه ولسي جرګې ته د پښتنو استازو نه بریالیتوب څو لامله لري، دلته ځینې کسان د دې لپاره ځان نومانده وي، چې تر څو یو څو روپۍ واخلي او خپل غیرت د پیسو په مقابل کې خرڅ کړي، ځینې بیا په دې موخه د ټاکنو میدان ته راوتلي وي، چې تر څو د پښتنو رېښتینې نوماندانو ته ماته ورکړي او د دوی رایه ووېشي؛ خو د بلخ په ځینو نوماندانو کې داسې خلک هم شته، چې واقعا د خپل خوار ولس د ښېګنې او د دوی د پرمختګ غوښتونکي دي کله چې دوی ځان نوماند کړي بیا د پورته ذکر شوو بد نیته او خرڅ شوو نوماندانو له لوري ناکام کړای شي او د دوی رایه په لوی لاس کمه او یا هم له منځه لاړه شي. ښه بېلګه یې په تېرو ټاکنو کې د ګڼ شمېر پښتنو لخوا ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو لپاره د دوی ټاکل کېدل ول، کله چې په لومړي ځل سره د ولسي جرګې ټاکنې په دې ولایت کې ترسره شوې، د بلخ پښتون مېشتې سیمې ناامنه او یا هم د ځینو کړیو له لوري د دغو پښتنو استازو رایې ورکې کړای شوې. دغو پېښو تکرار وموند هغو پښتنو تر دې دمه د خپلو دغو شومو اهدافو څخه لاس لرې نه کړ او بیا هم یې د یو څو روپیو او په دې سیمه کې د یو شمېر مافیايي کړیو د خوشاله کولو په موخه ځانونه خرڅ کړل او د نورو رېښتینو استازو د بریالیتوب مخه یې ډب کړه. سږ کال بیا هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې رانږدې شوي سر له اوس نه ورته ګڼ شمېر هغو پښتنو د نوماندۍ آوازې ګډې کړي، چې په دې ولایت کې نه د ښه نوم څښتن دي او نه هم پخوانۍ ښه سابقه لري، په دغو نوماندانو کې زیاتره داسې کسان هم شته، چې په خپل ولس یې تل ظلمونه کړي، د دوی په سر یې معاملې ترسره کړي او بیا چې کله د ټاکنو او د ضرورت وخت رانږدې شوی، بیا دوی په بلخ کې د پښتون قام د مجبوریت لپاره نمایشي کارونه پیل کړي.  په دې نوماندانو کې حتی ځینې داسې خلک هم شته، چې د یو کرایي کور او یو څو موټرو په خاطر یې خپل ځان نوماند کړی او د خپل ورور رایه یې کمه کړې. اوس هم وخت شته، دغه نوماندان چې په بلخ کې لس رایې هم نشي اخیستی دوی باید د خپلې نوماندۍ څخه په شا شي او د هغو رېښتینو خلکو لاسنیوی وکړي، چې د ولس له منځ  څخه راپورته شوي او د خلکو د پراخ ملاتړ څخه برخمن دي. دوی که د دغو خلکو ملاتړ نه کوي اقلا باید د دغه خوار او زورېدلي ولس په خاطر له دغو شومو اهدافو څخه تېر شي. د بلخ پښتنو ته پکار ده چې په راتلونکو ټاکنو کې ډېر حساس اووسي او په خپل منځ کې د اعتماد او اتحاد څخه ګټه واخلي دوی باید هغه کسان د خپلو استازو په موخه وټاکي، چې سبا ورځ یې د حقونو لپاره مبارزه وکړي او د دوی غږ تر اړوندو چارواکو ورسوي.