د بدلون وخت رارسېدلی!
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: امین الله ځواک
خلک سیاسي بدلون غواړي، د ډېرو وګړو په اند را روانې ټاکنې نه شي کولای هغه تضمین کړي؛ نو ځکه خلک را روانو ټاکنو ته لېواله نه دي.
ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لومړنۍ شمېرې زړه بوږنونکې دي؛ ځکه رسمي شمېرې ښيي چې په تېرو څو کلونو کې له ۲۲ ملیونو زیات د رایې ورکولو کارتونه وېشل شوي؛ د دې ستونزې د حل له پاره مسوولینو اوس د کارتونو بدیل رامنځ ته کړ؛ خو بیا هم په لومړیو پنځلسو ورځو کې کمو کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې سره سرکاري کسان او یوشمېر کارپوهان ناامني، فساد او د ټاکنو بې باوري د دغه بهیر د ټکني توب لاملونه په ګوته کوي؛ خو دا ځکه یقیني نه دي چې نوموړي لاملونه له ۱۸ کلونو را په دې خوا پرله پسې دلته موجود وو او ټاکنې په کې سبوتاژ شوې نه دي. کله چې دغه لاملونه ردېږي؛ نو خبره خپله د سیاست او او ځینو حکومتي چارواکو ناکامۍ او ناغېړۍ او بدلون ته راجع کېږي. ځکه، حکومت او سیاست لومړنۍ ټولنیزه تصنیف بندي ده او ټاکنې په دویمه درجه اهمیت لرونکو تصنیف بندیو کې راځي او اوسنۍ ټاکنې د عامو خلکو په ذهن نه شي کولای د خلکو د غوښتنې برابر کوم بدلون چې اوس یې غواړي یا ورته لیواله دي هغه رامنځته کړي.
دا سمه ده چې په دولت او حکومت کې فساد شته، چې ستر لاملونه یې فکر کړم جنګ- جګړې او ناامنۍ او ځینې خپل منځي سیاسي اختلافات کېدای شي چې دا بدبخدتي له ۴۰ کلونو ادامه لري او تېرو ټاکنو ته په کتو، چې د خلکو د رایو درناوی په کې د ستاینې وړ نه و او تر ډېره فکر کېده چې حکومت د خلکو په رایو نه؛ بلکې د یوې هوکړې له مخې جوړ شو؛ ځکه چې نور خلک هم تنګ شوي وو او حالاتو هم دا ایجابول چې یوه سیاسي هوکړه وشي؛ نو دغه کار د ټاکنو باور ته زیان واړاوه؛ نو په همدې وجه ولس دغه نادودې وزغملې او په وړاندې یې تمکین وکړ؛ اما اوس په ټاکنو کې د خلکو احتمالي برخه نه اخیستل له ټاکنو څخه د کرکې ښودل نه دي؛ بلکې د ولس له خوا یو ډول خاموشانه بایکاټ دی چې خلک یې په هېواد کې د حالاتو، سیاست او حکومت ورو حرکت او د ستونزو د حل له پاره ډېر ژر او جدي او ګړندي ګامونو غوښتونکي دي چې باید ژر تر ژره تر سره شي؛ خو دا سمه ده چې کېدای شي د یادو ستونزو په وړاندې جدي کړنې ښه پایله ولري؛ خو د دې ویره هم شته چې حالات لا پسې خراب نه شي؛ نو فکر کړم چې ډېر جدي او ګړندي ګامونه په اوس وخت کې لازم نه برېښي او د ولسمشر ورو حرکت په دې معنی دی چې هر څه به دی په پوره حوصله تر سره کړي او خلک باید د یوه ښه پارلمان د جوړولو په خاطر ښې او نوې څرې غوره او انتخاب کاندي او زه باور لرم چې بیا د دې اوسني پارلمان غړي د ګوتو په شمار انتخاب شي.
همدا شان هیله دا ده چې سرکاریان او نړیواله ټولنه د ستونزې اصلي ریښې ته متوجه شي او د تېر په څېر سرسري یې له څنګه تېر نه شي.
تاسو وینئ چې په دې وروستیو کې د افغانستان ستونزې حل ته د سیمې پیاوړي هېوادونه لکه روسیه، چین، هند او نور راوړاندې شول، دغه کار اوس افغان ولس ته ډېره هیلمندي رامنځته کړې ده. بلخوا، په دې کار سره د طالبانو د پوزې پایوزوان(مهار) د پاکستان او امریکې له لاسه ووت او دغه کار اوس د دولت مخالفانو او په تېره طالبانو ته واک په لاس ورکوي، چې د پاکستان او امریکې د خوښې پرخلاف د سولې په خبرو کې خپلواکه دریځ ولري او همدا رنګه د دوی پر پرېکړو او د سولې پر خبرو د ولس رنګ پرېوزي.
تراوسه د سولې په خبرو کې پېچلتیا د طالبانو موقف رامنځته کړې و، ځکه د دوی د سنګر ترشا د پردیو یو بشپړه عیاره نیابتي جګړه پرمخ بیول کېده او هېڅکله چا یې مسوولیت نه اخیسته. که څه هم طالبانو ځانونه د دې جګړې اصلي اکټران بلل؛ خو دا خبره افغان ولس ورسره ځکه نه منله، چې طالبانو نه پیسې لرلې او نه وسلې او نه هم کومه منظمه اداره يې لرله چې کولای یې شول د هغې له لارې د ولس او هېواد مسوولیت پرغاړه واخلي او یا هم خپله اراده تمثیل کړای شي، بلکې دوی د پاکستان او نورو نړیوالو استخباراتي سازمانونو په ولکه کې وو او اړ وو چې د پردیو له خوا یوازې پروژه شوی سیاست پرمخ یوسي؛ خو اوس د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو پراختیا او له پخوانیو یارانو یې نیمه خپلواکي د سولې د خبرو او په هېواد کې د سیاست د بدلون لپاره زمینه هواره کړې ده.
بلخوا، د سولې او بدلون په هدف ولس له حکومت سره زیاته ستونزه نه لري، ځکه په داخل د دغه حکومت کې ډېری چارواکي او خلک سوله او اصلاحات غواړي؛ خو باید له داسې چارواکیو سره هر راز مرسته او هڅونه د پام وړ وي؛ نه دومره سوکه.
تاسو وینئ چې په دې وروستیو کې خلکو د یو مدني پاڅون په ترڅ کې د سولې لپاره خېمې ووهلې او په اعتصاب کېناستل. دغه اواز اوس هم د خلکو په ستوني کې وچ شوی نه دی او تر ټاکنو مخکې به نور هم اوچت شي او زور به واخلي.
د ولس غوښتنه دا ده چې په لومړي قدم کې باید پخپله افغانان که هغه د افغان حکومت برخه دي او که د مخالف بهیر برخه، باید دغه بدلون ته بډې ووهي، د موضوع حساسیت ته ځیر شي او په دویم قدم کې نړیواله ټولنه باید په وازو سترګو او غوږونو د دې موضوع حساسیت ته پام واړوي او په غوڅه توګه د افغان سولې خبره د مېز سرته راکاږي او په سیمه کې د ناټو د شتون په هکله د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته ځواب ووايي.
امریکا ته به هم دا ډېره منصفانه او شریفانه وي چې په افغنستان کې جګړې ته پای ورکړي، د سیمې له هېوادونو سره د خپلو ستونزو د هواري په موخه مذاکرې ته کېني، افغانان د سولې او جرګې خلک دي، پر دوی دې باور وشي، انشالله په ښه او منصفانه توګه به د دوی او د سیمې هېوادونو ترمنځ ستونزې هوارې کړي.
هغه بدلون چې ولس یې د ټاکنو په احتمالي سبوتاژولو سره غواړي، سوله، پر افغان دولت د نړیوالې ټولنې، امریکې او نورو هېوادونو د نفوذ او اغېز کمول، په اساسي قانون کې تعدیلات او بدلونونه، د هېواد پر اقتصادي پلاټ فورم نوې کتنه، د ولسي اقتصاد پر بنا د یوه ولس شموله دولت او حکومت رامنځته کېدل، د وخت او ټکنالوژیکي بدلونونو مطابق پراخه ټولنیز اصلاحات، له دولتي ادراو د فاسدو چارواکو او فساد قلع او قمع کېدل، د سیمې او نړیوالو هېوادونو سره د دوستانه او ښه اړیکو جوړول او فعاله ډپلوماسي، له رکوده تحرک ته مخه کول، د یوه متحرک تولیدي اقتصاد او سیستم رامنځته کول، له ټکنالوژيکي حقوقو برخمن کېدل او نور بدلونونه.
دا ټول د دې ایجاب کوي، چې دا ځل د یوه معتبر نړیوال او سیمه ییز تضمین په لړ کې یو شفاف او خپلواک انتخابات رامنځته شي چې په پایله کې به ټول کارونه سم شي؛ ځکه اوس ټول تور او سپین پېژنې ډېر زده کوونکي او زدکړیالان لرو ډېر هېواد پال لرو او کم خرڅ شوي.
په همدې هیله