کور / راپور / ننګرهار چارواکي: د داعش نوی مالي مسؤول مو نيولی دی

ننګرهار چارواکي: د داعش نوی مالي مسؤول مو نيولی دی

د ننګرهار د ملي امنيت چارواکي وايي، په دغه ولايت کي يې د داعش وسلوالي ډلي مالي مسؤول نيولی دی.

د ملي امنيت په وينا دننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کي يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د داعش نوی ټاکل سوی مالي مسؤول نيولی دی.

د ملي امنيت اداره وايي، نیول سوی کس جاوید نومیږي،چس د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او د مګړۍ د پولي ها غاړي په حیات اباد سیمه کي میشت وو،چي څو ورځې وړاندي د داعش ډلې له لوري د ننګرهار په کچه د پیسو را ټولولو د نوي مسؤل په توګه ګمارل سوی وو.

بل خوا د يادي ادارې د چارواکو په وينا د ملي امنیت ځواکونو د ذ بیح الله په نوم یو بل کس چي د خوږیاڼو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او د مګړۍ په کابل کي میشت دی، هم نیولی دی .

د چارواکو په خبره نیول سوي کس د څو نورو ملګرو په ملتیا پلان درلوده،ترڅو په جلال اباد ښار کې په يو پېښه کي ژوبل سوی شخص  د ۶ سوه زره افغانیو په بدل کي ووژني،چي له اقدام وړاندې د ملي امنیت له لورې ونیول سو.

خو لاتراوسه داعش يا بلي وسلوالي ډلي په دې هکله څه نه دي ويلي.