کور / راپور / په هستوګن ځایونو کي د د پسټ بکسونو د نصب د پروسې پرانېسته وسوه

په هستوګن ځایونو کي د د پسټ بکسونو د نصب د پروسې پرانېسته وسوه

د مخابرتو او معلووماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي نن سه شنبه د ۱۳۹۷ کال د غوايي په ۱۸مه نېټه  د لومړي ځل لپاره په هستوګن ځایونو کي د پسټ بکسونو د لګولو پروسې پرانیسته وکړه.

د پسټ بکسونو د نصب د پروسې په پېل کې به ۱۰۰۰ پسټ بکسونه په امتحاني ډول د کابل ښا رپه مکرويانو کي لګول کېږي، چي پیل یې له څلورم مکریانو څخه وسو، وروسته به په تدريجي توګه په ټول کابل ښار، بیا مرکزي ولايتونو او بیا ټولو ولايتونو ته غځول کېږي.

د پسټ د نصب ګټه به دا وي چي هېوادوال به  په اسانه، خوندي او چټکه توګه  خپلو مراسلاتو او پستي کڅوړو ته لاسرسی ولري.

د مخابرتو او معلووماتي ټکنالوجۍ وزیر  شهزاد اریوبي نن وویل ،  پر دې سربېره په پام کي لرو چي  د خلکو او هېوادوالو لپاره د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د پسټ عصري او انلاين خدمتونو سيسټم هم ژر تر ژره فعال کړو.