کور / اسلامي / پر ولسي وګړو او مقدسو اماکنو باندې بریدونو لپاره توجیه نشته

پر ولسي وګړو او مقدسو اماکنو باندې بریدونو لپاره توجیه نشته

ليکنه: جیب پښتون

د افغانستان ۹۹ سلنه وګړي مسلمانان دي او په وروستۍ نیمه پېړۍ کې دې مومن او مجاهد ولس پدې هېواد کې د اسلام د مبارک دین د حاکمیت او بې دینیو د مخنیوي په خاطر د بې شمېره مادي قربانیو تر څنګ میلیونه وګړي شهیدان او ټپیان ورکړي دي.

اوس په افغانستان کې یو اسلامي نظام چې د خپلو ولسونو او نړیوالو ملاتړ له ځانه سره لري، ټېنګ دی او دلته ټول نافذ قوانین د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوي او د دې هېواد په اساسي قانون کې په ډېر صراحت او وضاحت دا تسجیل شوې ده، چې په افغانستان کې هيڅ قانون د محمدي شریعت خلاف نشي جوړیدای.

د افغانستان په محاکمو کې د افرادو او بنسټونو مسالې او قضایاوې د شرعي احکامو په رڼا کې حل و فصل کیږي  او د حق او قانون پر بناء د داسې فیصلې بېلګه نشته، چې هغه دې خدای مکړه د شریعت سره مخالفه صادره شوې وي.

هو! په اوسني وخت کې له ستونزو هم  انکار نشي کیدای، ښکاره ده چې دا ستونزې  په قضاء کې شته،  په اجراييه قوې کې شته او هم د ملت په کور کې شته، چې د دولت درېیم رکن يې جوړ کړی دی.

خو دا حقیقت د درک وړ دی، چې د ټولو موجودو ستونزو هغه اساسي او بنیادي لامل پدې هېواد کې روانه بدمرغه او تپل شوې جګړه ده، چې دا څلور لسیزې يې افغانان په ویر او ماتم اخته کړي دي.

په کوم هېواد کې چې جګړه وي، د خلکو ژوند خوندي نه وي او په هر چا د بې باوریو سیوری خور وي، هلته د قانون بشپړه واکمني او د ټولنې د وګړو لپاره په فردي او ټولنیز ژوند کې لازم ښه والۍ ناشونی دی.

د جګړې په شرایطو کې د وګړو تر منځ د عدل او انصاف ټېنګښت، ارام عبادت، د فساد د ډولونو له مینځه وړل، اهلو کسانو ته د چارو د واګو سپارل او نورې ښېګڼې ستونزمنې دي، خو که جنګ نه وي، باور موجود دی چې د هر څه د سمون لپاره ډېر څه ممکن دي.

پدې جګړه ځپلي هېواد کې د سولې ټېنګول او د مظلومو افغانانو اه و فریاد ته رسیدل د هر قشر او حتی فرد له رول پرته ستونزمن دي، خو موږ چې د عقیدې پر بنسټ د یوې اسلامي او د کلتور په لحاظ د یوې سنتي ټولنې اوسیدونکي یو، د ټولو کوچنیو او هېوادنیو مسایلو په حل و فصل کې د دیني عالمانو او قومي مخورو رول ټاکوونکی بولو او پدې باور یو چې هغوی پدې برخه کې ډېر څه کولی شي.

د افغانستان علماوو په زغرده پدې هېواد کې ځانمرګي بریدونه غندلي او هغه يې د اسلامي او انساني موازینو خلاف بللي دي.

جمهور رییس غني هم د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د یو شمېر دیني عالمانو سره په کتنه کې یو ځل بیا د انتحاري بریدونو په ناروا ګڼلو، فساد سره مبارزې او ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه د هېواد د علماوو دریځ ستایلی او ویلي يې دي،  چې په دغه برخه کې مو علما سرتاسري اجماع ته رسیدلي دي.

په افغانستان کې وروستي ځانمرګي بریدونه او چاودنې چې ملکي وګړي، ټولګټي تاسیسات، جوماتونه او نوم لیکنې مرکزونه په کې هدف وګرځیدل او زموږ د ګڼو ملکي او بې دفاع هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شول، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا له لوري د یو پرېکړه لیک د صادرولو په واسطه غندل شوي دي.

په پرېکړه لیک کې څرګنده شوې ده چې د علماوو سرتاسري شورا په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا شوي ځانمرګي او انفجاري بریدونه چې د خبریالانو په شمول زموږ د وطنوالو د شهادت لامل شول، غندي او دا د اسلامي او انساني موازینو خلاف بولي.

 د علماوو سرتاسري شورا په خپله اعلامیه کې له حکومت غوښتنه کړې، چې د مکافاتو او مجازاتو شرعي اصل ته په کتو دې فساد سره جدي او اغیزناکه مبارزه پيل کړي.

دغې شورا ټاکنې د اسلام د سپیڅلي دین له احکامو سره سمې وبللې او د یو مسلمان، متدین، ژمن او زړه خوږي انسان ټاکنه یې یو ستره دیني وجیبه او امانت بللي دي.

جمهوررئیس دیني عالمانو ته ډاډ ورکړی، چې حکومت فساد سره د جدي مبارزې او د ټاکنو د کېدو په برخه کې کلک هوډ  لري او هیله یې څرګنده کړې، چې د اندونیزیا د سولې په کنفرانس او نورو اسلامي ناستو کې به د هېواد د علماوو موقف د اسلامي نړۍ په کچه ښې لاسته راوړنې ولري.

علماء چې د اسلام د لوی پیغمر ص د ارشاداتو مطابق د انبیاوو وارثان او امت ته د هدایت د لارې مشالونه دي، پرېکړې او لارښوونې يې د ستر باور څخه برخمنې دي.

زموږ هیله او امید دادی چې په افغانستان کې د جګړې ښکیلې خواوې حقایق درک کړي او هغه اعمال چې د دوی نن او ابدي ژوند ته د عذاب او ګناه سبب جوړیږي ورڅخه ځانونه وساتي.

دوی باید په ټول بشریت او په ځانګړي ډول پر افغان مومن او متدین ولس زړه سوی ولري او پریږدي چې دا کړیدلی او دردیدلی ولس هم د ارام او هوساینې ساه واخلي.

و ما ذلِکَ عَلَی اللَّهِ بِعَزِیزٍ