کور / سياسي / په بهرنۍ پالیسي ژوره کتنه په کار ده!

په بهرنۍ پالیسي ژوره کتنه په کار ده!

لیکنه : محمدزمان ستانکزی

چاودنې او ډله ییز بریدونه هر کال د هوا په تودېدو سره زور اخلي، خو سږ کال کېسه بل ډول ده، طالبانو له وړاندې د خندق عملیات پیل کړي، او دې منځ کې د داعش په نوم سرزورې ډلې سر را پورته کړی او د ولس او حکومت ضد فعالیت لري.  وېره دا وه چې افغانستان نیابتي جګړه کې نه وي کېوتی، خو اوس کورنیو چارو وزیر وایی، هېواد نیابتي جګړه کې کېوتی دی.

که سړی استدلال وکړي چې کومې نیابتي جګړه کې، ممکن ډېرې پوښتنې ورته پیدا شي.

– د روس او امریکا په نیابتي جګړه کې

– د امریکا او ایران په نیابتي جګړه کې

– د چین او امریکا په نیابتي جګړه کې

– د پاکستان او هند په نیابتي جګړه کې او لسګونه داسې نور موارد دي چې سړی پرې فکر کولی شي.

په هر حال د غویی میاشت افغانستان ته ډېره ښه نه  وي، د غویی اوومه کمونستي کودتا او د داوود خان شهادت چې افغانستان کې یې غمېزې ته تر اوسه لار هواره کړې ده او جګړې دوام لري، وروسته د غویی اتمه  د مجاهدینو بریالیتوب او کابل کې د واک په سر تنظیمي او خونړۍ جګړې چې کابل او نورو ولایتونو کې یې د وینو رودونه وبهول.

روان کال کې د غویی لسمه په یوه ورځ د لسو خبریالانو شهادت چې دا هم د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې یوه توره او بده ورځ وه.

د غویی نولسمه چې کابل کې څو سیمو کې ځانمرګو ډله ییز بریدونه وکړل او بیا یې له امنیتي ځواکونو قرباني واخیستې.

ښه د کورنیو چارو وزیر وایی چې هېواد نیابتي جګړه کې کېوتی دی، دا کومه نوې خبره نه ده خو د یوه حکومتي چارواکي لخوا په دې تړاو سپینې خبرې د دقت وړ دي.

امریکا له ایران سره اټمي تړون چې ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د نورو ځواکمنو هېوادونو په شتون کې لاسلیک شوی و، فسخه کړ او له دې تړون ووت، ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې له تړونه د امریکا په وتو سره به په ایران سخت او جدي بندېزونه راشي، خو ایران توند غبرګون وښود، ایراني سیال یې حسن روحاني د ایران د اټمي انرژۍ ادارې ته امر وکړ چې د یورانیمو بډاینه بېرته پیل کړي، په همدې تحولاتو کې چې لا په دې قضیې نړیوال غبرګونونه نه و پای ته رسېدلي، کابل کې غبرګې چاودنې او ډله ییز بریدونه وشول او خلک بیا په وېره او وحشت کې ولوېدل.

افغان حکومت ته په کار ده چې خپل بهرني سیاست کې جدي کار وکړي، په خپلو بهرمیشتو دیپلوماتانو دې له سره کتنه وکړي، تنظیمي دیپلوماتان نور د افغانستان درد نه شي  تداوي کولی، حکومت چې دې کال کې سترو او برخلیک ټاکونکو ټاکنو ته مټې بډ وهلي، په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا او نورو متحدینو کې باید پیاوړې لابي ګري وکړي، په پاکستان د امریکا او نورو متحدینو فشارونه کولی شي، د جګړې بڼه بدله کړي، دې کال کې د سیمو د نیولو پر ځای ډېر تمرکز په ګڼ مېشتو سیمو او ښارونو کې په ډله ییزو بریدونو او چاودنو دی.

د دې تر څنګ چې دې ورځو کې بدخشان، بغلان او فاریاب کې څو ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوي دي، وسلوالو مخالفینو په ګڼ میشتو او ښاري سیمو کې د خلکو وېرولو لپاره جګړو ته زور ورکړی دی. څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې افغانان، حکومت او افغانستان دې کال کې له دوو سترو آزموینو سره مخامخ دی. دا دوه لویې  آزموینې څه دي؟

ټاکنې او سوله

ټاکنې د همدې حال د تلې په اته ویشتمه تر سره کېدونکي دي، حکومت یوه پیچلې پروسه پیل کړې او تر څنګ یې د الکترونیکي تذکرو وېش ته تیاری نیسي کومې تذکرې چې له وړاندې ولسمشر، لومړۍ میرمن، د کابینې ځینو وزیرانو د ملي شورا د دواړو خونو رییسانو، وکیلانو او نورو جګپوړو حکومتي چارواکو اخیستي دي. ټاکنې ډېرې مهمې دي او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تداماچي یاماماتو په خبره نړیواله ټولنه به  د بریالیو ټاکنو تر سره کېدو لپاره له افغان حکومت سره په خوا کې ودریږي.

سوله

سوله هم ډېره مهمه پروسه ده چې سږ کال باید رنګ راوړي، د جولای میاشت کې د عربستان په کوربه توب د اسلامي نړۍ یوه ستره غونډه جوړیږي چې مهمه مساله به یې د افغانستان په جګړه د دیني عالمانو بحث وي، دغه غونډه په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانوله غونډې څو میاشتې وروسته جوړیږي او د ځینو حکومتي سرچینو په وینا، پاکستاني دیني عالمان به دې ناسته کې د جګړې په مشروعیت یا نه مشروعیت فتوا ورنکړي یواځې به ووایی چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي، پاکستان مخکې هم ډېرې ښې او غوړې ژمنې ورکړي خو برعکس عمل شوی، که پاکستان ښې خبرې وکړې، کړنې به یې ضرور خرابه وي، او حکومت ته نور په کار ده چې دې برخه کې هر اړخیز سیاست جوړ کړي، یو داسې سیاست چې په سیمه ییزو مسایلو کې د پاکستان رول ډپ شوی وي، روس ته باید په هره ذریعه چې کیږي، دا موقع ورنکړل شي، چې پاکستان سره د ملګرتیا تار وځغلوي، د هند او روسیې له ژورو اړیکو په ګټنې سره باید په پاکستان د مسکو له لارې د ترهګرو د ملاتړ پرېښودو فشار راوړل شي، په لنډو کې  که ووایو افغان حکومت ته په کار ده چې له امریکا او نورو متحدینو سره د نږدې اړیکو جوړولو تر څنګ د سیمې له هېوادونو سره هم نږدې اړیکې جوړې او وپالي.