کور / سياسي / سوله د افغانانو ستره هیله

سوله د افغانانو ستره هیله

ليکنه: ا- ځواک

سوله د بشر ستره اړتیا؛ سوله سکون د هر ژوندي حتی غیر ژوندي هیله  او د بشر د پرمختګ اصل؛ همدا شان زما په فکر د دوښمن پرمخ درنده څپیړه؛ خو دا به هله شونې وي چې د هېواد پالنې روحیه غښتلې شي؛ ځکه هېواد د مور حیثیت لري او مور وژل او هغې ته په سپکه سترګه کتل په دین او قانون کې نشته.

که په سوله هر څومره خبرې وشي بیا به هم کافي نه وي؛ ځکه چې سوله د الله جل جلاله خوښه ده او په دې هکله یې بشر ته امر کړی؛ د هغه د خوږ پیغامبر حضرت محمد صلي الله علیه وسلم خوښه ده او په دې هکله یې ډېرې کړاوونه او لارښوونې کړي دي او د سولې په هکله هره ورځ دیني علما ډېرې لارښونې او هڅونې کړې دي؛ نو موږ ته هم په کار ده چې په دې نقش قدم باندې قدم کېږدو او د خپل وس په اندازه دا نیک کار ته مټې بډ وهو؛ که هغه په هره کچه وي او له شک پرته به الله جل جلاله ورته اجر او ثواب په دواړو دارینو ور نصیب کړي

دا څه موده وړاندې تر دولسو سوو ډېرو پاکستاني علماو ځان وژونه ناروا عمل وباله او د پاکستان ولسمشر دا کار د پاکستان د پرخمتګ او د امنیت په ټیکاو کې رغنده او بې ساری کار وباله.

پاکستاني یو شعار لري او وایي چې سب سی پهله پاکستان؛ داسې نه وایي چې تر ټولو مخکې ایمان او یا غیرت او مذهب؛ نو زه فکر کړم چې دې شعار دوی ته ډېره ګټه رسولې؛ ځکه خو خلک په هر ناروا عمل سترګې پټوي؛ نه څوک سینما په بمونو الوزوي په داسې حال کې چې په سینما کې بربنډ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، نه څوک د فحاشۍ د مرکزونه د فعالیتونو مخنوی کوي دا هم په داسې حال کې چې دا د فحاشي مرکزونه په ښکاره په پاکستان کې فعالیت کوي او همدا شان نه څوک د چا پر دین او مذهب کار لري او نه څوک د چا په لوڅو او داسې برنډو جامو چې ورته ځیر شې ټول بدن یې ترې ښکاري او نه څوک له خپله جېبه فتوا ورکوي؛ ځکه هغوی وایي چې فتوا د هر چا کار نه دی او د هر چا په جېب کې باید پرته نه وي؛ خو زموږ په ګران افغانستان کې که داسې کارونه وشي خدای خبر چې څه به وشي څومره فتوایې به صادرې شي او بل خوا دا وسله والې ډلې بیا په داسې حال کې چې ټولې دنیا ته خصوصاً په خپله زیاترو مخالفو وسله والو ته دا معلومه ده چې دا وسله وال اکثر ټپیان په پاکستان کې تداوي کېږي او اکثر مخالف وسله وال د پاکستان د آی ایس آی استخبارتي کړي له خوا تنظیم او تربیه کېږي؛ نو که د هېواد پالنې روحیه لږ هم په دې کسانو غښتلې وای؛ نو هېڅکه به یې دې پاکې خاورې چې د مور حیثیت لري د ورانولو او یا د دې خاورې بچی په بمونو نه وای الوزلي؛ زه خو دا وایم چې د هېچا وژل له کره ثبوت او کره شواهدو په حقیقت کې ناروا عمل دی خصوصاً په دې هکله الله جل جلاله وایي چې د یوه بې ګناه انسان وژل د ټول بشر د وژلو په معنی دی؛ نو بیا ولې د الله جل جلاله دا ښکاره دلیل ته درناوی نه کېږي او بله خبره دا چې هر هېواد ملي ځواکونو ته اړتیا لري؛ نو بیا ولې دا ځواکنه ووژل شي، دا ځواکونه خو له محمد اشرف غني وروسته که هر واکمن راشي که هغه طالب وي او که احمد یا محمود وي دا ځواکونه به د همدې ملک  د سرحدونو ساتنه کوي د پاکستاني یرغل په مخکې به لومړي دوی سپر وي او همدا شان د ملک او خاورې ساتندویان یادېږي؛ نو بیا ولې دوی ووژل شي او یا د دوی د وژولو پر ځای ولې سوله غوره نه شي؛ نو آیا د سولې له برکته به مو پرمختګ او تعلیم او هغه څه چې نن سبا کې له هر څه ډېره ورته اړتیا لیدل کېږي برخمن نه کړي او تر ټولو غوره خبره دا چې آیا د سولې له راتلو سره به الله جل جلاله خوښ نه شي چې له شک پرته به الله جل جلاله خوښ شي ځکه الله جل جلاله سوله خوښوي او د دې ځوریدلي ملت ویرجنې میندې، خویندې او یتمان به خوښ نه شي او د پرمختګ زمینه به ورته برابره نه شي چې له شک پرته به دا ټول وشي؛ نو که خبره سپینه وکړو په هر قیمت چې وي باید سوله وشي موږ له سولې پرته بله هېڅ د خلاصون لار نه لرو؛ نو که سوله ونه شي په هېواد کې د نورو هېوادونو استخابارتي کړۍ ورځ تر بلې غښتلې شي او کېدای شي نورې وسله والې ډلې لکه داعش خپل فعالیتونه غښتلي کړي وینې توېدنه به زیاته شي یعنی له کوم شي چې الله جل جلاله ډېره بده مني او په پایله کې به دې خدای رحمت پر موږ بند شي، مرضونو – ناروغۍ د بارتو له امله ورځ تر بلې زیات شي او ګاونډیو ته به احتیاج او ضرورت زیات شي، خصوصاً هغو ګاونډیو ته چې هلته هر ناروا عمل په ښکاره تر سره کېږي په دې هېوادونو کې به د افغانانو انساني کرامت نور هم تر پښو لاندې شي هغه انسان چې هغه ته الله جل جلاله اشرف المخلاقات ویلي دی او د یوه انسان دپاره یې 260 ملایکې مقررې کړي دي چې د هغه ساتنه وکړي دا ګاونډی ایران به بیا ورته د افغان کثافت خطاب کوي او د لعنتي خطاب کوي په داسې حال کې چې لعنت له شیطان پرته پر انسان هېڅ شریعي جواز نه لري او دې ته ورته نور ډېر القاب او بې احترامي سره به مخ شو او همغه د هندو ستړي او خدای نارضا کانه به راباندې وشي او د سولې له ستر نعمت به محروم پاته شو؛ نور به هم بدبخت او تباه شو؛ نو ځکه سوله د ټولو ژوندیو موجوداتو اړیتا او د ټولو افغانانو ستره هیله ده او الله مو دې نصیب کړي تر څو د پردیو له شره په امان شو او د یوه ښه او ښیرازه ژوند خاوندان شو.