کور / راپور / ټرمپ : که ايران د اټومي وسلو پروګرام بيا پيل کړ د سختو عواقبو سره به مخ سي

ټرمپ : که ايران د اټومي وسلو پروګرام بيا پيل کړ د سختو عواقبو سره به مخ سي

ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د ايران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي پروګرام له تړونه وځي.

همدارنګه ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړ، که ايران بيا د اټومي وسلو دپروګرام کار پيل کړي د سختو عواقبو سره به مخ سي.

نوموړي خبريالانو ته وويل: “زه ایران ته توصیه کوم چي خپل اټمي پروګرام بيا پيل  نه ‎ کړي. زه دوی ته په کلکه داسپارښتنه کوم. که یې چېري داسې وکړل، نو له سختو عواقبو سره به مخ سي.”

د ايران سره د امريکا دا تړون په ۲۰۱۵ کال کي وسو، چي له مخي به يې ايران د هستوي انرژۍ د غني کولو هڅي دروي او په مقابل کي به امريکا له ايران څخه يوڅه اقتصادي او سياسي بنديزونه ليري کوي.

خو ددې تړون سره د ټرمپ مخالفت دده د کمپاين يوه برخه وه او ويل يې د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې تړون سره غټه تېروتنه کړې ده.

بل خوا د ايران مذهبي مشر أيت الله علي خامنه اي ويلي، ټرمپ په خپلو خبرو کي درواغ وايي، د ايران حکومت ته يې ګواښ کړی چي دا به وسي ها به وسي، زه د ايراني اولس په استازيتوب وايم، چي ښاغلې ټرمپه ! تاسو تېروتنه کوئ.

روسيې، فرانسې او جرمني د ټرمپ پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې ده او دايې يو تېروتنه بللې ده.