کور / اقتصادي / په امريکا کي افغان سفير د ۲۰۱۸ کال د غوره ځوان رهبرانو په ډله کي شامل شو

په امريکا کي افغان سفير د ۲۰۱۸ کال د غوره ځوان رهبرانو په ډله کي شامل شو

په امریکا متحدو ایالتونو کې افغان سفیر ډاکټر حمدالله محب د ۲۰۱۸ کال د نړۍ د ځوانو رهبرانو په ډله کې غوره شوی دی. ډاکټر محب د اقتصاد د نړیوالې ټولنې “World Economic Forum” له خوا په دوه زره و اتلسم میلادي کال کې د هغو سلو تاثیر ګذاره رهبرانو په ډله کې شامل شوی چې په خپلو اوړندو کاري څانګو کې یې د پام وړ بریاوي درلودلي دي.

په دې لست کې ځوان راهبران د خپلو غوره لاسته راوړنو او زحماتو له امله د نړۍ په دې معتبر لست غوره کیږي. ډاکټر حمدالله محب په واشنګټن کې د افغانستان ځوان سفیر دی چې د خپل کار په موده کې یې د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پیاوړتیا سربیره د نړیوالو روابطو په برخه کې ارزښتمن کارونه کړي او د ګڼو بنسټونو له خوا ستایل شوی هم دی.

د اقتصاد نړیواله ټولنه “World Economic Forum” معمولا سل تنه وتلي سیاستوال، هنرمندان، سوداګر، د عامه خدمتونو ، تکنالوژۍ او اجتماعي برخې وتلي څیرې د دوی د اغیزمنو کارونو له امله دې لست ته غوره کوي.

د نړۍ دا ځوان رهبران به د یوه پنځه کلن پروګرام په چوکاټ کې د یادې ټولنې د غړو په توګه د ګڼو تخصصي مسایلو تر څنګ د رهبریت پر لا اغزمنتوب کار وکړي.

یاده ټولنه ځوان رهبران، د غوره کار، ستونزو هواري ته د نوښتګر فکر درلودلو، د فرهنګونو د نږدې کولو او د دولت ، مدني ټولنې او سوداګریزې ټولنې ترمنځ د اړیکو د رامنځ ته کولو له امله غوره کوي.