کور / راپور / د پارلماني انتخاباتو لپاره د نومليکني پروسه يوه مياشت نوره هم وغځېده

د پارلماني انتخاباتو لپاره د نومليکني پروسه يوه مياشت نوره هم وغځېده

د ټاکنو خپلواک کمېسون په ښارونو کي د پارلماني ټاکنو لپاره د نومليکني پروسه تر يوې مياشتي پوري نوره وغځول.

د مهال وېش له مخي بايد په راتلونکو درو ورځو کي د ولايتونو په مرکزونو کي د نوم ليکني بهير پای ته رسېدلی وای، خو اوس دا بهير تر يوې بلي مياشتي پوري وغځېدی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسون کمېشنر رفيع الله بيدار وايي، چي د نومليکني پروسه په لومړيو کي ډېره ټکنۍ وه او زموږ څېړنو وښودل چي د ۳۴ ولاياتو په مرکزونو او ولسواليو کي دا پروسه نوره هم وغځوو.

نوموړي دا هم وويل،  يواځي د نومليکني د بهير وخت غځېدلی دی او ټاکني به پر خپل وخت کېږي.

له يوې مياشتي راهيسته د ولاياتو په مرکزونو کي د نومليکني پروسه پيل سوې ده او تردامهاله يو نيم مليون کسانو نومليکنه کړې ده.

افغان حکومت تمه لري چي د ولايتي شوراګانو او پارلماني انتخاباتو لپاره به شاوخوا ۱۰ مليونه کسان نومليکنه وکړي، خو تراوسه د توقع خلاف دا چاره ټکنۍ ده.

شنونکي وايي، په دې پروسه کي د خلګو د نه لېوالتيا لامل امنيتي ستونزي دي. او په ناامنه سيمو کي د هغه خلګو پر وړاندي ګواښونه متوجه دي چي پر پېژندپاڼو يې سټيکرونه وهل سوي وي.

ولسمشر اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسون ته سپارښتنه کړې ده چي پر پېژندپاڼه د سټېکر وهلو پر بديل دي غور وکړي.