چارواکي: په هوايي بريدونوو کي ۳۳ وسلوال طالبان وژل سوي دي
Aziz Rahman Hazim
افغان چارواکي وايي، چي د پکتيا په ولايت کي يې د طالبانو پر مهمو مرکزونو بمباري کړې او ۳۳ وسلوال طالبان يې وژلي او ۱۴ نور يې ژوبل کړي دی.
د چارواکو په وينا، وسلوال طالبان د ډېورنډ کرښي له ها غاړي را اوښتي وو او غوښتل يې چي د لوګر ولايت په ازره او د ننګرهار په حصارک ولسواليو کي مېشت سي، چي د افغان ځواکونو د مالوماتو له مخي ورباندي هوايي بريدونه وسول او د طالب مشرانو په ګډون يې ۳۳ وسلوال ووژل.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد پخلی کوي او وايي، چي په دې بريد کي ددوی پنځه غړي وژل سوي او اووه نور ژوبل دي.
افغانستان ادعا کوي چي وسلوال طالبان د پاکستان د حکومت او استخباراتو په مرسته د ډېورنډ پولي له ها غاړي را اوړي او په افغانستان کي بريدونه ترسره کوي، نړيواله ټولنه او امريکا هم پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورنوي او ډېرو هيوادونو په دې برخه کي پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده .
په دې وروستيو کي په افغانستان کي د طالب وسلوالو بريدونو زور اخيستی دی او د پلازمېني کابل په ګډون يې په ګڼو ولايتونو کي مرګوني حملې کړي دي.تېره اونۍ کابل د خونړيو بريدونو شاهد وو چي د خبريالانو په ګډون په کي لسګونه ملکي وګړي ووژل سوه او ګڼ نور پکي ژوبل سوه.
تېره ورځ هم په کابل کي د ۱۳ مي حوزې په ګډون پر ځينو نورو سيمو ځانمرګي بريدونه وسوه چي د ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړه او د چارواکو په وينا ډېری مرګژوبله ملکي وګړو ته وراوښتې ده.
په کابل کي د پرون ورځي دوه بريده طالب وسلوالو پر غاړه واخيسته او د يوه بريد پړه داعش ومنل.