کور / راپور / اسرائيلو په سوريه کي د ايران پر نظامي تاسيساتو هوايي بريدونه کړي دي

اسرائيلو په سوريه کي د ايران پر نظامي تاسيساتو هوايي بريدونه کړي دي

اسرائيلو پر سوريې هوايي بريدونه کړي  او ګڼ پوځي تاسيسات يې په نښه کړي دي.

وروسته ترهغه چي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران سره د اټومي پروګرام پر سر د سوي توافقنامي څخه د امريکا د وتلو اعلان وکړ، سمدلاسه په سوريه کي د ايران او اسرائيلو ترمنځّ توغنديز بريدونه تبادله سوي دي.

د اسرائيلو له لوري دا بريدونه د پرون ورځي د هغه توغنديزو بريدونو په ځواب کي دي چي د اسرائيلو په وينا د ايران لخوا د سوريې له خاوري پردوی توغول سوي وه.

پرون اسرائيلو وويل چي د ايران د انقلابي ګارډ لخوا يې پرخاوره ۱۲ راکټي بريدونه ترسره سوي چي ټول هدف ته له رسېدو وړاندي خنثا سوي دي. خو د سوريې حکومت وويل چي دا بريدونه دوی کړي دي او د تېري مياشتي د بريدونو په غبرګون کي چي اسرائيلو د سوريې پر خاوره وکړ يو ځواب دی.

اسرائيل وايي، د نن ماښام بريدونه يې په سوريه کي د ايران د انقلابي ګارډ پر قرارګاوو کړي دي او ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړې ده.چي په دې کي يې د  وسلو زيرمتونونه او د استخباراتو مرکزونه په نښه کړي دي.

خو د سوريې حکومت وايي دوی د اسرائيلو بريدونه شنډ کړي دي او په دې ګڼو بريدونو کي يواځي درې ملکي وګړي د حمص په جنوب کي  وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي.

دا په سوريه کي د کورنۍ جګړې له پيل راهيسي  د اسرائيلو ترټولو درانه بريدونه دي.

په تېر اپرېل مياشت کي هم اسرائيلو د ايران د بې پېلوټه الوتکي د بريد په غبرګون کي په سوريه کي د ايران پر نظامي تاسيساتو هوايي بريدونه وکړه چي اووه ايراني نظاميان يې ووژل او ګڼ نور يې ژوبل کړه.

همداراز نن سهار د اسرائيلو دفاع وزير افيدور لبرمان ايران ته ګواښ وکړ او ويې ويل، چي که په اسرائيلو کي اورښت وسي ايران به يې په اوبو غرق سي. نوموړي په خپلو خبرو کي وويل، هيله لرم چي نور دا څپرکی وتړو، او زموږ پېغام به ټولو ته رسېدلی يي.

دشنونکو په اند دايران او اسرائيلو تازه شخړي  په سيمه کي د تاوتريخوالي نوې څپه ده چي په دې سره به سيمه  ټوله وګواښي.