کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتنو خاوره د ریاستي ترورایزم په منګلو کي

د پښتنو خاوره د ریاستي ترورایزم په منګلو کي

عصمت الله زهیر

۱۹۸۰ء له لسیزو د پښتنو پرمستعمره خاوره یوه ړنده جګړه تپل سوې ده چي هغه مهال  د پاکستان  څارګرو ادارو پو ځي سټبلشمنټ  Establishmentشعوراً دا غوښتو چي ملي او مترقي مبارزه شنډه او نظریاتي ( افغانستان پلوه) نظریاتي وګړي د تشدد له لاري اهل کړي  ، نو یې د کلاشنکوف او مافیا ډلي وروزلې، جهادي لښکري یې پیاوړي کړې ، په سیمه کې د وینو او لمبو ناروا لوبه  په ډېره بې شرمي سره توده وساتله ، غېر سیاسي او استخباراتي عناصرو په شریکه خونریز پلانونه عملي کول هم یې د افغانستان د ړنګولو دسیسې ګړندۍ کولې …

د مذهب په نوم یې انسان وژونکو ډلو ته دومره مرعات ورکړي وو ، دومره یې چاغ کړي  او خود سر ګرځولي وو چي چیري به یې زړه وغوښتو ( سهېلي پښتونخوا کي ) قام پرست، او مترقي ځوانان  او سیاستمداران یې په هدفي وژنو کي په وژل هم به یې په تښتول خلګ خو ډاریدلي وو ځکه چي خلګوته دا روښانه وه چي څارګري او پوځي ادارې یې سرپرستي کوي  …

څارګرو او پوځي ادارو دا ټول ناولی پلان  د مذهب په نوم عملي کولو لاکن  په واقعیت کي یې د افغانستان په ضد یوه نااعلان سوې ړنده جګړه پر مخ بیوله ، په خصوصیت سره د ډاکټرنجیب الله تر مرګ وروسته دا د وحشت او ډار فضا دومره تُنده او خونریزه وګرځول سوه  چي د غټو منصبدارو، ډاکټرانو، تاجرانو او دانشورو تښتول یو ګټور کاروبار  وپامول سو…

په مستعمره سیمو کي کلاشنکوف  او  هیروین کلتور ( د څارګرو او پوځي ادارو لخوا) دود ګرځول  دمترقي ، قام پرست سیاستمدارو په لوی تاوان تمام سو  د مترقي سیاست تش ځای یې په  ریاستي تندرویه مذهبي ډلو ډک کړو …

د دې استخباراتي جګړې موخه هم دا وه چي قام پرست، مترقي قوتونه مات کړي ، غلي یې کړي ، د مقاومت له توان یې واچوي او په چاڼ، چاڼ هغه ډلي او فکرونه له منځه یوسي چي هدف یې لوی افغانستان او د پښتونستان ملي مبارزه وي …

مکار او چالاک دښمن پخپلو ناولو دسیسو کي کامیاب سو په  اروایي توګه د خلګو پر ذهنونو لکه خپسکی وغوړیدی ، په خلګو کې یو وام ، یو ډار او یو ډول اروایي ناقراري را پیدا کړه ، هیڅ یو سیاسي قوت هم دا جرات کولی نسو چي د څارګرو او پوځي ادارو په وړاندي دي د دوی د ناروا کړونو او وحشتونو په خلاف مقاومت وکړي ( خصوصاً چي په افغانستان کي طالب شاهي وه )  هم دا د وام او ډار خاموشي او سیاسي بې اعتباري وه چي په سیمه کي تلاشۍ او بې عزتۍ رواني سوې ، ځنځیرونه ولویدل، د پښتنو سپکول  او ډبول پیل سو …

نور خو نور پر دې ځنځیرونو د پښتنو میرمنو تلاشۍ هم شروع سوې ، د ګزمې ( ګښت)  په نوم د پښتنو د کلیوالو سیمو سره ظلمونه او ناروا پیل سوې ، خپلو کلو او کورونو ته تګ هم د دوئ په اجازه سو …

دې څارګرۍ او نارواګرۍ خلګ دومره تر خپل وحشت او ډار لاندي کړو چي د دوئ زورګیرۍ یادول هم خلګو په خپل منځ کي شجر ممنوعه پامولي وو، پر لویو لارو پښتانه سپکول، په سوادارو خلګو د سړک په منځ کي غوږونه نیول  پر ګام، ګام څو ،څو واري له موټرانو راکښته کول ، حیرانونکي پوښتني کول …

هرنایي، خوست، ښاهرګي په سیمو کي د خلګو روغ د سکرو الجونه قبضه کول یا یې  ناروا ټیکسونه ورباندي ولګول ، د لوڼي د شاوخوا د سیمو ماربل او نوري قدرتي شتمنیو باندې هم خیټه واچوله …

زموږ سیاسي ګوندونو که په پیل کي د ریاستي ترهګرۍ مزاحمت کړی وای ولس به داسي ډلي ، دلي ( د پښتون ژغورني غورځنګ ) په ملاتړ ور مات سوی نه وای …

د ولس په بیداري او رهبري کي د سیاسي او قامي تحریک پیروي دا جوتوي چي پښتون سیاستمدارو د قام د  اساسي مهمو ستونځو سترګي پټي کړي وې …

د پښتون ژغورني غورځنګ ريښې په پښتني خاوره کي پیوست دي کوم خلایي مخلوقات خو نه دي ، سرچینه یې د ریاست جبر او ریاستي ترهګرۍ رټلي محکوم پښتانه دي چي څارګرو او پوځي ادارو ځورولي هم بې کوره کړي دي  …

څارګرو او پوځي ادارو په شعوري توګه روغه سهېلي پښتونخوا د ریاستي جهاد او د افغانستان سره د لرغوني د ښمنۍ د غچ په لیونتوب کي د اور  بټۍ د وینو چینه وګرځوله ، هغه تنخوا دار او ( کارډ) لرونکي پښتانه چي د د خپلو کارمندانو ( افرادي قوت) په توګه یا د وسلې د پلورونکو په توګه استعمال کړل د  جهادي جګړي  ورسته یې په قبایلي او کورنیو جګړو وګمارل یا یې قبیلوي ډلي په جوړي کړې چي په نوي دام کي سیاسي ، ملي او مترقي ګوندونه او سیاسي فعالین په نوو مشکلاتو کي راګېر کړي …

دا یو تریخ حقیقت دی په کار دی وویل سي چي څه مهال ولس ریاستي او استخباراتي ترهګرو محاصره کړی او د مقاومت( مزاحمت) ږغ یې په ستوني کي ورخپه کړی وو زموږ سیاسي ګوندونو ته خاموشي لازم نه وه په کار  

اوس هم د پښتنو د اساسي مهمو ستونځو د نجات نسخه پارلماني سیاست پامول او د پاکستان د زورور پارلمان څخه د پښتنو د سیالۍ او د پښتنو د حق غوښتل  ناممکن ښکاري ځکه په پارلمان کي اکثریت د پنجاب دی او پنجاب پښتون خپلواک او سیال لیدل غواړي ؟

زموږ سیاستمدارو په ولس کي په غېرمحسوس انداز ( شعوري هم کېدلی سي ) د ریاستي ترهګرۍ ، د څارګرو ادارو د وحشت او خونخوارۍ او د پوځ د طاقت او قوت کیسې به په غېر محسوس انداز خپرولې ، یو ډول په ویاړ به له خلګو وپوښتل سو …

٫٫ پښتون د لس لکه  مضبوط او  په عصریزو وسلو سنبال  پیاوړي پوځ مقابله کولی سي ؟،،

غاصب او قبضه ګرو قوتونو په هرکلي او ګودر کي خپل تنخوا دار ، بدکردار او ورانکار سړي را پيدا کړل کمپونه او درې یې په ډکي کړې ( تېر کال د پښین  ډب خانزۍ په سیمه کې داسي یوه دره هوایي بمبار کړه  ، ځایي خلګ وایي تر دې وړاندي دره کي استوګنو ورانکارو لپاره د هم دغه هوایي طیارو له لاري خوارکي توکي او وسلې انتقالیدلې وروسته به افغانستان کي ورانکارۍ لپاره د هم دې درې  ٫٫پښین کړی،، لیږل کېدل )  خو په ډطره لازمه او منظمه توګه یې د نشي توکو( منشیات)  تجارت ته زیاته وده ورکړه هم یې هغه قبایلي او غېر سیاسي افراد او ډلي پکي راښکیل کړل چي تر دې وړاندي یې په  خونریزو قبیلوي جګړو کي ازمولي وو  خو دا وار یې په خصوصیت سره د پښتون ځوان  ، لوستی  او بیدار فکره  کهول یې  په ورته په نخښه کړو او دا ناولی کار وبار  اوس هم د پښتونخوا په هر ښار او کلي کي ښه په درز  سره روان دی …

د وږي ، تږي او ریاستي ترهګرۍ او ټوپکسلارۍ ځورولي او ډارولي ولس پر نفسیاتو د سیاستمدارو او قاچاقبرو پراخ او رنګین موټران ، دنګي بنګلې ، درني او لوی میلمستاوي منقي اغېز خو به کوي د  محرومیت او غلامۍ احساس خو به را پاروي …

سیاسي مصلحت د قامي پاڅون په لار ه کي  ځکه ارزښتمن ثابت نسو چي د پښتون قام د بقا ، د پښتنې خاوري د شتمنیو د ژغورلو اساسي سوال را منځ ته سوی دی ټول په یوه خوله وایي چي دا هر څه ورانکارو ، څارګرو او پوځي ادارو په شریکه وکړو نو  په کوم سیاسي دلیل او جواز  به  د داسي خونخوارو ،ورانکارو  پلوي کوو او ګوندیزو اعلامیو کي د څارګرو او پوځي ادارو د کارمندانو  د ستایلو راګونه به وایو؟

د پښتون ژغورني غورځنګ د ټولو پښتنو اجتماعي غورځنګ دی ځکه چي پښتانه په وزیرستان کي دي که په بنو کي دي ، او که  په سهېلي پښتونخوا کي دي یو شان د ریاستي ترهګرۍ ښکار ،  د څارګرو د استخباراتي جبر  خوني  منګلو  ته لویدلي دي  او  د پښتون ژغورني غورځنګ د ملي نجات تحریک ورته ښکاره سو ځکه په ډلو ، ډلو پښتنو یې ملاتړ وکړو هم یې  د ریاستي  ترورایزم او ترهګرۍ څخه د خلاصون  لار پاموي .