کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبهسود كشاله كه حل نسي نو….

دبهسود كشاله كه حل نسي نو….

دميدان ورګوولايت دبهسود ولسوالۍ داوسيدونكواوكوچيانوترمنځ دمځكي پرسرله تيرودووكلونوراپه ديخواراولاړه لانجه په دي وروستيوكي ترجګړي ، ديوبل كورونوسوځولواويوبل تښتونوپوري رسيدلي ده.


تراوسه څوواره دكوچيانواوځايايي هزاره ګانوترمنځ جګړي سوي اود۱۳۸۶كال دميزان پر۲۲ نيټه په دي ولسوالي كي دكوچيانوله خواداستوګني ځيني كورونه هم سوځول سوي اودسيمي دخلګوپه ويناسلګونه كورنۍ له سيمي څخه وتلي اودتاوتريخوالي له امله دكورنوپريښوولوته اړسوي دي .


دكوچيانواوبهسودميشتوهزاره ګانوترمنځ دتاوتريخوالي له امله دمركزكابل په ګډون په باميانواويوشميرنوروولايتونوكي لاريونونه هم سوي چې ځيني يي دځايانواوځيني يي بيا دكوچيانوپه پلوۍ ترسره سوي .


په ولسي جرګه كي هم ددي كشالي پرسردوكيلانوترمنځ تودي خوتوندي خبري سوي ان ترهغي چي ديوڅه وخت لپاره دجرګي يوشميرغړي دكوچيانوداستازي دترخوخبروله امله داعتصاب په توګه له جرګي پاته سوي ووخووروسته بيرته خوشاله سول.


دبهسودځايان وايي دوي ددغي سيمي پخواني استوګن دي اوپركوچيانوتورلګوي چې ګواكي په زوره يي ددوي مځكي غصب كړي خوكوچيان بيالانجمني مځكي خپل ملكيت بولي اودعوه كوي چې له دوي سره يي قبالي اواسنادسته .


په داسي حال كي چي حكومت له ډيروجدي بهرنيوستونزوسره لاس اوګريوان دي دكتونكوپه اند په هيواد دننه دكوچيانواوهزاره ځايانوترمنځ روانه كشاله كه پرسردوخت حل نسي كيداي سي په يوه لوي ناورين واوړي .


همدااوس ددغي سيمي دواړه مخالف لوري په وسلوسمبال سوي اود هري ورځي په تيريدوسره ديوه لوي انساني ناورين دپيښيدواحتمال سته.


دافغانستان تيراواوسني سياسي وضعيت ته په پام سره ښايي جوته وي چي ددي معضلي په پراخيدواوورته په پوككه كي بهرني لاسونه سته اوكه پروخت حل نسي نودافغانستان اوافغانانودښمنان ښايي له دي كمزورۍ څخه ګټه پورته كړي .


دبهرنيانوپه ګوتوهنه دتيروديرشوكلونودجګړو اوتاوتريخوالي په ترڅ كي دقومونواونژادونوترمنځ ګڼي تربګنۍ اودښمنۍ پاته دي چي ايله اوس يوڅه سړې سوي اوكه خداي مه كړي يوځل بيادګاونډيانولاس ورته برابرسو نودوينوويالې به وبهيږي .


ځكه ايران اوپاكستان خودي ته پاخه ناست دي چي په يوډول نه يوډول افغان حكومت كمزوري كړي اوپه افغانستان كي تاوتريخوالى زيات كړي .


خوله دي هرڅه سره سره بياهم حكومت دغسي يوي جدي موضوع ته چنداني پام كړي ، اودخپل عادت له مخي يي يوازي دكميسيونونوپه جوړولوبسنه كړي چې ددي ماناښايي داوي چي ياخوحكومت تردي زيات څه كولاي نسي اوياداچي نه غواړي داموضوع حل كړي.



داسي ښكاري چې مركزي حكومت  دي مسئلې ته په بي طرفه ډول نه ګوري بلكي په حكومت كي ددننه ځيني لوړپوړي ياخودبهرنيانوپه لاسوهنه اويادخپلي ناپوهۍ له امله له دي مسئلي سره قومي چال چلندكوي .


ولسي جرګه چې دافغانستان دټولوخلګواوقومونوبلكي دافغان ملت استازې مرجع ګڼل كيږي هم په دي نه ده توانيدلي چې دقانون په رڼاكي دواړي غاړي قانع كړي اوكشالي ته دپايته ټكى كښيږدي.


لامل يي دادى چې دولسي جرګي غړي ځانونه دټول افغان ملت استازي نه بلكي يوازي دخپلوقومونواستازي ګڼي ، دكوچيانواستازي هڅه كوي كه هرڅه وي دكوچيانوپلوي وكړي اوهزاره وكيلان بياځانونه دهزارګانوپه پلوي اړبولي ، په داسي حال كي چې بايددملت استازي دغه ډول محدود فكرونه له ځانونوسره ونه لري .


داسي اوازي دي چې ګوندي دولسمشركرزي اودهغه ددويم مرستيال ښاغلي خليلي ترمنځ هم ددي مسئلي له امله  اړيكي خړي پړي سوي اودوحدت ګوند مشراودولسي جرګي دغړي حاجي محمد محقق په اړه هم ويل كيږي چي له څوورڅوراپه ديخوايي دنه خوړوپه اعتصاب لاس پوري كړي اوله دولته يي غوښتي چي دي كشالي ته دپاي تكى كښيږدي .


كوچيان اوبهسود ځايي خلګ دواړه افغانان  دي اوددي خاوري استوګن دي ، په هغه صورت كي چي دواړه لوري قانون ته غاړه كښيږدي ، دپرديوپه نغوتوعمل ونه كړي ، دولسي جرګي غړي ، قومي مشران ، سپين ږيري اودولتي چارواكي پرته له دي چې په يوه لوري كي ځانونه واقع كړي دستونزي په هواري لاس پركارسي ، ښايي داستونزه ډيره ژرهواره سي .


خوكه داستونزه جدي ونه ګڼل سي ، قومي مشران اوولسي استازي ځانونه په يوه اوبله پله كي واچوي اوخداي مه كړه هغه بهرنيان چي تياردغه ډول يوي ناخوالي ته ناست دي، دي كشالي ته ورسږي نوبيابه اوبه ترورخ تيري  اوستونزه به له هواري ووزي .