کور / #PTM / منظور پښتين ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي په الوتکه کي کراچي ته ولاړ سي

منظور پښتين ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي په الوتکه کي کراچي ته ولاړ سي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين ته اجازه نه ده ورکول سوې چي له اسلام اباد هوايي ډګره کراچي ته په الوتکه کي ولاړسي.

منظور پښتين وايي، په اسلام اباد کي دده او د درو نورو ملګرو مخه نيول سوې چي په الوتکه کي کراچي ته ولاړ سي.

منظور پښتين وويل، لومړی ټکټ یې د “سیرین” په نامه په یوې الوتکه کې کړی وو ،ورسوته هغوی انکار وکړ بيا يې د شاهین په نامه شرکت کي وکړ خو هغوی هم ورته انکار وکړ، بيا يې دريم ټکټ په سېرین الوتکه کي وکړ خو په هغه کې یې هم ورته انکار وکړ.

اوس منظور پښتين او د هغه ملګري د ځمکي له لاري له اسلام اباده کراچي ته پرلاره دي، خو په کراچي کي هم پاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ فعالان نيولي دي.

د غورځنګ د مشر په وينا له وزيرستانه نېولې تر کراچي پوري پاکستاني استخبارات او چارواکي ددې غورځنګ د فعالينو په نيولو لاس پوري کړی دی.

همداراز په کراچي کي د ياد غورځنګ څلور غړي د کراچي کمېشنر د خبرو لپاره وربللي وه چي له هغه ځايه استخباراتو بېولي او تراوسه يې پته نه ده لګېدلې.

سبا يکشنبه په کراچي کي د پښتون ژغورني يوه ستره غونډه په پام کي نيول سوې ده، چي لا له وړاندي په زرګونو پښتانه  له بېلابېلو سيمو کراچي ته ورغلي دي.

له دې وړاندي ددې غورځنګ نوري ستري جلسې په کوئټه، پېښور، لاهور او سوات کي وسوې، چي په لسګونو زرو پښتنو پکي ګډون کړی وو او د خپل حق اخيستلو اواز يې اوچت کړی وو.

د پښتون ژغورني غورځنګ اړوند واشنګټن پوسټ هم يوه مقاله خپره کړې ده چي وايي، دا غورځنګ د پاکستان پوځ ته سرخوږی جوړ کړی دی او هغه يې وارخطا کړی دی.
د ورځپاني له قوله د پاکستان په اويا کلن تاريخ کي دا د پښتنو منسجم او قوي غورځنګ دی چي د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.
واشنګټن پوسټ ليکي، که څه هم پاکستاني حکومت د غورځنګ وړو غوښتنو ته د هو سر خوځولی دی، خو پوځ هڅه کوي چي دا غورځنګ په بهرنيو استخباراتو پوري وتړي.
په مقاله کي ويل سوي چي پاکستان له دې وېريږي چي پښتانه د بنګلدېش غوندي ازادي وانه خلي، ځکه يې په ستونزو او بې سوادۍ کي ساتلي دي.
خو اوس د پښتنو يوځای کېده او د خپلو حقونو غوښتني پاکستانی پوځ وارخطا کړی چي هسي نه پښتانه هم خپله ازادي وانه خلي.