کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډړن کي ددوستی فرهنگی ټولنې اعلاميه

په سويډړن کي ددوستی فرهنگی ټولنې اعلاميه

سويډن مالمو

د۲۰۱۸ ز کال دمی ۱۱

په سويډړن کي ددوستی فرهنگی ټولنې اعلاميه

له دولتی مشرتابه نه د افغانانو يوه جدي اوقانوني غوښتنه!

له هغې ورځې نه چې په افغانستان کي  دبرېښنا یې تذکرو ويښ پيل سوی ،يوشمېر پېژندل سوي بهرني نوکران  ددموکراسي  دنوم نه په ناوړه استفادې سره دملی گټو،ملي او ملي وحدت پرخلاف  دټولو ډله ايزورسنيو له امکاناتونه په استفادې سره  زهرجن تبليغات  کوي .

څوک عالمان پدې ملامتوی چې تاريخ یې غلط ليکلی ،څوک له خېټي تاريخ بيانوي پښتانه پدې ملک دځان گاونډان بولي اويوشمېر بيا دخپل بادار هدايت په يوه خبره پلي کوي وايي ،په تذکره کي دافغان دکليمې دليکلو سره مخالف يم . متاسفانه ددې اوربلېدونکي دهمدې دولت دوهم مسول کس وو. ددې ناخوالوسرغنده  همدا ډاکتر عبدالله اودهغه وشاته هغه کسان دي چي ټولي نړی ته معلوم دي  .

موږ پدې پوهېږو چې  که دقانون له مخې  دتذکرو وېش دجمهوررئېس صلاحيت دي اولمړی یې دا تذکره واخيستل .  بيانوولي دايوڅو دگوتو په شمېرکسان او ددولت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله د ډله ايزورسنيونه په استفادې سره  دافغانستان داساسي قانون خلاف څرگندوني کوي اوخلک ددولت پر ووړاندي بغاوت او لاريونو ته رابولي ؟

دجمهوررئيس نه پوښتنه داده : که ددوي دليل قانوني وي ؟خبره یې بايد ومنل سي اوکه قانونی نه وي نو بيادې سرغړونکو ته قانوني جزاورکړه سي.

زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه  ددوي اوټولوهغوپر وړاندي چې په افغانستان کي دوضع سوی قوانينو پرخلاف عمل کوی اوداواحد ملت پر قومونو او ژبو وېشي دجمهورئېس د قانون پر پلي کولو دنظارت صلاحيت لرونکی په توگه ،ولسي جرگې اومشرانو جرگې نه دادی ي چې ددې گډوډيو اوخپل سريو مخه ونيسي ،ددوي پروړاندي چوپتيا ددوي سره مرسته اوملي نفاق ته لمن وهل بولو  .

دټولو نړيوالو اصولو له مخي دولت مکلف دی چې دملی وحدت ،ځمکنی بشپړتيااوله دموکراتيکو ارزښتونو نه دمعقولی استفادي پر بهير څارنه او دفاع وکړي .

دافغانستان پدغه جغراخيه کي ټولو اوسېدونکی قومونه افغانان  دي  اوددې کليمې نه دملي هويت په توگه  دفاع دهروگړی ملي او انساني دندبولو. ومن الله التوفيق