کور / د ډيورنډ کرښه / پښتو تحفظ مومنټ د پېښور جلسه ….

پښتو تحفظ مومنټ د پېښور جلسه ….

شفا کاکړه

کوم قومونه چي دخپلو تېرو وختونو سرونه ټکوي لا تر اوسه په هغه ویرکي ماتم کوي د راتلونکي وخت په اړه هیڅ فکر نکوي داسي قومونه زغرده فنا کیږي لاکن ویښ او بیداره قومونه د ماضي له تېروتنو زده کړي کوي او د راتلونکي وخت چلینچونه قبلوي …

یو نسل  د بل نسل لپاره ځکه خپل سرونه په لاس کي ګرځوي چي نوی او روښان بنیاد یې کښېږدي او راتلونکی نسل یې د غلامۍ څخه خپلواک سي او د بل د لاس محتاجه پاته نسي …

کله چي د یو چا پر ګوته یا د بدن پر کوم بل غړي باندي درد وي او په باک یې نه راوړي او د  درد خوږ  ورځ دربله زیاتیږي هم ، بیا که له خوږو هرڅومره فریاد وکړي کورنۍ یې هم په باک ځکه نه راوړي چي یوه ورځ نه ده ، نه دوې دي نو هغه خوږ پای ناسور سي هم  ناعلاجه سي …

د پښتانه قام بدبختي دا ده چي د رنځ مخنیوی په لومړي سر کي نکوي ځکه چي  پت ساتونکی قام دئ ، د خوږو  اخ په دې نکوي چي کورنۍ یې  په ونه ځوریږي که په خبر سي نو د هغو هم اول منډه تر ملا وي یا یې دم او زیارتونه په توان وي ،  خوږ   چي  یې ناعلاجه سي بیا ډاکټر ته ورسي هیڅ یو علاج یې نه وي پای مرګ وي …

موږ که په خپل پت غرور نکولی نن به د دې سره اوره په امان پاته وای ، دلته چي د چا څه ډول زړه غوښتي دي هغه رنګ یې پښتون استعمال کړی دی کله د مذهب په نوم  ، کله د ننګیالي، اتل ، مهمان نوازه، غیرتي ، په زړه صادق او  امین په نوم …

اوس هم دا ځني ګل خانان نه پوهیږي وروڼه یې بې درکه سو ، کور یې ورته سور اور سو ، د خویندو د سرو پړوني ولویدل سر توره سوې بیا هم وایي زموږ د وطن بدنامي کیږي  او که  زموږ بدنامي کیږي خیر دی د وطن  بدنامي که کیږي بیا نو پېغور دی …

د پښتنو ناوي چي ودیږي د پلار د کوره وزي نو پړونی ورور  پر  اچوي او چي کله د خسر  کور ته ولاړه سي تر هغو یې نه کښېنوي چي لیور پړونی نه پر واچوي او د کور اختیار ورنکړي …

نن بې شمېره ښځي سر توره سوې هغو خپل کورونه په خپلو سترګو ړنګ ولیدل  ، ملا چي کله د کونډي نوم واوري اول د دې خبري پېغام رسوي چي  د کونډي ناسته ناروا ده ، دا زموږ به څه کوو  ، دا به تش کونډیږي د هغو د خاوندانو  د سر دعا به کوو د هغو د سر  د سلامتیا لپاره به هیڅ نکوو ؟

خپل حق غوښتل د وروڼو او خویندو سره پر حق دریدل ولي دا ګناه ده ؟

میرمني خو هروخت  د خپل خاوند د سر د سلامیتا غوښتنه کوي ځکه چي خاوند د سر سایه وي ، د خاوند د مخه د ځان د مرګ غوښتنه کوي چي اولاد یې د بل تر لاس لاندي نسي …

نن زموږ میندي د خپلو ځامنو قبرونو ته لاس پر تندي نیولي ناستي دي ساندي وهي، په نیمو شپو چي د چا د کوټو ږغ واوري د لیونیو غوندي له بسترو را وغورځي چي چیري به مي ورک سوی خاوند یا زوی خو به نه وي …

د ناویانو لیڅي به په بنګړو ډکي وې ، لاسونه به یې په نکریځو سره وو خو د دوئ لیڅي تشي او لاسونه یې په وینو رنګ دي ، د بنګړو توکري یې پر قبرونو لیدل کیږي …

هغه خویندي چي د وروڼو په انتظار وې چي موږ ته به اختر ته نوي جامې او بنګړي راوړي هغه اوس بې بنګړیو پاته دي ،پرهغه مور به څه تېریږي چي تر نیمو شپو څراغ ګرځوي په لڅو پښو درګاه ته یې سترګي ختلي د خپلو نازولو په تمه به وي …

پښتانه وای ٫٫ مځکه هغه سوځي چي اور پر بلیږي ،، زما په اند د هرپښتانه کور اوس په سرو لمبو کي سوځي ، د نقیب شهید مرګ د ټولو پښتنو لپاره نیکمرغه وګرځېدو چي ټول پښتانه یې په یوه ډګر سره راټول کړل ، ټوله ځوریدلي زړونه یې راغونډ کړل ځکه دا درد د یو کس نه وو …

د تېرو درو میاشتو ټوله پښتانه که د لر دي که د بر دي د پښتنو پر ناروا وژنه ، د پښتنو پر تښتولو، پر پښتني خاوره د ښخ سو ماینونو ( چي زیات شمېر پښتانه یې ژوبل کړي دي ) ماورا عدالت وژنو ، ګام پر ګام چیک پوسټونه چي پښتانه ورباندي سپکیږي ، په یوه خوله را پورته کړي او را ټول کړي دي ځکه پښتانه د دا ظلمونو ډېر ځوریدلي هم کړيدلي وو خو د پښتون ژغورني غورځنګ پښتنو ته دا شعور ورکړو چي …

اې! پښتنو راویش سی کورونه مي وران سوي دي ، میندي او خویندي مي بوري سوي دي ، ژبه به مي راڅخه ورکیږي ، دا زموږ قتل عام به تر کله هم داسي روان وي ، کورونه به مي تر څو ورانیږي ، ترڅو به مي وطن قبضه کیږي …

نور وخت د دې دی که نر دی که ښځه ځان به په دې پوهوي چي پښتانه ولي هروخت سره تقسیم سوي دي ، چایې تر منځ کرښي راکښلي او په سیاست یې سره تقسیم کړي دي

نور د ژړا او فریاد څه نه جوړیږي اوس به دا نه وایو چي پښتنو اتحاد کړی دی دا به وایو درست پښتون یو سوی دی که څه هم موږ په داسي وخت کي سترګي روڼي کړي دي چي هر وخت مي پښتون قام د جنګ، ناارامۍ، بې اتفاقۍ  او وروسته پاتوالي سره لاس ګریوان لیدلی دی ځکه خو هروخت هرچا د خپل مقصد لپاره استعمال کړي او خپل منځي بې اتفاقۍ مات کړي دي لکه چي خوشحال بابا چي وایي …

هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده

اتفاق ورڅخه نسته ډېر ارمان

نن زموږ لپاره دا بیخي د ویاړ خبره ده چي موږ د منظور پښتون پشان یو داسي لیډر پیدا کړو چي دا خبره یې درواغ ثابته کړه چي پښتانه اتفاق نلري ، پښتون تحفظ مومنټ یو تحریک نه بلکه د هر هغه محکوم او مظلوم پښتون د زړه اواز دی چي له ریاستي ترهګرۍ ځوریدلي هم کړیدلي دي …

دا خبره مي ډېره ځوروي چي زموږ دغه په زړه صفا او ساده پښتانه هروخت د بل غم ولي پر خپلو وږو اخلي او د بل توپک یې پر وږه کړی دی ، پښتون د زړه د اخلاصه په خپل خدای او رسالت باندي یقین ساتي ، هرچاته د خپل زړه په هنداره کي ګوري هم اعتماد ورباندي کوي ځکه په پښتانه کي چالبازي او منافقت نسته هروخت له خپلي ښګړي  ، میلمستیا ورپېښه سوې ده او کله د مذهب په نوم توپک ورباندي را اخستل سوی دی …

نن هم د پښتنو په اړه داسي ویل کیږي چي د ښځو په نومونو یادولو شرمیږي د بل مخ ته یې نوم نه یادوي ، ښځي په کورو کي بندي ساتي چي څوک یې مخ ونه ویني او دا حقیقت هم دی اوس باید موږ ځان له نوري نړۍ سره سیال کړو ، دا د غیرت په نوم او د کور د زنیت په نوم چي په موږ کې کوم جمود را پیدا کړی دی په کار ده نور یې مات کړو پخوا چي نارینه او ښځو خپل، خپل کارونه سره ویشلي وو او له هغو نارینوو ځانونه خلاص کړل  د چا له سوبه چي ښځه د کور زنیت ګرځېدلې وه خو نن یې د کور د مخه پټه خوله کړه …

او چي کله ښځه زیارت او ملا ته ورسي نو د کور وګړي په ړانده او کاڼه کوي ، ملا چي د اولاد د راوړلو لپاره پسه غواړي هغه حلال دی هم د ښځي تګ ورته روا دی لاکن چي د تعلیم لپاره وزي نو بیا ګناه وي …

د نړۍ ښځي لګیا دي خپل د حق غوښتني کوي ، زموږ ښځي ملا صاحب ته ناستي خپل د کور ویر ورته کوي چي داسي تعویز راکه چي زما میړه زما سي …

د دنیا یو تحریک تر هغو پر مخ تللی نسي ترڅو چي د نر او ښځي ګډون پکي نه وي او نه دښځو یو کار بې نارینه کېدلی سي ، په کار ده نارینه له دوی سره په کلکه ودریږي او خپلي ښځي را بیداره کړي خپل حق په وپېژني چي دوی یې توان تر لاسه کړي …

دا حقیقت دی چي کوم قومونه د تعلیم څخه لیري وي هغه د جهالت په تورو زندانو کي سرګردانه وي او کوم قومونه چي تعلیم کوي هغه د ستورو او سپوږمۍ پشان له ورایه ځلیږي ، د نپولین په اند …

٫٫ داسي ماته لوستي میرمني راکړی زه به لوستی قوم درکړم ،،

بل ځای وایي .

٫٫ که تاسو د یو قام د پرمختګ او تمدن اندازه کول غواړی نو د هغه قام ښځي وګوری ،،

که چیري یو ښځي ته ښه تعلیم ورکړل سي هغه یو ښه قام ګرځېدلی سي زموږ لپاره به د پاڅون دا ګټه وي چي موږ خپلي لوڼي او خویندي داسي ځایونو ته ورولو چي په هغو کي د خپل حق د غوښتولو توان پیدا سي .

کله چي مي نیت د پېښور جلسې د تګ وکړو نو مي زړه راته ویل جلسو ته خو هروخت نارینه ځي لاکن چي د پښتون تحفظ مومنټ خبره سوه اراده مي نوره هم پیاوړې کړه ، خپله خو مي نیت د تګ وو لاکن چي ملګري درسره وي خبره نوره هم خوندوره سي ، بیا د داسي ښار ملګري انجونه چي کله یې هغه سیمنیار ته لا نه پریږدي چیري چي نارینه وي پکي …

یوه خبره کوم چي نارینوو خپل ځان ته د معلوماتو هره لار درک کړې ده چي په نړۍ کي څه کیږي او څه روان دي، هغوی ځانونه د سوشل میډیا، الیکړونک میډیا او پرنټ میډیا څخه استفاده کوي لاکن دا یې یو عادت ګرځولی دی چي په داسي مجلسو او معلوماتو خپلي ښځي هیڅ نه خبروي نه یې خبرول غواړي …

ماچي به خپلو زده کوونکو انجونو په منځ کي د پښتون تحفظ مومنټ خبره کوله نو به ټولو انجونو په یوه خوله راته وویل موږ په دا هیڅ خبري نه یو ځکه چي زیاتره انجوني سوشل میډیا نه کاروي او نه ورته اجازت وي ، نه د پرنټ میډیا څخه ګټه اخستلی سي ،  لږ او ډېر که څوک ټي . وي. ګوري نو هلته د پښتون تحفظ مومنټ پر خبرو او جلسو پابندي ده …

فکر کوم چي زموږ دښځو په لارو کي تر اوسه ازغي پاشلي پراته دي ځکه چي نارینه اوس هم ورته وایي چي ښځه د کور د خدمت لپاره ده هغوی به جلسې څه کوي .

تعلیم په خلګو کي شعور را بیداره کوي د هغو له زړونو ویره لېري کوي خو زموږ بدبخته انجونه له تعیلم څخه نوري هم په ویره اخته کړي ولي چي تعلیمي ادارو ته هر وخت دا دهمکۍ ورکول کیږي چي چاودني کیږي ، هم دا ویره د ما سره، سره په انجونو کي هم په شدت سره محسوسیږي…

کاش چي خپله دا شعور په مور او پلار کي وایي خپل اولاد یې پخپله له لاسه نیولی د علم او شعور تر مجلسونو یې بیولی .

کله چي مي فکر اولسي ادب ته ور واوړي هلته چي د ښځو احساسات وګورم هغه خو بې تعلیمه وې چي ویل یې

په سپین میدان به درسره یم

زه پښتنه له توري نه تښتم مینه

په تور توپک وشتلی راسې

د بې ننګۍ اواز دي مه راځه مینه

کله مي په یو نوم ویروي او کله مي په بل نوم  ، خپل زده شیان یې را باندي هېر کړي دي …

کله مي د هغې بې تعلیمه مور چي یوه پښتنه وه خبري را یاد سي چي تل به یې ویل …

زویه! تعلیم تر خپل ځان محدود مه ساته د تعلیم مقصد دا دی هغه خبره چي د چا نورو په ګټه وي تر هغو ورسوې، تعلیم په انسان کي نوي تخلیقونه را پیدا کوي  او داسي قوت وربخښي چي انسان د حق او د ناحق توپیر وکړي ، موږ د مشرانو عزت، کشرانو سره شفقت او ناسته ، ولاړه  په کتابونو کي نه په خپلو کورونو کي زده کړي دي ، د چاسره بدنیتي نه کول ، په مینه او اخلاص ږغېدل، د چا و شي ته بې اجازې لاس نه وروړل ، د یانت ، صداقت ، قناعت ، خوش اخلاقي ، روا داري، پاک لمني ، سړیتوب او ظلم نه کول دا هر څه موږ په خپلو کورونوکي زده کړي دي …

نن چي پښتنو پسي خبري کیږي چي ورور ، ورور  وژني یا د پيسو لپاره تر هرڅه تېدیدلی سي لاکن دا ناوړه کارونه د پښتنو زده نه وو دا ورښودل سو ، هر وخت پردیو د پښتنو په مقابل کي پښتون درولی دی ، پښتون خپل ځان او ورور  په اور کي اچوي خو د پردیو سره مرسته کوي …

سپېڅلی پښتون کله هم د چا کور نه خرابوي ځکه چي پښتو انسانیت او انسانیت پښتو ده ، دا بیله خبره ده کله چي موږ د حق خبره کوو، د انسانیت خبره کوو ، د امن خبره کوو ، د خپلي ژبي او کلتور خبره کوو ،  کافران سو یا سنګساریږو هم د غدارۍ توري ټاپې راباندي وهل کیږي …

دا جنګ د انساني حقوقو جنګ دی دا یوازي د پښتنو نه د هري طایفې خلګ برخه اخلي ، په مینه ، ورورولي او امن خپلي غونډي او جلسې کوي د پاکستان د  اساسي قانون په چوکاټ کي خپلي غوښتني کوي بیا هم موږ ملامت او غداره یو ځکه چي زموږ منافقت نه دی زده …

میډیا موږ ته کوریج نه راکوي نه دې راکوي اوس موږ نر او ښځي کور په کور ځو خو د زور ورو په ناروا ظلمونو یې خبروو ځکه چي موږ اوس له دوئ هیڅ د ښګړي او میني تمه نلرو نه یې ځني کوو…

دا خو هغه میډیا ده کله چي یو ځای چاودنه وسي نو دوی په ډېره سپین سترګي سره وایي ځانمرګی د ګاونډي هیواد افغانستان څخه راغلی وو، پنجابي میډیا خو خپله تعصب غوړولی دی هم یې د داسي زهرجنو خبرو د نوي نسل غوږونه ور ډک کړي دي چي افغانستان زموږ دښمن هیواد دی …

زما په اند د ښه تعلیم او ډګري اخستلو پر ځای که خلګ له شعوره برخمن سي څومره به بختور خلګ ونومول سو ، خپلو وروڼو ته خواست کوو چي تاسو د بل په لوڼو او خویندو مه درنیږی اول د خپل کور لور، او خور د ځان ملګري کړی …

نن د بې شمېره پښتنو نارینوو په څنګ کي ثنااعجاز، ډاکټر ثمینه او ناهید ولاړي وې چي په ورین تندي یې زما ملګري ( شاګرداني) انجونه دومره ونازولې چي لماسره هغه الفاظ نسته چي مننه یې وکړم ، د دومره مصروفیت باوجود موږ ته په دوو پښو ولاړي وې ځکه  چي هغه په خپل قام ، خاوره باندي خپل سرونه قربانوي په لوی زړه خپله مبارزه مخ په وړاندي وړي …

زموږ د ټولني انجونه جلسو ته بیول دومره اسانه کار نه دی خو چي نیت صفا وي منزل بیخي اسانه وي ، ډېرو خلګو راته دا خبره کوله چي تاسو ولاړي سی څوک به دومره ځای درکړي هوټلونو کي د پيسو ستونځه ده خو زه وایم چیري چي پښتانه وي هلته مځکه ډېره پراخه وي …

د ثنا اعجاز کارونو ځکه خوند راکړو چي هر وخت یې د ښځو د حق خبره کوله ، د جهالت د ختمولو او د ښځو د تحریک په اړه یې مجلسونه کول چي زما ملګرو ډېر څه ځني زده کړل …

د پېښور پوهنتون د فلسفې پروفېسر ډاکټر ثمینې سره مي د پښتانه مترقي لیکوال په اړه تفصیلي مجلسونه وسول چي موږ یې په کوټه کي فعاله ښځینه څانګه لرو چي د فکري بیدارۍ په مبارزه کي فعاله رول لوبوي …

د جلسې په اختتام کي مي د پښتانه مترقي لیکوال مرکزي چیرمین ډاکټر محب وزیر سره ولیدل چي د کوټي پښتانه مترقي لیکوال ښځینه څانګي فعالیتونه یې ډېر وستایل …

ډاکټر محب وزیر موږ ته ملیمستیا دعوت راکړو خو زموږ د مصروفیتونو لکبله معذرت ورځني وکړه خو ډاکټر صاحب چي کله کوټي ته راسي زموږ د سره به یوه علمي او ادبي ناسته کوي …

اوریدلي مي دي چي کله څوک مکې شریفي ته ولاړ سي نو ټولي ناروغۍ یې جوړي سي او نه مور پیاد ورځي نه پلار  او نه اولاد ، زموږ ټولو ملګرو هم پېښور کي داسي حالت وو …

سهار چي د جلسې په لور روانېدو   اول موږ ټولو دوه، دوه رکعته نفلونه وکړو ، یسین شریف مي وویلو ، د جلسې په لور رواني سو ، هري خوا ته چیغي ، نارې، ژړا وه ، ښځو د خپلو ځامنو او خاوندانو عکسونه په لاسو کي را اخستي وو کوښني، کوښني ماشومان ورسره وو د هیچا اوښکي نه ورته  دریدلې …

کله مي هم دومره خلګ یو ځای لیدلي نه وو ، نه تر دې وړاندي داسي منظم جلسه مي کله لیدلي وه نه ورغلي وو زموږ په زړونو کي هیڅ ډول وام او ویره نه وه ټول هغه پښتانه وروڼه لکه موږ موږ چي یې سکه خویندي وو، نارینه یې د مخه لیري کول موږ ته یې لار جوړوله د مخ چوکیو ته یې ورسولو او له موږ رښتیاهم خپل کورونه هېر وو…

د جلسې وروسته ورور طارق افغان موږ کوټي والو ته میلمستیا کړې وه او د خپلو خورلڼو حق یې پر ځای کړو .

هري هغه مور، خور او  لور ته سلام کوم چي په خپل قام ننګ او خپلي خاوري ته خدمت کوي .