کور / #PTM / نن په کراچي ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ غونډه کېدونکې ده

نن په کراچي ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ غونډه کېدونکې ده

نن په کراچي ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه پيلېدونکې ده، دا جلسه چي د ياد غور ځنګ په مشرۍ جوړېږي په لسګونو زره پښتانه به پکي ګډون وکړي.

له څو ورځو راهيسته کراچي ته د پښتنو کاروانونه روان سوي دي چي ځيني يې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ستونزو سره مخ سوي دی.

تېره اوونۍ په کراچي کي د پاکستان استخباراتو د پښتون ژغورني غورځنګ څو غړي ونيول، چي وروسته د پښتونخوا په ځينو ښارونو او بهرنيو هيوادونو کي د نيول سويو کسانو د خلاصون لپاره لاريونونه وسول،  او د پاکستاني چارواکو دا کار يې وغندی.

تېره ورځ هم پاکستاني پوليسو د پښتنو هغه ګاډي او کاروانونه درولي دي چي کراچي ته غونډي لپاره پرلاره وه.

د غورځنګ مشران وايي، په کراچي کي چارواکي ددوی د غونډي د مخنيوي هڅه کوي او په وړاندي يې خنډونه ورته جوړوي.

د ياد غورځنګ يو مشر  رفيع الله کاکړ پر خپله ټويټرپانه ليکلي، په کراچي او کراچي ته په  تللو لارو د پي ټي ام( پښتون ژغورني غورځنګ) غړي په جبري توګه نيول کېږي او تراوسه په مستونګ، خضدار، سکر، حيدراباد او ښکارپور کي دپښتنو کاروانونه درول سوي او د  کراچي ته د تګ اجازه نه ورکوي.

له دې وړاندي منظور پښتين او دهغه دريو ملګرو ته هم له اسلام اباد څخه کراچي ته په الوتکه کي د سفر اجازه نه ده ورکړل سوې.

منظور پښتين وايي، درې ځلي يې په الوتکه کی ټکټ وکړ خو هرځلي به د شرکت له لخوا ددوی ټکټونه لغوه سول.
د هوايي شرکتونو مسؤولين وايي دوی ته پاکستاني چارواکو ويلي چي د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو ته به د الوتکي ټکټونه نه ورکوئ.
همداراز په کراچي کي د ياد غورځنګ پنځه مشران د خبرو لپاره چارواکو ورغوښتي وه چي وروسته د پوليسو له مرکز څخه استخباراتي کسانو د ځان سره يووړل.
منظور پښتين وايي، له وزيرستان څخه تر کراچي پوري پاکستاني چارواکي د غورځنګ غړي نيسي او پرته له کوم جرم څخه يې بنديخانو ته لېږدوي.
داسي برېښي چي پاکستانی حکومت د دغه غورځنګ له فعاليتونو څخه په وېره کي دی او د پښتنو يووالي ددغه هيواد پوځي ادارې وارخطا کړي دي، چي ګڼي پښتانه د خپلو حقوقو په لاسته راوړلو کي به يو قوي او ځواکمن حيثيت تثبيت کړي چي پاکستان تل له داسي پايلي څخه په وېره کي دی.