کور / #PTM / د کراچي پوهنتون يو استاد له دوو ورځو راهيسته لادرکه سوی دی

د کراچي پوهنتون يو استاد له دوو ورځو راهيسته لادرکه سوی دی

په کراچي کي فعالان وايي، ددې ښار د پوهنتون يو استاد پروفيسر  ډاکټر رياض احمد له تېرو دوو شپو راهيسته لادرکه دی او تراوسه يې د ځای ځايګي په هکله مالومات نسته.

د ښاغلي رياض احمد کورنۍ وايي، وړمه شپه هغه د خپلي مېرمني سره په ټلفون کي د خبرو کولو وروسته لادرکه سوی دی او موبايل يې هم د هماغه شپې راهيسته بند دی.

ځيني فعالان د ډاکټر رياض احمد لادرکه کېدل د پښتون ژغورني غورځنګ سره تړي او ويل کېږي نوموړي دياد غورځنګ د غوښتنو پلوی وو.

په کراچي کي له څو ورځو راهيسته د پښتون ژغورني غورځنګ غړي د استخباراتولخوا نيول کېږي.

څو ورځي وړاندي د غورځنګ ځيني مشران د خبرو لپاره د کراچي پوليسو ورغوښتي وه چي وروسته د پوليسو له مرکز څخه استخباراتي کسانو د ځان سره يووړل او تراوسه لادرکه دي.

نن په کراچي ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه هم  پيلېدونکې ده، دا جلسه چي د ياد غور ځنګ په مشرۍ جوړېږي په لسګونو زره پښتانه به پکي ګډون وکړي.

له څو ورځو راهيسته کراچي ته د پښتنو کاروانونه روان سوي دي چي ځيني يې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ستونزو سره مخ سوي دی.

تېره اوونۍ په کراچي کي د پاکستان استخباراتو د پښتون ژغورني غورځنګ څو غړي ونيول، چي وروسته د پښتونخوا په ځينو ښارونو او بهرنيو هيوادونو کي د نيول سويو کسانو د خلاصون لپاره لاريونونه وسول، او د پاکستاني چارواکو دا کار يې وغندی.

تېره ورځ هم پاکستاني پوليسو د پښتنو هغه ګاډي او کاروانونه درولي دي چي کراچي ته غونډي لپاره پرلاره وه.

د غورځنګ مشران وايي، په کراچي کي چارواکي ددوی د غونډي د مخنيوي هڅه کوي او په وړاندي يې خنډونه ورته جوړوي.

د ياد غورځنګ يو مشر رفيع الله کاکړ پر خپله ټويټرپانه ليکلي، په کراچي او کراچي ته په تللو لارو د پي ټي ام( پښتون ژغورني غورځنګ) غړي په جبري توګه نيول کېږي او تراوسه په مستونګ، خضدار، سکر، حيدراباد او ښکارپور کي دپښتنو کاروانونه درول سوي او د کراچي ته د تګ اجازه نه ورکوي.

.