کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتون ژغورني غورځنګ، ریښې په ولس کي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ، ریښې په ولس کي دي

عصمت الله زهير

په افغانستان کي د ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان )  د پاکستان پوځي او استخباراتي ډلو چي  د ( اوو  حزبونو) په ملتیا کومه خونریزي او بربنډ ظلمونه وکړو ، د خپلو ناولو ګټو لپاره چي یې کوم انسانیت شرمونکي وحشتونه وکړل  د  یو مستند مورخ سترګو به په وینو وژړوي ، سپیو د سپینو اندامونو غوښي وخوړلې او ځناورو په کوڅو کی سترونه وشرمول …

هم دا خو یې لیونتوب او ځناورتوب وو، د افغانستان د ورانولو او کابل د وینو په حمام بدلولو په غچ کې د پښتنو قبایلو سیمي او ورپوري پښتنې سیمي یې د ړندې جګړې ځالي وګرځولې د جهان ورانکار او جنایت کاران یې پکي را ټول کړل …

پنجابي پوځي او استخباراتي ډلو تل دا هڅه کړې ده چي افغانستان هروخت نآرام  په یوه ړنده  او نه تمامېدونکې جګړه کي راښکېل وساتي  .

د 9/11تر پيښي وروسته په قبایلو او نورو پښتي سیمو کي د ورانکارو پټ ځایونه ړنګولو په پلمه د ( ترهګرۍ د ختمولو  او د ترهګرو دمنځه وړلو ) په نوم یوار بیا لکه تر دې وړاندي د (  جهاد افغانستان دفاع پاکستان) په نوم د ډالرو خورجینو خولې خلاصي سوې خو  د پخوا پشان دا ټول خورجینونه د پوځ په برخه ورسېدل  …

په کار خو دا وو چي ورانکار ، جنایتکار او سړي وژونکي په  نخښه سوي وای لاکن دلته خو عام ولس په نخښه سو ، د عام ولس کورونه او کلي بمبار سو ، د ژوند ټولي اسانتیاوي  یې ځني واخست  ، تشدد، جبر، بې حرمتي، سپکول ورباندي روا وګرځول سول داسي د وحشت  ، وام او بې امانۍ ډکه فضا پر خپلواکو او سرکښو خلګو یې غوړولې وه چي یو کس د ساه اخستلو جرات هم پکي کولی نسو ، د ځان او د کورنۍ د تحفظ احساس کول خو بیخي یو خوب ګرځیدلی وو ،خلګ نور  په دې  پوهیدل  چي ریاستي ترهګر په پرخه کچه پښتانه د خپل خوني تمرین نخښه ګرځولي دي  …

زمیني حقایق یو څه وو نړۍ ته ښودل کېدل بل څه ، وژل کېدل پښتانه هم یې نړۍ ته د ترهګر په نوم ورپېژندل پښتانه …

په ډرون او جټ طیارو یې کورونه د پښتنو ړنګول هم یې نړۍ ته د وئ ړنګ سوي کلي او کورونه د ترهګرو پټ ځایونه معارفي کول وزیرستان او د قبایلو پښتنو په سیمو کي ازادو او بې طرفه رسنیو ته هیڅ وخت اجازه نه ده ورکول سوې  چي بې طرفه معلومات را ټول کړي نړۍ ته د تصویر اصل رخ ښکاره کړي اوس خو هرڅه د پوځ ترجمان په رحم او کرم دي …

پښتون چي په اساسي توګه یو ریالسټ او مبارز قام دی د ریاستي ترهګرۍ په مقابل کي تر ډېره خاموش پاته نسو د یو سولیز پاڅون  لاره یې خپله کړه او د سولیز پاڅون دایره یې پراخه کړه تر قبایلي سیمو، اسلام اباد ته ورسېدل هم یې سهېلي پښتونخوا ته د احتجاج او غونډو لړۍ وغځوله  .

ریاستي قبضه ګر د حاکمانه ذهنیت او غرور سره د پښتنو سیمو ته را داخل کړل سول د شپې به ژیرور وو ، په ورځ کي به  وردۍ په غاړه پر چوکۍ ناست وو ، خلګ په دې هم پوهیدلي وو چي زموږ خاوري ته اړتیا لري ، زموږ سیندونه ، زموږ غرونه ، زموږ قدرتي شتمنۍ یې په نظر کي دي هم یې په ډېره سپین سترګي خیټه ورباندي واچوله …

د پښتون ژغورني غورځنګ یو شعوري او د بیدار فکره پښتنو د ریاستي ترهګرۍ په خلاف یو سولیز غورځنګ دی چي د هیڅ ډول تندروۍ پیروي نکوي د ولس د غوښتنو او هیلو ترجماني کوي ، د ولس سره د ریاستي ترهګرو او ریاستي بدترینه  ظلمونه کیسه کوي او ډېره یې سپینه کوي  …

ټول ولس څو خپسکو تر مرۍ نیولی وو، د ولس ږغ یې زیندۍ کړی وو ، محاصره کړی یې وو ، هدیرې وې اوږدېدلې ، جنازې وې را رواني وې ، د تابوتانو سوداګر هم دوی وو ، د شپې په تیارو کي به د خپسکو اتڼونه سول ډلي ، ډلي ځوانان او پېغلي به یې ورک کړو ، وروسته به یې په دښتو کي مړي وموندل سول یا به یې بیخي غایب کړو …

د خونخوارو خپسکو نوم اخستل او پخپلو منځونو کي یادول هرچاته د ځان او کورنۍ مرګ ګرځېدلی وو ، ټول خلګ ډاریدل هم په یوه او بل بد اعتماده  سوي ، په یو نفسیاتي کشمکش اخته وو د اظهار جرات یې کولی نسو لاکن د پښتون ژغورني غورځنګ ولس ته د اظهار  توان هم یې جرات ورکړو د خلګو د زړونو د ریاستي ترهګرو  وام ووتلو .