کور / #PTM / منظور پښتين: که نيول سوي کسان خوشي نه سي پښتانه به په نړيواله کچه لاريونونه پيل کړي

منظور پښتين: که نيول سوي کسان خوشي نه سي پښتانه به په نړيواله کچه لاريونونه پيل کړي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، که چيري دغورځنګ نيول سوي کسان خوشي نه سي سبا به په ټوله نړۍ کي پښتانه لاريونونه وکړي.

منظورپښتين چي تېر ماښام يې په کراچي کي غونډي ته وينا اورول وويل، که زموږ ملګري خوشي نه سي نو پښتانه به په ټوله نړۍ کي لارو کوڅو ته راووځي او د چارواکو د بد سلوک پر ضد به لاريونونه وکړي.

په کراچي او د پښتونخوا په ځينو سيمو کي پاکستاني چارواکو په لسګونو د پښتون ژغورني غورځنګ غړي نيولي دي او پر دوی يې تور لګولی دی چي تاسو د ياد غورځنګ لپاره هلي ځلي کوئ.

څو ورځي وړاندي پوليسو په کراچي کي د ياد غورڅنګ پنځه غړي د خبرو لپاره وربللي وه چي وروسته د پوليسو له مرکز څخه استخباراتي کسانو د ځان سره بوتلل.

همداراز په کراچي کي د غورځنګ لخوا پلان سوي غونډي ته ور روان پښتانه د چارواکو له لوري نيول سوي او بد چلند ورسره سوی دی.

تېره ورځ په کراچي کي د پښتون ژغورني غورځنګ بې سارې غونډه وسوه چي د لسګونو زرو پښتنو ترڅنګ پکي سينديانو او بلوڅانو هم ګډون کړی وو.

دا غونډه پرون د ورځي پلان سوې وه خو د منظور پښتين کراچي ته په ناوخته وررسېدو ماخستن پيل سوه.

منظور پښتين له اسلام اباد څخه کراچي ته په الوتکه کي ټکټونه کړي وه چي وروسته د هوايي چلند شرکتونو دده ټکټونه لغوه کړه، د هوايي شرکتونو مسؤولينو وويل، پاکستاني چارواکو ورته ويلي دي چي د منظور پښتين او د هغه ملګرو ته به د الوتکي ټکټونه نه ورکوئ.

وروسته ښاغلی پښتين او ورسره ملګري د لاهور له لاري غوښتل چي په الوتکه کي ولاړ سي چي هلته هم  هوايي ډګر ته نږدې پوليسو ترهغو ايسار کړي وه ترڅو چي الوتکه ورڅخه ولاړه.

د منظور په وينا له اسلام اباد څخه کراچي ته پرلاره پوليسو بد او سپکونکی چلند ورسره کړی دی او هرځای به يې ايسارول او لاري به يې ورته بندولې. ترڅو دی له اسلام اباده تر کراچي په ۴۰ ساعتونو کي ورسېدی.

خو د منظور پښتين په وينا، دا ډول ستونزي زموږ په وړاندي په هيڅ شمار دی، ځکه پښتانه په تېرو کلونو کي داسي ځورول سوي او زيانمن سوي دي چي د مبارزې پر وړاندي خنډونه ورته هيڅ اهميت نه لري.

په کراچي کي په لسګونه زره کسانو غوښتل چي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو ويناوي واوري، خو د غونډي د پيل ځنډ ددې لامل سو چي يواځي د منظور پښتين وينا واورول سي.

پښتين په خپلو خبرو کي وويل، پرلاري د چارواکو لخوا ډېر وځورول سو او هرځای به درول کېدی، ځکه نو په ۴۰ ساعتونو کي ترکراچۍ راورسېدی.

ښاغلي پښتین دا هم وويل، “پر لار نا روا سلوک راسره وسو‎… ډېر یې ودرولم او ذلیل یې کړم خو ستاسې د راټولېدو درناوی کوم.”

 نوموړي وويل، “دولت د جلسې د ناکامولو لپاره ډېره هڅه وکړه ترڅو هغه ترهه او ډار چي په کراچۍ کي هره ورځ کېږي ختم نه سي.”

خو دده په وينا، سوله ايزي جلسې او لاريونونه به ترهغو روان وي ترڅو چي د پښتنو حقوق اخيستل سوي نه وي.

منظور پښتين چي کله د غونډي صحنې ته راغلی د خلګو د تود هرکلي سره مخ سو، وروسته چي کله خلګ دده په غوښتنه منظم سول او ټول کښېناستل، پښتين چارواکو ته په خطاب کي وويل، “له دغه خلګو نظم ، ډسپلين او شرافت زده کړئ”ځکه پر چارواکو “ټول عمر په بدماشۍ او ذلیل کولو تېر سوی دی.”

ښاغلي پښتين له ګډونوالو وغوښتل چي د راتلونکي غونډي لپاره ښځي او نر ټول راغونډ سي او ټول اسلام اباد ته ولاړ سي.

نوموړي وويل، د هغه کورنيو غمونو او درودونو ټکان ورکړی دی چي ورور، پلار، خاوند، زوی او ياد کورنۍ نور غړي يې له کلونو کلونو لادرکه سوي دي او دوی يې د راتګ لار څاري.

دده په وينا پر هغوی هره ورځ داسي تېرېږي لکه په کور کي چي يې هره ورځ يو مړی ورته پروت وي.