کور / راپور / د فراه امنيه قومندان: په فراه کي ايران د طالبانو سره مرسته کړې ده

د فراه امنيه قومندان: په فراه کي ايران د طالبانو سره مرسته کړې ده

د فراه امنيه قومندان فضل احمد شېرزاد وايي، په فراه کي د طالبانو سره ايران د وسلو ، تجهيزاتو او مالي مرستو ملاتړ کوي.

د شېرزاد په وينا ايران په فراه ولايت کي ډېري ګټي ويني او دا ګټي د جګړې او ناامنۍ له لاري خوندي کوي.

نوموړي  نن په فراه کي خبريالانو ته وويل، ايران په بشپړه توګه په فراه کي د طالبانو ملاتړ کوي او د هغوی سره د وسلو، مهماتو او پيسو مرسته کوي.

شېرزاد دا هم وويل، چي د فراه ښار په پرونيو نښتو کي يې له طالبانو څخه ايرانۍ وسلې نيولي دي او دا ددې ښکاره ثبوت دی چي ايران د فراه د ناامنه کولو هڅه کوي.

وړاندي د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزي هم ويلي وه چي ايران او روسيه د طالبانو سره ځکه مرسته کوي چي له هغوی څخه د داعش ډلي پرضد کار واخلي.

په افغانستان کي د امريکا سفير جان بس هم ويلي وه چي ايران د سپاه پاسداران له لاري  د طالبانو سره مرسته کوي او سيمه ناکراره کوي.

طالبانو يوه ورځ وړاندي د فراه پر ښار له څو لوريو بريدونه پيل کړه چي په وروسته کي يې د افغان ځواکونو سره نښته سخته سوه او طالبانو ځيني حکومتي ودانۍ ونېولې.

د جګړې د مهارولو لپاره فراه ولايت ته افغان ځانګړي قطعې ورسېدلې او له تېري شپې راهيسته دلته جګړه درېدلې او طالبان له ښاره وتلي دي.

افغان حکومت وايي، په دې جګړه کي يې تر ۲۰۰ زيات وسلوال وژلي دي.

خو   طالبان دا ادعا ردوي او وايي، چي ۲۷ افغان سرتېري يې وژلي او ددوی ۹ وسلوال وژل سوي دي.