کور / راپور / د فراه له ښاره طالبان وتلي دي

د فراه له ښاره طالبان وتلي دي

تېره شپه ناوخته طالب وسلوال د فراه له ښار څخه ووتل.

د راپورونو له مخي اوس په ښار کي افغان ځواکونه ګزمې کوي ،  خلګو عادي ژوند پيل کړی دی، دوکانونه او مارکېټونه پرانستي دي او وضعيت عادي کېدونکی دی.

ځايي خلګ وايي، طالبان له سختي جګړې وروسته  له ښاره وتلي دي اود افغان تازه دمه ځواکونو د ور رسېدلو سره طالبانو سيمه پرې اېښې ده.

طالبان وايي، له ښاره يې تکتيکي پرشاتګ کړی دی.

د فراه والي بصير سالنګی چي نن سهار په پوځي جامو کي په ښار کي ګرځېدی وويل، په دې جګړه کي ۳۰۰ طالب وسلوال وژل سوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا ادعا ردوي او وايي، چي په جګړه کي يې يواځي ۹ وسلوال وژل سوي دي، د مجاهد په خبره په نښته کي يې ۲۵ افغان سرتېري وژلي او ۱۰ نور يې ژوبل کړي دي.

 دفراه  د عامي  روغتیا مشر جبار شایق وايي ، له تېرو دوه دریو ورځو دغه روغتون ته ۲۹ مړي ور وړل سوي، چي څلور پکې ولسي وګړي او پاتې سرتېري دي.

د نوموړي په خبره، ۷۴ کسان ټپي سوي چې ۲۲ ولسي وګړي او پاتې امنیتي ځواکونه دي.

د هغه په خبره، په دې کسانو ۱۳ بوډاګان، درې ښځې او څلور ماشومان دي.

طالبانو يوه ورځ وړاندي د فراه پر ښار له څو لوريو بريدونه پيل کړه چي په وروسته کي يې د افغان ځواکونو سره نښته سخته سوه او طالبانو ځيني حکومتي ودانۍ ونېولې.

د جګړې د مهارولو لپاره  فراه ولايت ته افغان ځانګړي قطعې ورسېدلې او له تېري شپې راهيسته دلته جګړه درېدلې او طالبان له ښاره وتلي دي.