کور / سياسي / پدرامه له خبرو سره دې پام کوه!

پدرامه له خبرو سره دې پام کوه!

ليکنه: سردار محمد همدرد

د ولسي جرګي غړي لطیف پدرام  په فیض اباد کې یوې غونډې ته و ویل، چې که په تذکره کې د ملیت کلمه لرې نه کړي، په بدخشان کې به خپلواکي اعلان کړي او حتی د وسلوالې مبارزې خبره یې هم وکړه.

ما د دې موضوع په اړه تېره ورځ هم یوه مقاله لیکلې وه او په هغه مقاله کې مې د حوصلې او زغم خبرې کړې وې. په ځانګړې توګه له احساساتي ځوانانو څخه مې هیله کړې وه، چې په دې موضوع کې باید له زغم او حوصلې څخه کار واخلي. په دې ټول پوهیږو، چې تاجک، هزاره، ازبک او د افغانستان ټول قومونه په افغانیت ویاړ کوي؛ خو د پدرام له نننیو څرګندونو څخه د وطن د نفاق بوی ځي او پردۍ توطئه ده.

زه پدرام ته وایم، چې افغانیت زمونږ لپاره سره کرښه ده. تا د هېڅ قوم استازی نه ګڼم او نه دلته د قوم خبره کوم. تا ته د یوه پردي جاسوس او د دې خاورې د دښمن خطاب کوم. ته دې دا خپلې خبرې لږ په فکر کوه. بدخشان خو زما کور دی. ته څوک یې، چې زما په کور کې تفرقې اچوې؟

زه د افغانستان د ټول ملت د ارادې خبره کوم. د افغانستان پنځه نوي سلنه خلک افغانیت غواړي او افتخار پرې کوي. که نه وي، را میدان ته سه، چې رېپرېنډیم وکړو او که بیا هم خبره تر منطق واوړي، نو بیا دا چې ته د پردیو جاسوس او د نفاق پروژه عملي کوې، نو جهاد در باندې فرض عین دی.

په دې وطن کې به ډېرې ناخوالې راسې. د قدرت د ګټو جګړه به هم وسي، پر ټولو به حوصله وکړو، خو پر افغان حوصله او زغم کول لوی خیانت دی. ملت دې ته مه مجبوره کوه، چې د منظور پښتین غوندې را ووځي او لعنت درباندې و وايي.

دا سمه ده، چې په جګړه کې یو. یو عالم ستونزې لرو. په کومه ورځ چې زمونږ د خاورې د ازلي دښمنانو لاس افغانستان ته را ایله سو او زمونږ د کور دېوال یې را ونړاوه، دا یې هیله وه، چې یو څو بې شرمه اجنټان وروزي او په دې وطن کې یا د تجزیې خبره وکړي او خود مختاري اعلان کړي. زه ستا بادرانو ته هم وایم، چې دا ملت مړ نه دی. دا سمه ده، چې په نس وږی دی او پردۍ جګړه پرې حاکمه ده، مګر هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې د تجزیې خبره وکړي او نه د پدرام زر کسیزه غونډه د افغانستان د شاوخوا څلوېښت ملیونه وګړو نماینده ګي کولای سي.

که د دغه ډول غونډو خبره وي، د افغانستان په څلور دېرش ولایتونو کې تر دې لس چنده پراخه غونډې جوړېدی سي او ستا دا نا روا اواز خپ کولای سي. زه درسره د حکومت په چوکاټ کې خبرې کوم، دولت پوه سه کار یې پوه سه. زه ستا سره د ملت خبره کوم. ته له سکانو او هندوانو څخه نه شرمېږې؟ چې د هغوی مذهب هم جلا دی، مګر په افغانیت افتخار کوي.

زه د ولسي جرګې یو شمېر با احساسه وکیلانو ته حیران یم، چې د ملت له کور څخه د افغانستان د نفاق خبره کیږي او دوی دغه خوله نه ماتوي. زه پر هغو سیاسونو هم لعنت وایم، چې ډېرې غټې دعوې کوي، د افغانستان خبرې کوي، سیاست کوي او بیا په دومره ملي مسئله کې محافظه کاري کوي.

زه دا وایم، چې هر څوک په دې برخه کې محافظه کاري کوي، له دې وطن سره تاریخي جفا کوي او هغه به د تاریخ کرغېړنې څېرې وي. زه حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر ته وایم، چې په دې موضوع کې سستي په لوی لاس د پردیو اجنټانو ته تسليمېدل دي.

ته له ما څخه بدخشان ولې جلا بولې؟ زه دا نن په نیمروز کې د بدخشان څلور تنه پولیس سربازان شهیدان لرم او دې شهیدانو د افغانستان د سرلوړۍ او خپلواکۍ لپاره خپل سرونه نظرانه کړل او ته د دې شهیدانو په حق کې ظلم کوې.

زه د هېواد د ملي ګټو پر مدافع بنسټونو د امنیت شورا او ملي امنیت باندې ژغ کوم، چې ولې د هېواد د ملي ګټو پروا نه ساتئ او د پدرام غوندې پردي جاسوسان چې د دې هېواد له دښمنانو څخه پروژه راوړي، تاسو یې ولې په وړاندې چپه خوله یاست؟ یوه خبره چې په دې وطن کې ډېر فرهنګ کرځېدلی دی، هغه دا ده، چې ګذاره کوه!

صحي ده، دې ملت هم د اداري فساد او د بې عدالتۍ په وړاندې ګذاره وکړه، مګر پر افغان باندې معامله کول د دې هېواد سره لویه دښمني ده او د ګذارې وړ مسئله نه ده.

زه پر ملت یو بل ژغ هم کوم، چې را روانې پارلماني ټاکنې په مخ کې لرو. د هېواد دښمنان هڅه کوي، چې خپل جاسوسان دې اعظیم کور ته واستوي. هیله مې دا ده، هر هغه څوک چې له افغانیت څخه انکاري وي او یا د پردیو جاسوس وي، د خدای او د وطن په خاطر رایه مه ورکوئ.

د اسلام له مبارک دین څخه را وروسته مونږ تر افغانیت بل قوي ارزښت نه لرو. د افغان او افغانستان په لاره کې سر قرباني کول د ځان لپاره افتخار ګڼو او د افغانستان ټول خلک نر او ښځې په افغانیت ویاړ کوي. ستا دغه کړنې تر داعش هم خطرناکه دي؛ ځکه هغه خو مو په ښکاره دښمن دی.

په پای کې د افغانستان ټول معزز قومونه ازبک، تاجک، هزاره، پښتون، پشه يي، بلوڅ، نورستاني، عرب او ګجر د افغانستان د خاورې مالکان ګڼم. مونږ ټول د یوه وجود غړي یو. د یوه وجود غړي هېڅکله نه شي جودا کېدلی. په ټولو قومونو ژغ کوم، چې د پردیو دسیسو په وړاندې باید یو موټی سو او د سرلوړي او تاریخي افغانستان لپاره کار وکړو.