کور / راپور / ولسمشر اشرف غني په کندوز کي د هوايي بمبارۍ له امله د زيانمن سويو کورنيو څخه بخښنه وغوښتل

ولسمشر اشرف غني په کندوز کي د هوايي بمبارۍ له امله د زيانمن سويو کورنيو څخه بخښنه وغوښتل

افغان ولسمشر اشرف غني له هغه کورنيو بخښنه غوښتې چي دوې مياشتي وړاندي په کندوز کي د هوايي بمبارۍ له امله زيانمني سوي دي.

دوې مياشتي وړاندي د کندوز ولايت په دښت برچي ولسوالۍ کي افغان هوايي ځواکونو پر يوه غونډه بمبار وکړ چي ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړه.

هغه مهال افغان دولت ويلي وه چي په دې غونډه کي طالب مشران راټول سوي وه او هغوی يې وژلي خو ځايي خلګو ويل، دا د دستاربندۍ يوه جلسه وه چي ولسي وګړي پکي راټول سوي.

کله چي په دې بريد کي د ولسي وګړو د وژني خبره توده سوه افغان دولت د څېړنو لپاره سيمي ته يو پلاوی ولېږی .

ملګرو ملتونو د ثور پر ۱۲ وويل،  د افغان پوځ په دې برید کي چي د کندوز په دښت ارچي کي یې کړی وو،‌۳۶ ولسي وګړي وژل سوي چي ۳۰ یې ماشومان دي او د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۷۱ نور ټپیان سوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني د ځپل سويو کورنيو څخه بخښنه غوښتې او ويلي يې دي چي د قانوني حکومت او فتنه ګيرو ترمنځ توپير دادی چي قانوني حکومت د خپلو تېروتنو بخښنه له ملته غواړي.