کور / #PTM / وزيرستانيان: د پوځ په شتون کي مو خلګ په هدفي وژنو کي وژل کېږي

وزيرستانيان: د پوځ په شتون کي مو خلګ په هدفي وژنو کي وژل کېږي

په شمالي وزيرستان کي ولسي وګړو له دريو ورځو راهيسته لاريون پيل کړی دی او په سيمه کي د هدفي وژنو د مخنيوي هڅي کوي.

لاريونوال وايي، په دغه سيمه کي هره ورځ هدفي وژني کېږي او قاتلين يې نه نيول کېږي.

دا لاريون پر داسي مهال کېږي چي په  ميرعلي او ميرانشاه کي په دې وروستيو کي درې مخور پښتانه په خپل کور کي ووژل سول.

د خلګو په وينا، پاکستاني پوځ ادعا کوي چي د ضرب غضب په عملياتو کي يې سيمه له ترهګرو پاکه کړې ده، خو ددوی دعوه دروغ ده، اوس هم دلته طالبان په هغه سيمو کي ګرځي چيري چي د پوځ واک دی.

پاکستاني پوځ په۲۰۱۴ کال کي په شمالي وزيرستان کي د ترهګرو د له منځه وړلو په پلمه عمليات پيل کړه چي تر يو مليون زيات ولسي وګړي يې له خپلو کورونو بېځايه کړل ، په ميرعلي او مېرانشاه کي يې د پښتنو په زرګونو کورونه، مارکېټونه او دوکانونه  وران کړل. او هغوی ته يې په ملينونو ډالره تاوان ورساوه.

وړاندي هم په وزيرستان کي ځايي خلګو وويل چي ددوی سيمو ته د پوځيانو په شتون کي طالبان ورغلي دي او پوځ ځيني سيمي د يوې معاملې پر بنياد طالبانو ته ورسپارلي دي.