کور / اقتصادي / امريکا د حزب الله پر مشرانو بنديزونه لګولي دي

امريکا د حزب الله پر مشرانو بنديزونه لګولي دي

امريکا د ترهګرو سازمانونو سره د مرستي په خاطر د حزب الله ګوند پنځه لوړپوړي مسؤولين د ترهګرو په ليست کي شامل کړي دي.

د امريکا د ماليې وزارت وايي، د حزب الله پر غړو يې بنديزونه د سعودي، بحرين، کويټ، عمان، قطر او اماراتو سره د سلامشورې وروسته کړی دی.

په نوي بنديزونو کي د حزب الله  مشر حسن نصرالله، د هغه مرستيال نعيم قاسم، د سياسي شورا مرستيال حسين خليل ، د سياسي شورا مشر ابراهيم امين السيد او د ګوند د تصميم نيوني مشر محمد يزبک شامل دي.

امريکا وايي د بنديزونو هدف يې د هغه ۷۰۰ مليونه ډالره مرستو درول دي چي ايران يې هرکال حزب الله ته ورکوي، همدا راز د هغه بانکي حسابونو مخنيوی دی چي د حزب الله د ګټو لپاره کارول کېږي.

د ماليې وزارت په خبرپاڼه کي ويل سوي، دا بنديزونه د ايران سره د اټومي موافقې د لغوه کولو وروسته رامنځ سوي او دا پر ايران د بنديزونو د وضع کولو پيل دی.

همداراز د سې شنبې په ورځ واشنګټن د ايران پر مرکزي بانک او د (البلد) په نامه عراقي بانک باندي ځکه بنديزونه ولګول چي ددوی په وينا د ايران انقلابي ګارډ ته يې په مليونونو ډالر ورکول.

له دې وړاندي هم د امريکا د ماليې وزارت پر شپږو افرادو او دريو شرکتونو بنديزونه ولګول، چي ګڼي دوی د فليق القدس وسلوالو ته چي د ايران د انقلابي ګارډ د بهرنيو عملياتو مسؤولين دي پيسې ورکوي.