کور / کیسه / آمُرْ بِالْمَعْرُوفِ!

آمُرْ بِالْمَعْرُوفِ!

ليکوال: ح حقوېش

 سړى مي په منډه تر څنګ تېر شو ساه اخستى وٶ، چي پسې ومي کتل لنګوټه يې په غاړه کي لوېدلې، واسکټ يې باد پورته کړى او خړ لوى پټو پسې څخېده، فکر يوړم چي خداى(ج) خبر دا ځوان به کومه ستونزه لري چي داسي په منډه روان دې، په همدغه فکر کي شوم که ګورم دوم سړى همدغسي په تېزه منډه پسې ورتېر شو چي په دوړو سپېره ږېره يې باد سره شېندلې وه، دى هم ساه اخستى وٶ. لا نور هم فکر يوړم چي څه کيسه ده، او دواړه د کلي د پاى کورو ته منډي وهي، چي زما د خسرګنۍ کور هم هلته وٶ، نو ما هم قدمونه غټ کړل په اوچت قدمونو شوم چي ځان ورسوم داسي نه کومه غټه ستونزه وي. چي هلته ورسېدم که ګورم هغه ځوان چي له مخي يې منډي وهلې پروت دې په لوړ ږغ ژاړي، او هغه دوهم کس چي ورپسې وٶ، ورته ولاړ دې او په لنګتو يې وهي. چي زما له رسېدو سره سم له کورونو هم خلک راوٶتل، چي د لامل پوښتنه يې وکړو، هغه کس چي وهل کوي په قهر شو تاسو نه وينۍ چي له شرعي څخه غلط کارونه کوي، تاسو هم نه ورته وايست چي دا ناروا کارونه مه کوه، د کلي يو سپينږى ورمخته شو سړى يې تر اوږه ونيو لېږ يې راڅنګ ته کړ، ورته وې ويل څه کيسه ده چي هلک وهې؟ په هم هغه ډٶل يې بيا په قهر ورته وٶيل ته نه وينې چي ږېره او بريت يې خريلي دي؟ سپينږيرى چي عبدالحنان اکا نومېده! سړه ساه يې کښ کړه وه سړى ته خو اٶل د سړي ږيري ته ګوره بيا يې وهه، دا څوکړ ده ږيره نه لري او تا لنګتي ورته کښلې دي وهې يې. عبدالحنان اکا ته يې مخامخ وکتل، خوله يې وازه ونيوله، ګوتي يې په ږېره کي بندي کړي، يواځي يو ورو ږغ يې له خولې وٶت “ښه”، بيا يې ورو سر هغه ځوان ته ور کوږ کړ ښه دا څوکړ ده. وٶ! يوه دوه دقيقې ولاړ وٶ بيا د ځوان خواته په قهر وروان شو، په لوړ ږغ يې وٶيل: ښه نو چي څوکړ يې لمونځ خو به دي زده وي لمونځ راته وٶايه؟ هله ژر کوه؟ هغه ځوان چي له ډيرو وهلو دړدلى وٶ اوس هم ژړغونى وٶ، وارخطا وٶ هيڅ يې هم نشو ويلى. خوله يې ورو ورو وښوريده په ناستو شاته وڅخېده، د بيا ورمنډه کړه ټينګه لنګته يې وٶاهه، ښه! لمونځ دي هم نه ده زده چي داسي شاته څخېږې، ته څنګه مسلمان يې چي نه دي لمونځ زده دې، او نه په نور شرعيت خبر يې؟ هم دالته يې ځوان ته لنګتي او سوکان کښ کړل ښه سم يې له اخه توخه واچوٶ بيا يې پرېښود، خو کليوال له طالبانو دومره وېرېدل چي دې يوه طالب ته ټول کلي څه نشو ويلى چي ولي په ناحقه دا ځوان وهې؟ يو ځل هغه څوکړ ده تا د ږيري نه لرلو له امله وٶاهه، بيا د هغه لمونځ زده دې له دړده يې تر خولې ږغ نه وٶځي او ته يې وهې. خو طالب ښه زړه سوړ کړ او روان شو، کليوالو ځوان په ځولۍ کي واچوٶ او کور ته يې دننه کړ. په ترڅ يې راوکتل وې ويل: بس نو زويه دا د طالبانو “آمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهيَ عَنِ الْمُنكَرِ” وٶ.

.