روژه؛ او د جګړې له ښکېلو خواوو د خلکو غوښتنې او تمې
Aziz Rahman Hazim
لیکنه : محمدزمان ستانکزی
په ټوله نړۍ او افغانستان کې خلک روژه دي، خو توپیر یې دا دی چې نوره نړۍ کې خلک په طاعتونو او عبادتونو کې روژه تېروي خو افغانستان کې عبادت ځایونه او مقدس ځایونه د وسلوالو تر دوامداره بریدونو او ګواښونو لاندې دي. روژه د دیني روایتونو له مخې، د نفس د تذکیې یا پاکېدو میاشت ده، هر څه زکات لري او د بدن زکات روژه ویل شوې. د روژې اصلي پیغام د هغو کسانو په درد او رنځ پوهېدل دي چې له بیوزلي کړیږي او له سهاره تر ماښامه کار کوي خو په لاس څو وچې ډوډۍ ورځي هغه هم په مړه ګېده نه ور رسیږي.
افغانان په داسې مهال د اسلام د دغې درېیمې بنا کوربانه دي چې د جګړو تنور بل دی او داسې ژبغړاند دی ته وا هر څه خوري، لا د کابل ټپونه نه دي جوړ چې فراه په کټ پریوت او وینې ترې څاڅي، فراه، کابل، بغلان، غزني، او ډېرې سیمې د مخامخ او تپل شویو جګړو لیدونکي دي، که هر څومره ننواتې وشوې، که هر څومره وویل شول چې خبرې د حل لار ده خو نه اورېدل کیږي، عام ولس د طالبانو په تړاو بیلابیل لیدلوري لري، اوس د هغو کسانو شمېر ډېر کم دی چې د دوي جګړه یې برحقه بلله، اوس هر ځای کې که له عادي خلکو وپوښتل شي، د طالبانو جګړه ردوي، په افغان ځواکونو ویاړي او دا ځواکونه د هېواد اصلي ساتونکي بولي، افغان ځواکونه هغه مهال لا زیات محبوب شول چې له پاکستاني ځواکونو سره یې وروستیو کلونو کې خونړۍ جګړې وکړې او دا یې ثابته کړه چې افغان خاوره لا صاحب لري.
روژه او له طالبانو د خلکو تمې
روژه پیل شوې او خلک نه غواړي چې دغه میاشت خپه ولاړه شي، خلک په بیلابېلو عبادتونو او خاصو کړنو سره غواړي چې دې برخه کې د قناعت تر پولې ورسیږي، جوماتونو کې اوږدې لیکې وتړي، ختمونه او دعاوې وکړي. په هر حال خلک له جګړو ډېر ستړي دي، نه غواړي چې نور له دې زیات وځوریږي تمه یې دا ده چې جګړې پای ومومي، دوي روژه په نیک فال نیسي او دعا کوي چې د دې میاشتې په برکت په افغان آسمان د سولې کوترې والوځي.
زمونږ پوځ، زمونږ حکومت، زمونږ قضا، زمونږ ملي شورا، زمونږ نظام او……… منو چې خپلې خپلې ستونزې لري، خو د دې ستونزو د حل لار حکومتي چارو کې د خلکو ډېره ښکېلتیا ده، خلک او سیاسي ډلې دې د معقولو طرحو له لارې د وضعیت بدلولو هڅه وکړي، وینه په وینو نه وینځل کیږي، طالبان دې نور د پردیو سریالونه او دسیسې پای ته ورسوي، د لویو پرېکړو جرئت دې وکړي، په سیاسي میدان کې دې را مخته شي، او پوځي میدان دې پریږدي چې افغان ځواکونه پر مخ یوسي، د جګړو ورځنی لګښت کولی شي، سلګونه ښوونځي آباد کړي او پراخ پرمختګ ته لار هواره کړي.
جګړه کې څه په لاس نه راځي، یواځې مو ولس ځوریږي، او ګټه پردي کوي، ګټه ایران کوي چې د افغانستان اوبو د له لاسه وتلو تصور نه شي کولی، ایران، پاکستان، روسیه او چین خپلې اجنډاوې پر مخ وړي، هغوي په افغانستان کې د ولسواک نظام مخالف دي، افغانان باید د هغوي د دې دسیسو مخه ونیسي، د تلې اته ویشتمه د افغانستان برخلیک ټاکي، په دې ورځ باید زمونږ تاریخ نوې افسانه جوړه کړي، د افغانستان د پرمختګ او هوساینې افسانه.
د جګړې ښکېلې خواووې افغانان دي، طالب هم د افغان بچی دی او د ملي اردو عسکر هم د افغان بچی، تر منځ یې جنګ یواځې د افغان کورنۍ په غم کینوي، طالبان او افغان حکومت دواړه دې په دې پوه شي چې هیڅوک مونږ ته سوله نه راوړي، مونږ خپله باید سوله انتخاب کړو، مونږ خپله باید دا وټاکو چې مخ په وړاندې ځو که همداسې دربدره پاتې کیږو. د دې لپاره چې حالات بدل کړو، باید زغم ولرو، زغم مو د بریا تر پولې رسولی شي، که طالبان په خپل دریځ او افغان حکومت په خپل دریځ ولاړ پاتې شي هیڅوک هم نه شي بریالي کیدای، تباهي او وراني دوام مومي، وینې توییدنې به لا روانې وي، او د دې وضعیت ګټه یواځې نورو ته رسیږي.
په دولت او طالبانو د ولس غږ دا دی چې نور بس کړئ، راځئ د جګړې پر ځای په دې فکر وکړئ چې په څه ډول مونږ یو داسې حکومت جوړ کړوچې له اسلامي او نورې نړۍ سره عادي او دوستانه اړیکې ولري، او افغانان د خپلو سیالانو سیالي ته دریدلي وي.
پای