کور / راپور / د سولي عالي شورا: د پاکستاني ملايانو طالب پلوي څرګندوني راتلونکي غونډي تر پوښتني لاندي راولي

د سولي عالي شورا: د پاکستاني ملايانو طالب پلوي څرګندوني راتلونکي غونډي تر پوښتني لاندي راولي

د سولي عالي شورا وايي، د اندونيزيا د کنفرانس وروسته د پاکستاني ملايانو طالب پلوي څرګندوني ددې لامل سوي چي د افغان او پاکستاني علماوو ترمنځ راتلونکي غونډي ترپوښتني لاندي راولي.

تېره اوونۍ په اندونيزيا کي د افغانستان، اندونيزيا او پاکستان علماء سره راټول سوه او په افغانستان کي يې د سولي لپاره د خپل رول پر څرګندولو خبري اتري وکړې چي په عمومي ډول د افغانستان جګړه تر پوښتني لاندي راوستل سوه.

 وروسته هغه پاکستاني ملايانو چي په غونډه کي يې ګډون کړی وو په پاکستان کي د طالبانو په پلوۍ څرګندوني وکړې، چي دې کار افغان او اندونيزيايي علماء د پاکستاني ملايانو پر نيت نور هم شکمن کړه.

د سميع الحق حقاني ورور انور الحق حقاني چي د اندونيزيا په کنفرانس کي يې ګډون کړی وو، په يوه ويډيو کي ويلي چي ده په کنفرانس کي علماء دې ته پرې نه ښودل چي په اعلاميه کي د طالبانو نوم راولي، دده په وينا دا کار يې ځکه وکړ چي دوی د طالبانو استازيتوب کاوه.

نوموړی په خپلو خبرو کي وايي، “په ټوله غونډه کي د اوربند په اړه نه خبري سوي او نه هم کومه پرېکړه. موږ هغوی پرې نه ښودل چي د طالبانو یادونه وکړي. ګډونوالو په بیان کي د طالبانو نوم واچوی خو موږ ورڅخه بېرته لیری کړ. تاسو (طالبانو) اندېښنه مه کوئ، موږ مو استازیتوب کوو. هر څه په سمه توګه پر مخ ولاړل. “

د پاکستاني ملايانو څرګندوني پر داسي مهال سوي دي چي دنړيوالو او افغان چارواکو لخوا پاکستان د ترهګرو سره د مرستو په سمبالولو او هغوی ته په خوندي ځايونو ورکولو تورن دی.

سميع الحق چي د طالبانو د پلار په نامه هم يادېږي د ډېورنډ کرښي ها غاړه د پېښور په اکوړه خټک کي د حقانيې په نامه مدرسه لري چي د طالبانو سره د معنوي ملاتړ په سبب يې د( ترهګرۍ کارخانې) نوم وړی دی.

په ياده مدرسه کي د طالبانو ملاتړي او جنګيالي اوسېږي او د مدرسې عمومي تدريسي برخه پر افغان جګړه ولاړه ده او دې جګړې ته د جهاد په نامه په زرګونو ځوانان له همدې مدرسې د طالبانو ليکو ته ور داخلېږي.

په دې وروستيو کي په خيبر پښتونخوا کي واکمن ګوند تحريک انصاف چي مشران يې سيکولر او ازاد خياله دي  حقانيه مدرسې ته ۵۰۰ مليونه پاکستانۍکلداري مرسته ورکړه، چي د ډېرو خلګو غوسه يې راوپارول او ياد ګوند يې د ترهګرو سره د مالي ملاتړ تورن کړ.