کور / راپور / افغان چارواکي: د فراه جګړه د اوبو پر سر ده

افغان چارواکي: د فراه جګړه د اوبو پر سر ده

فراه ولايت ته وروسته ترهغه لوړپوړي چارواکي ورغلل چي دوې ورځي وړاندي پر دغه ولايت د طالبانو وسلوال بريد افغان حکومت ته ټکان ورکړ. او د څو ساعتونو لپاره د فراه ښار ځيني سيمي طالبانو په ولکه کي واخيستې.

نن د دفاع  وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانګزي او د بهرنيو ځواکونو د پرېکنده ماموريت مشر جنرال جان نيکولسن فراه ښار ته ولاړه او هلته يې په غونډه کي خپلي څرګندوني د فراه د چارواکو سره شريکي کړې.

د دفاع وزير طارق شاه بهرامي وويل: د فراه جګړه د اوبو پر سر جګړه ده ، نوموړي په غير مستقيم شکل ايران په دې تورن کړ چي د فراه په جګړه کي يې د طالبانو مرسته او ملاتړ کړی دی.

ښاغلي بهرامي دا هم وويل چي په فراه کي د سلما بند د جوړېدو او د بخش اباد بند د کار د پيل سره افغانستان د يوه نوي دښمن سره مخامخ سو.

نوموړي وويل: “دوستانو وویل، د فراه جګړه مطلقاً د اوبو پرسر جګړه ده. کله چي د سلما بند جوړ سو او د بخش اباد پر بند لومړني کارونه پیل سول، موږ له دښمنۍ سره مخامخ سوو. خو دا زموږ قانوني حق دی چي خپلي اوبه مهار کړو او له خپلو سرچینو ګټه واخلو.”

بهرامي زياته کړه، اوس د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کي جګړې رواني دي او امنيتي ځواکونه د وسلوالو پر ضد په پوره ميړانه جنګېږي.

نوموړي وويل، د پرېکنده ماموريت قومندان جنرال نيکولسن ژمنه ورسره وکړه چي د راتلونکي جولای مياشتي پوري به افغان پوځ ته ۵۰ نوري بلک هاک چورلکي ورکړل سي.

غونډي ته د کورنيو چارو وزير ويس برمک وويل، دفراه امنيت ته يې جدي پاملرنه کړې او دلته د پوليسو په ليکو کي ژور بدلونونه راوستي دي.

د نوموړي په وينا، هغه زړور پوليس او قومندانان د ستايني وړ دي چي دطالبانو د بريد پر مهال يې ددې ښار دفاع کړې ده او هغه چارواکو ته به سزا ورکړي چي د طالبانو د بريد پر مهال يې وظيفوي غفلت کړی دی.

همداراز د ملي امنيت مشر معصوم ستانګزي په خپلو څرګندونو کي وويل چي تر ۲۰۱۴ کال وړاندي داسي انګېزه وه چي د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به جګړه پای ته ورسېږي خو داسي ونه سول، له فراه څخه بهرني ځواکونه ووتل، خو لاجګړې هم دوام لري.

نوموړي په خپلو خبرو کي وويل: “دا د ګټو جګړه ده، دا له محمود سره د احمد جګړه نه ده، دا د هغي لویي جګړې یوه برخه ده چي افغانستان یې تل قرباني سوی دی. موږ باید د خپلو هېوادنیو ګټو دفاع وکړو. که تمه دا وي چي دا جګړه د عسکرو، توپونو او الوتکو په مټ مهارېږي، دا ناممکنه ده”.

غونډي ته جنرال نيکولسن وويل، د روژې په مياشت کي دښمن د بهرنيو هيوادونو په ملاتړ پر تاسي بريد وکړ.

که څه هم نيکولسن په ښکاره د کوم هيواد نوم وانه خيست خو اشاره يې  ايران ته وه.