کور / راپور / د غزني ولايت اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کي ده

د غزني ولايت اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کي ده

د غزني ولايت پر اجرستان ولسوالۍ له څو ورځو راهيسته طالبانو جګړه پيل کړې ده او په دې وروستيو کي يې د محاصرې او سختي جګړې راپورونه رارسېدل.

د غزني د ولايتي شورا مشره لطيفه اکبري وايي، د اجرستان ولسوالۍ امنيه قومنداني د طالبانو لاس ته لوېدلې ده، اوس هلته يواځي د ولسوالۍ ودانۍ او ورڅېرمه پوځي قرارګاه پاته ده چي افغان ځواکونه پکي د طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د اکبري په وينا، سيمي ته د حکومت لخوا پر وخت د مرستي نه رسېدل ددې لامل سوي چي ولسوالۍ سقوط وکړي. هلته امنيتي ځواکونو له مرکزي حکومت څخه په وارو وارو د مرستي غوښتني کولې خو داسي مالومېږي چي لاتراوسه هلته پوځي مرستي نه دي رسېدلي.

لطېفې اکبري داهم وويل چي هلته طالبانو د سيمه ايزو او ملي پوليسو ۱۲۰ کورونه سوځولي دي.

مېرمن اکبري وايي، تر پرونه د يادي ولسوالۍ د امنيه قومندان سره په تماس کي وه خو اوس يې ټلفون بند دی او تماس ورسره قطع سوی دی.

طالبانو هم په يوه خبر پاڼه کي ويلي دي چي اجرستان ولسوالي تېره شپه ددوی لاس ته لوېدلې ده او ګڼو افغان سرتېرو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

د اجرستان ولسوالۍ په داسي حال کي د سقوط سره مخ ده چي په دې وروستيو کي طالبانو تهاجمي بريدونه زيات کړي دي او ترټولو غټ بريد يې پر فراه ښار وو، چي د څو ساعتونو لپاره يې د فراه ښار ځيني حکومتي ودانۍ لاس ته ولوېدلې او وروسته بېرته له ښاره ووتل.