کور / راپور / عبدالله قرلق: دوستم به په راتلونکو لسو ورځو کي هيواد ته راستون سي

عبدالله قرلق: دوستم به په راتلونکو لسو ورځو کي هيواد ته راستون سي

تمه ده د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم په راتلونکو لسو ورځو کي هيواد ته راستون سي.

دا څرګندوني د مشرانو جرګې غړي عبدالله قرلق کړي دي، ښاغلی قرلق دوستم ته يو له نږدې کسانو څخه دی.

نوموړی وايي، په ترکيه کي د افغان ولسمشر اشرف غني او د جنرال دوستم ليدل د ولسمشر د سفر د اجنډاوو څخه وه، خو په هيواد کي حساس حالت ددې لامل سو چي ولسمشر ژر هيواد ته راستون سي او له دوستم سره يې ونه لېدل. خو وروسته يې پرټلفون خبري ورسره وکړې.

ولسمشر اشرف غني  د جمعې په ورځ د اسلامي همکاريو د سازمان غونډي ته چي په ترکيه کي د بيت المقدس په هکله جوړه سوې وه ورغلی.

د دوستم سره د اشرف غني ټلفوني خبري لاتراوسه په کره توګه نه دي تاييد سوي خو له ترکيې څخه هيواد ته د دوستم اوازې ګرمي سوي دي.

عبدالرشيد دوستم وروسته ترهغه ترکيې ته ولاړی چي په جوزجان کي د نوموړي د سياسي مخالف احمد ايشچي سره يې شخړه وکړه، پر دوستم دا تور دی چي احمد ايشجي ته يې جنسي ځوروني ورکړي او هغه يې ربړولی دی.

وروسته په کابل کي لويي څارونوالي د دوستم نهه ساتونکو ته سزا واورول، خو د دوستم په هکله يې څه نه دي ويلي.