کور / اقتصادي / د اقتصاد او اقتصادي نظامونو پېژندنه لومړی برخه

د اقتصاد او اقتصادي نظامونو پېژندنه لومړی برخه

د اقتصاد او اقتصادي نظامونو پېژندنه

جان محمد مهربان
لومړی برخه:
د اقتصادعلم ته یوه کتنه: څوک چي داقتصادعلم له زده کړي او لوستلو سره علاقه لري، لومړی بايد د اقتصاد علم په معنی او تعريف ځان پوه کړي. د دغه کار له پاره مي د اقتصاد د معنی او تعريف په اړه دمشهورو اقتصاد پوهانو نظرونه، تعريفونه، ارزوني او اعتراضونه سره راټول او وړاندي كړي دي. ورپسې بیا د اقتصاد علم نور اړخونه په دغه او نورو فصلونو کي څېړل سوي دي.
په قران کریم کي د «اقتصاد« كلمه د افراط او تفريط په منځ کي د «اعتدال» په معنی راغلې ده. د لقمان په مباركه سوره کي راغلي دي:(واقصِد فِي مَشيكَ)
ترجمه: په خپل تګ کي ميانه رو اوسه!
د قران كريم دمائدې په سورت کي راغلي دي: ( امة مقتصدة)
ترجمه: ملت چي داعتدال لاره نيسي. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د اقتصاد كلمه د اعتدال او ميانه روي په معنی فرمايلې ده. په يوه حديث کي راغلي دي چي (من اقتصده في معيشة رزقه الله ومن بذره حرمه الله).
ترجمه: كه څوك په ژوند کي منځلاری او معتدل وي، خداى جل جلاله به د هغه روزي (دژوند وسايل) ډېر كړي او كه څوك اسراف وكړي، خداى جل جلاله به هغه محروم كړي.
د اقتصاد كلمه په عربي کي هم داعتدال او منځلاريتوب معنی وركوي. دغه کلمه له «قصد« څخه اخيستله سوې ده .په اسلام کي داقتصاد كلمه داضافه خرڅ د عمل په مقابل کي استعمال سوې ده.
په انګلېسي کي د «Economics» كلمه چي په مصرف او خرڅ کي منځلاريتوب كول، ګټه كول او د لږ مصرف كولو معنی لري، شايد د فرانسوي ژبي (économique+-s) له کلمې څخه- چي كله (s) ورسرمښتى او كله بيا وي ورسره مښتى نه وي- د اتلسمي پېړۍ په اواخروکي رانقله سوې وي، چي وروسته بيا ديوناني كلمې (ta oikonomika) ته ژباړل سوې ده. “تااويكا” د «کور یا خوني« او “نُميكا” د مديريت معنی ورکوي. د «Economics» معنی دكور اداره او يا دكور تنظيم او تدبیر دئ ځکه چي دكورڅښتن/ مشر دكور د خوراك، څښاك، او د استوګني د برابرولو او د هغه دتنظيم مسؤليت پر غاړه درلودئ.همداسي دكور نورغړي مكلف ول چي خپل وظايف په ښه توګه تطبیق کړي.
پوهان وايي چي د(اكانوميكس)کلمې څرګند تاريخ معلوم نه دئ، چي څه وخت دغه مفهوم استعمال سوى دئ.د اقتصاپوهانوپه عقيده، مخکي له دې چي اقتصادي عقايد او نظريات بيان سي، ځيني مفهومونه یا اصطلاحات او اقتصادي طريقې لكه پيسې، قيمت، بازارونه، گټه، سرمايه، اُجوره او ماليات وې مګر دا معلومه نه ده چي دكومو فيلسوفانو له خوا به دغه طريقې وضع سوي وي.
د «Economics« لفظ يوازي دكور دتنظيم وتدبيراو داړتياو دليري كولو له پاره نه استعمالېدئ بلكي دهغه وخت دیونان د ښاري دولت چي د يوه هیواد حيثيت ئې درلودئ، دتنظيم او تدبير او د خلګو داړتياو دليري كولو له پاره هم د استعمال وړ وو، چي وهغه ته به پوليټيكل اكانومي ويل کېده. په پخواني يونان کي ښاري دولت ته ئې پليس وايه چي دپخواني يونان د خلګو اقتصادي افكار د دوى له اجتماعي اوضاعو او اقتصادي تشكيلاتو څخه سرچينه اخلي. نو كه د اقتصاد په باره کي څه ويل سوي دي، هغه د اخلاقواوسياست په رڼا کی ویل سوي دي. څرنګه چي د اخلاقو دفلسفې اُصول هم پر مطلق خير بنا سوي دي، نو دپخوانيو يونانيانو له خوا دغه مسلک په يوه ساحه کي څېړل سوی دئ دا چي پوليټيكل اكانومي يا ښاري اقتصاد حتماً د دولت او حكومت سره ارتباط پيداكوي نو اقتصاد اوسياست هم يو ځاى سره څېړل سوي دي، چي په دې توګه اخلاق، سياست او اقتصاد درې واړه په يوه ساحه کي مطالعه سوى دي او بېلوالى ئې ډېرنه معلومیږي.
د اقتصاد علم او اخلاقو نتیجه چي خير او ښېګنه ده، په خپل اخرني سيرکي يوله بل څخه بېليږي؛ اخلاق دروحي او نفسي خير اوښېګڼه ده. قتصاد دمادي یعني دخلګو داړتياو دليري كولواو د هغوی د نظم او ترتيب وظيفه پرغاړه لري. داقتصاد علم هدف خير او ښېګڼه ده.
نوټ: ددغي لړۍ د لیکنو د چاپولو حق یوازي د لیکوال او لراوبر ټکی کام سره دئ!
نور بیا