کور / روغتيا / له مرګه بېرېدل

له مرګه بېرېدل

ليکنه: جان محمد مهربان

له مرګ څخه بېریدلو ته Thanatophobia اصطلاح کاریږي، چي دیوناني ژبي له Thantos څخه اخیستله سوې ده. تناتوفوبیا له دوو کلمو څخه جوړه سوې ده. تانا د مرګ او توفوبیا د بېري په معنی ده. کله چي یو انسان د خپل مرګ په اړه بېره/وېره لري، تناتوفوبیا لفظ ورته کارول کیږي. که یو انسان د بل انسان یا د یو بل ژوندي جسم د مرګ په اړه اندېښنه ولري یا ئې په اړه فکر کوي، دغه حالت ته بیا نیکروفوبیا necrophobia وايي. دلته زما د بحث موضوع تناتوفوبیا ده.
مرګ سخت حالت دئ. له سختو حالاتو سره د انسان د رواني فشار د پورته کېدو په اړه دنړۍ په ادبیاتو کي ډېر څه پیدا کولای سو. له مرګه بېرېدل داسي رواني مسئله ده چي میلیونونه انسانان ورڅخه متاثیردي. له مرګه څخه بېره په انسانانو کي اضطرب او وسواسي افکار رامنځ ته کوي، پر ورځنیو چارو منفي تاثیر کوي چي یو په بل پسې مي څېړلي دي او پر حل لارو ئې هم ږغېدلی یم.
د بشر په تاریخ کي انسانانو هر وخت د خپل مرګ په اړه اندېښنه لرلې ده. اوس ئې هم لري. ځیني خلګ دغه اندېښنه شریکوي او ځیني ئې پټوي. دغه حالت ته د مرګ اخلاقي چوپتیا یا Morality Silence وايي. په ځینو هیوادونو کي له مرګ څخه د ځان ژغورني کلبونه سته چي death cafes ورته وايي. په دغو کلبونو کي خلګ راټولیږي، د مرګ په اړه خپلې اندېښنې او له مرګ څخه د نجات پر لارو چارو بحث کوي ځکه چي انسانان دژوند په ځینو مرحلو د مرګ احساس کوي. د مثال په توګه، له ۴-۶، ۱۰-۱۲، ۱۷- ۲۴، له ۳۵ څخه تر ۵۵ او ۶۰ کالو پوري افراد له مرګ څخه د بېريدلو اندېښنه لري. د سن دغه ترتیب ته دکوالا دبېري پوښتنلیک Koala Fear Questionnaire (KFQ)ویل کیږي. کې ایف کیو له مرګ څخه د کوچنیانو بېره پرپورته پنځو ګروپونو وېشلې ده، چي له ۴ څخه تر ۶ او له ۷ څخه تر ۱۰ کلنو کوچنیانو دپاره مرګ ترټولو بېرونکی شی دئ. ویرجینا سلاټر او مایا ګرایفتسVirginia Slaughter and Maya Griffiths پر ۹۰ کوچنیانو چي عمر ئې له ۴ څخه تر ۸ کالو پوري وو، څېړنه وکړه. دغي څېړني وښوده چي ماشومانو ته چي څونده د مرګ په اړه سم بیولوژیکي مفهوم ورکول سي، په هغه اندازه ئې له مرګه بېره کمیږي. کوچنیانو ته دي مرګ دبیولوژي له اساساتو سره سم تدریس سي چي له مرګ څخه ئې بېره کمه سي. پاول او تورسن د مرګ د بېري په اړه پر ښځو او نارینه وو چي عمر ئې له ۱۶ څخه تر ۶۰ کالو پوري وو، څېړنه وکړه. ددوی څېړني څرګنده کړه چي ښځي تر نارینه وو له مرګ څخه ډېري بېریږي.
جېن پاول سارتري وايي چي مرګ د بېري یوه منبع ده چي له دباندي څخه موږ ته راځي او دباندي ته مو ورسپاري. سارتري وايي چي مرګ له ځان سره دا وړتیا لري چي زموږ ژوندي اجسام غیر بشري ځای ته ور انتقال کړي. هدیره له خاورو او شګو څخه جوړه ده. خا وري او شګي غیر ژوندي مګر انسانان ژوندي موجودات دي. کله چي د انسانانو جسدونه له خاورو اوشګو سره پر یو سپېره ډاګ یوځای کیږي، نو په ژوند کي بېره هم ورڅخه لري. د ارواپوه فریوډ په نظر، هیڅوک پر خپل مرګ باور نه لري؛ مرګ زغملای نه سي. هغه خلګ چي د مرګ په اړه اندېښنې لري، په حقیقت کي کوښښ کوي چي د کوچنیوالي د زمانې ناحل پاته سوو شخړو ته د حل لاره پیدا کړي. د انکشافي سایکالوژي ارواپوه اریک اریکسن تیوري وايي، کله چي انسانان د ژوند اخیري مرحلې ته ورسیږي، دغه مرحلې ته د نفس حیثیت یا Ego Integrity وايي. د نفس حیثیت دا معنی لري چي چا ته په ژوند کي څه ورېپښیږي، هغه ئې قبلوي. ددغه تیوري له مخي، کله چي یو انسان د ژوند په هدف پوه سي، د نفس د حیثیت مرحلې ته رسېدلی دئ. د پاخه سن هغه افراد چي دغي مرحلې ته رسېدلي دي، د مرګ په اړه لږ فکر کوي. له مرګ څخه بېره په هغو کسانو کي ډېره ده چی دغه سټېج ته رسېدلي نه دي. د محمد سمیرحسین تیوري د موضوع په اړه دوه اړخونه روښانه کړي دي. د حسین د تیوري لومړۍ برخه وايي چي مرګ د ژوند اخیري پړاو نه دئ. د تیوری دوهمه برخه ئې عقیدوي اړخ څېړي. حسین وايي موږ په ژوند کي تر دې هم ښه ځای لرلای سو خو که اخلاق او تقوا په نظر کي ونیسو. حسین د والبعث بعد الموت په اړه ږغېدلی دئ. جرمنی فیسلوف مارتین هیجر (Martin Heidegger) وايي چي د انسان ژوند په تېر مهال، اوسمهال او راتلوونکي پوري مربوط دئ. کله چي انسان د راتلونکي په اړه سوچ وهي، دلته د مرګ فکر ورته پيدا کیږي. دغه فکر اضطراب او غم رامنځ ته کوي او رواني فشار ورسره ډېریږي.
د مرګ په اړه فکر په مختلفو افرادو کي د اضطراب مخلتفي درجې لري چي پر بېلابیلو عواملو بنا دي. هغه څوک چي خپل مذهب ته سمه عقیده ولري، هغه د مرګ له بیري څخه لږ ځوریږي (ویکیپیډیا). موږ مسلمانان په دې باور یو چي یوه ورځ به مړه کیږو او بیرته به را ژوندي کیږو. لکه الله تعالي چي وايي: (کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فاحیاکم ثم یمیتکم ثم یحییکم ثم الیه ترجعون)
سایکالوژي وايي چي له مرګ څخه بېره تر مرګ بد تره ده. واقیعت ته باید غاړه کښېږدو. یوه ورځ خامخا له مرګ سره مخ کیږو. دا خبره په قران کریم کي هم راغلې ده چي ( کل نفس ذائقة الموت ثم الینا ترجعون.)
که د مرګ په اړه هره ورځ او په هر حالت کي فکر کوئ، اخیر به مو ځانونه په لوی لاس په اندېښنو مړه کړي وي ځکه خو الله تعالی مخکي لا خبر درکړی دئ. د هغه څه په اړه هیڅکله فکر مه کوئ چي کنترولولای ئې نه سئ. که داسي وکړئ، نو به مو فوبیا له منځه وړې وي او له ژونده به خوند اخلئ. برعکس، که د هغو پيښو په اړه تمرکز وکړئ چي کنترولولای ئې نه سئ، ایله ځان ته جنجال جوړوئ. مرګ هغه مهال سخت سي کله چي ئې په اړه فکر کوئ ځکه چي د مرګ په اړه تر اندازې ډېر فکر کول د ژوند حدود تخریبوي. هغه څه چي کنترولولای نه سو، په اړه ئې فکر کول د وخت ضایع ده. مثلاً تاسو فکر کوئ چي د زړه حمله به درباندي راسي او مړه به سئ. د زړه د حملې په اړه ځیني عوامل سته چي هیڅکله ئې کنترولولای نه سئ. یا، سهار په موټر کي دفتر ته ځئ مګر فکر کوئ چي هسي نه موټر ټکر کړئ او پکښي مړ سئ! یا بام ته د لرګي پر زینه خېژئ مګر داسي فکر کوئ چي له زینې څخه به مو پښه خطا سي، ځای پر ځای به مړه سئ. یا ، د شپې د خوب پر مهال فکر کوئ چي زلزله به وسي، سهار به تر خاورو لاندي یاست او داسي نوري اندېښنې او بې ځایه فکرونه!
موټر که ټکریږي، نو ټکریږي، یا به پکښي زخمي کیږئ یا به مړه کیږئ، زلزله که کېدله، نو به کیږي، ډېرو خلګو موټر ټکر کړی دئ، ډېر خلګ له زینو څخه رالوېدلي دي خو بیا هم ژوندي پاته سوي دي. په طبیعت کي داسي هم سوي دي چي د طیارې له سقوط او د کښتۍ تر غرقېدو وروسته ځیني خلګ ژوندي پاته سوي دي. ابراهیم علیه السلام په اور کي او یوسف علیه السلام په څاه کي وژغورل سول. په دې باور ولرئ خدای چي چا ته مرګ راولي، هغه نه بدلیږي.
ددغه مشکل د حل له پاره، په خپله فوبیا پوه سئ. هغه وختونه ولیکئ چي تاسو ته د مرګ په اړه فکر در پیدا کیږي. ورسته بیا فکر وکړئ چي د مرګ په اړه څونده بېره لرئ او پر ژوند مو څه تاثیر لري. له ځانه وپوښتئ چي ولي پر یو خاص مشخص وخت د مرګ احساس کوئ او په دې اړه څه کولای سئ؟ خپل ځان ته مه په غوسه کیږئ. کوښښ وکړئ چي دماغ ته مو پر کراره منطقي چلینج ورکړئ. که تاسو دماغ ته په حوصله خبر واستوئ او د منطقي جواب توقع ورڅخه ولرئ، دماغ همداسي کوي مګر که دردېږئ، په دغسي حالاتو کي له دماغ څخه د منطقي جواب توقع مه لرئ.
له مرګه بېره یا فوبیا به هغه مهال مناسب کار وای چي که موږ ژوند هم په خپله خوښ انتخابولای سوای. کله چي موږ غواړو دژوند لوری کنترول کړو، ددې کار نتیجه عموماً مایوسي، اضطراب او ناکامي ده ځکه چي ژوند داسي مخ ته نه ځي لکه څنګه چي موږ پلان کړی یا ئې پلانوو. د ژوند د فعالیتونو دپاره باید پلانونه ولرو خو نه اټکل کېدونکو پيښو ته هم باید ځای پکښي ورکړو. تخریبي افکار مو له ککریو څخه وباسئ. تخریبي افکار هغو افکارو ته ویل کیږي چي تاسو فکر کوئ چي راتلوونکي پيښي به مو خراب کړي. مثلاً په طیاره کي دسفر پر مهال فکر کوئ چي که طیاره له سقوط سره مخ سي؛ پکښي مړه به سو. دغه تخریبي فکر دئ. دغسي فکر لرل پر ژوند، ورځني فعالیت او مورال منفي تاثیر لري. تخریبي افکار هیڅ په لاس نه درکوي، نو په مثبتو افکارو ئې واړوئ. داسي فکر وکړئ چي کله په طیاره کي کښېنم، له هوا څخه به غرونه، دښتونه، ورېځي، کورونه، سیندونه او… ووینم، نوي شیان به تجربه کړم. که طیاره سقوط کوي او زما مرګ خدای تعالی د طیارې د سقوط په نتیجه کي ټاکلی وي، دا د الله تعالی پرېکړه ده، زه ئې منم. الله تعالی وايي چي (وتوکل علی الله وکفی بالله وکیلا).
له مرګ څخه بېره مثبته نتیجه هم لري. که مرګ نه وای او له مرګ څخه بېره نه وای نو به څه حال وای؟ ژوند او مرګ دیوې دایرې دوې برخي دي. هره ورځ په لکونو انسانان دې نړۍ ته راځي او په لکونو انسانان هغې دنیا ته ورځي. تاسو فکر وکړئ چي ددې لیکني د لیکلو او لوستلو پر مهال به څونده انسانان پيدا سوي او څونده به مړه سوي وي؟ مرګ او ژوند سره مختلف دي مګر بیا هم دواړه یوځای رامنځ ته کیږي. زموږ په بدن کي هم هره ورځ کمزوري حجرې مړې کیږي، نوي حجرې ژوندۍ کیږي او فعالیت شروع کوي.ددې دنیا ژوند داسي دئ لکه د انسان په وجود کي د حجرو. ژوند یو نعمت دئ، مرګ بل! که داسي ملګري لرئ چي هره ثانیه مو له مرګه بېروي، له دغسي ملګرو سره مو د وخت تیرولو اندازه را کمه کړئ. پر ځای ئې له نورو ملګرو سره دوستانه اړیکي جوړي کړئ او یا د یو نوي فعالیت ابتکار وکړئ.د البعث بعد الموت مرحله په نظر کي ونیسئ. د ډېرو مذهبونو پلویان په دې باور دي چي کله یوڅوک مړ سي، هغه به تر حساب وروسته په هغه بله دنیا کي یو ښه ځای ته ځي. دغه ښه ځای ته زموږ په دین کي جنت ویل کیږي. سایکالوژي وايي هغه انسانان چي خپل دین ته سم عقیده لري د هغو ژوند هم اسانه دئ. کله چي موږ په دې عقیده یو چي جنت او دوږخ سته او ترمرګ وروسته بیا را ژوندي کیږو، نو له مرګه ولي وبیریږو؟ ددې خبري مفهوم دا نه دئ چي موږ دي بې باکي وکړو او د جنت په هوس دي ځانونه مړه کړو. زموږ په دین او کلتور کي ځان ساتنه فرض ده. له ژونده خوند واخلئ او د مرګ په کیسه کي مه کیږئ! که هره ورځ د مرګ اندېښنه درسره وي، نو به مړه-ژوندي یاست. نن او دا اوس ژوندي یاست، بس ولاړ سئ، تر ټولو یو خوندور کار وکړئ. یو کتاب ووایاست، ملګري ووینئ، ځنګلونو ته ولاړسئ، غرونو ته وخېژئ، طبیعت ووینئ خو داسي کارونه مه کوئ چي هغه دي قصداً ستاسو دمرګ سبب سي. که چیري مو په دغو مشورو مشکل حل نه سو، او له مرګ څخه دونده بیریږئ چي ورځني کارونه نه سئ کولای، نو له یوه رواني ډاکټر سره ووینئ، خپلي ځانګړي ستونزي ورته ووایاست او ډاکټر پوه کړئ چي تاسو څه ورڅخه غواړئ. بېره او بیا له مرګه د بېرېدلو د ستونزي حل یوڅه وخت غواړي، په دې اړه کوښښ کوئ.
موږ ته ژوند ددې له پاره نه دئ راکول سوی چي یوازي د مرګ په اړه فکر وکړو. په ژوند کي ډېر نور مسؤلیتونه سته، دهغو په اړه هم فکر وکړئ!د مرګ د بېري پر ځای د بل بنده د حق خوړولو، دغلطو کارونه کولو او الله تعالی ته د دوکې ورکولو څخه وبیریږئ. که داسي وکړئ، نو ژوند او مرګ به دواړه درته اسانه وي.