کور / اقتصادي / د اقتصاد علم تعریف دوهمه برخه

د اقتصاد علم تعریف دوهمه برخه

د اقتصاد علم تعریف دوهمه برخه

جان محمد مهربان
د اقتصادعلم داسي تعريف نه سته چي پرهغه دي ټول اقتصاد پوهان سره موافق وي. اقتصاد پراخ علم دئ، ډېري څانګي او ډولونه لري. دا پراخ علم په يو څو محدودو، واقعي اوحقيقي الفاضو کي تعريفېدای نه سي. كه د اقتصاد علم اړوند د اقتصاد پوهانو تعريفونه مقايسه، تحليل او تجزيه كړو، د تعريفونو او نظرياتو لاندي درې ګروپونه په لاس راځي:
الف- د اقتصادعلم كلاسيك تعريف
د كلاسيك تعريفونو په سرکي د ادم سميت 1790–1723)ع) داقتصاد علم تعريف راځي ځكه چي ادم سيمت د معاصر اقتصادعلم بنسټ ايښوونكى بلل كيږي. سمیت وايي چي:
“Economics is a study of nature and causes of wealth of nations.”
“اقتصاد دملتونو دبډايني دسببونواوماهيت علم دئ.”
پخواني اقتصاد پوهان داقتصادعلم د ثروت څېړنه او پوهنه بولي. دوی اقتصاد هغه اجتماعي ساينس/علم بولي چي دثروت له توليد او له مصرف څخه بحث کوي. نورو اقتصاد پوهانو د ادم سيمت لاره تعقيب كړه؛ اقتصاد ئې د ثروت علم وبلئ. اوس به د ادم سیمت د تعریف ارزوني او تنقید ته راسو:
د کلاسیک تعریف ارزونه اوتنقید
كلاسيك تعريف ادم سميت او دده پلويانو وړاندي کړی دئ. دغه تعریف عام كيفيت لري، هغه دا چي دولت (ثروت) د اقتصادعلم يو مهم او اساسي ټكى بلل سوی دئ. ادم سيمت د دولت/ثروت لاندي څلور اړخونه یاد كړي دي چي د اقتصادعلم بنسټ جوړوي:
۱- د ثروت تولید (Production of Wealth): ددغه سرلیک سره سم، د ثروت دلاس ته راوړلو څېړنه كيږي؛ هر اقتصادي نظام د ثروت پیدا کولو له پاره كومي لاري چاري غوره كوي او په دې لاره کي به عام خلګ، مؤسسات، حكومت او نور به څه ډول كارونه عملي کوي.
۲- د دولت/ ثروت لګښت (Consumption of Wealth): د ثروت دلاس ته راوړلو څېړنه مهمه ده ؛نو دثروت لګښټ هم مهم دئ. ادم سمیت په دې اړه ږغېدلی دئ چي ثروت څنګه مصرفیږي؟
۳- د دولت/ثروت وېش (Distribution of Wealth): دلته دهغوستونزواو موضوعاتو په اړه څېړنه كيږي چي لاس ته راغلی ثروت دخلګو ترمنځ څنګه او په کومه طریقه ووېشل سي؟
۴- ددولت/ثروت تبادله (Exchange of Wealth): د ثروت له تبادلې څخه دادم سمیت هدف دادﺉ چي ثروت څنګه مصرفیږي اوعواید څنګه ځني ترلاسه کېږي اوبیا بیرته عواید څنګه په ثروت بدلیږي؟
پر ثروت ډېرټينګار كول او په اقتصادي فعاليتونوکي دبشري ځواك برخه له پامه ایستل، دخلګو په منځ کي د اقتصادعلم په اړه غلط فهمي رامنځ ته كړه. له ثروت څخه یوازي د سرو زرو، سپينو زرو او د پيسو د نورو ډولونو مفهوم واخيستل سو. خلګو داسي فکرکاوه چي د اقتصاد علم زده کړه زده کوونکي ځان غوښتني اوحرص ته تشويقوي. ډېرو ليكوالانو او ریفورمیستانو لكه كرلايل او رسكن د شيطان د بندګي (worship of Satan) په شان د اقتصادعلم زده کړه وغندله ځكه چي خلګو داسي فكرکاوه چي اقتصادپوهان دبشر له پاره ناهيلي(Pessimism) او تاريكه اينده خپروي نود اقتصاد علم ته ئې دغم علم يا (Dismal Science) ووايه.
د اقتصادعلم په اړه داسي منفي نظريه خپره سوه چي د اقتصادعلم لوړبشري ارزښتونه او شخصيتونه هېروي او پرځاى ئې ثروت د بشر د مفكورې اصلي هدف ټاكي.
كه پورته انتقادونه چي د ادم سميت د اقتصادعلم پرتعريف سوي دي ښه مطالعه كړو، دې نتیجې ته رسيږو چي دا انتقادونه غيري عادلانه دي ځكه چي د ثروت د ناسم مفهوم اويا غلط فهمي پراساس رامنځ ته سوي دي. ثروت د اقتصاد په علم کي يوازي دسرو زرو، سپينو زرو او پيسو مفهوم نه وركوي بلكي د اجناسو او خدماتومعنی هم ورکوي چي دا ډول مفهوم ئې د انسانانو د ژوند او د ښېگڼي له پاره ډېر ضروري دئ. ثروت په خپل ځان او حالت کي بد نه دئ. په ټول اقتصادعلم کي داسي څه نه سته چي موږ دي هغه ته خودخواهي او د شیطان بنده ګي ووايو. حقيقي اعتراض د ادم سميت پر تعريف دادئ چي دده تعريف ډېر پراخ دئ.

ب- د اقتصادعلم نیو کلاسیک تعریف(Neo Classical Definition
د ادم سميت تعريف نا مكمل وبلل سو ځكه چي ادم سميت په خپل تعريف کي ثروت د اقتصادعلم اساس بللی وو. د هغه وخت اقتصاد پوهان او ټولنپوهان دده له تعريف سره موافق نه ول. دغه اختلاف د نونسمي پېړۍ په جريان کي تر هغه نا حل پاته سو چي پوهاند مارشال د اقتصادعلم ډګر ته راښكاره سو. مارشال د اقتصاد علم داسي تعريف كړ:
“Economics is the study of mankind in ordinary business of life. It enquires into the causes of material welfare.”
“د اقتصادعلم د انسان د عادي ژوند د فعالیتونو د برسي علم دئ چي په وسیله ئې انسانان داسي وسايل پيدا كوي چي مادي ژوند ئې په ښه كيږي.”
دمارشال په تعريف کي پرثروت ټينګار نه دئ سوی بلكي ده په خپل تعريف کي د انسانانو پرخوشحالیو او د هغو پراقتصادي مشغوليتونو باندي تاکید كړی دئ، ځکه خو دغه تعریف مشهور سو. پوهاند مارشال وايي چي يو انسان عايد څنګه تر لاسه کوي او بيا ئې څنګه مصرفوي. دده تعريف له يوه اړخه ثروت ته اشاره كوي او له بله اړخه، په اقتصادي فعاليتونوکي د انسانانو ونډه څېړي.

د نیو کلاسیک تعریف ارزونه اوتنقید: دمارشال تعريف د اقتصادعلم د ماهيت په اړه لاندي څلوراساسي ټکي روښانه كړل:
۱- د اقتصادعلم اساسي هدف د څومحدودو خلګود شتمۍ څېړنه، نه ده بلكي دعامو خلګو د ورځني ژوند مطالعه ده.د اقتصادعلم هدف د خلګو ديوه ځانګړي سلوک څېړنه ده چي يوانسان عايد څنګه تر لاسه کوي اوبيا ئې څنګه مصرفوي چي خپل د ژوند عادي ورځني ضرورتونه ورباندي حل كړي.
۲- د اقتصادعلم نه دثروت بې ځايه مطالعه ده او نه د وخت ضايع كول دي. د اقتصادعلم خپل ځان ته هدف لري. د اقتصادعلم مو پوهوي چي ثروت څنګه د انسانانو ښېګڼو او خوشحاليو ته وده وركوي. نو د افرادو او ولسونو د مادي خوشحاليو اونيكمرغيو دعلتونو د تحليل او تجزيې له پاره د اقتصادعلم مطالعې ته ضرورت دئ.
۳- د اقتصادعلم هدف ثروت نه، بلكي د انسانانو فعاليتونه دي چي اجناس او خدمات توليد او مصرفوي. ثروت د اقتصادعلم نهايي هدف نه دئ. ثروت يوازي يوه وسيله ده چي د انسانانو د خوشحالۍ او نيكمرغۍ سبب ګرځي او پرمختګ وركوي.
۴- اقتصاد يو اجتماعي/ټولينز ساينس دئ چي په انفرادي ډول افراد نه څېړي بلكي په يوه ټولنه کي دخلګو اقتصادي فعاليتونه مطالعه كوي. كله چي خلګ يوځاى په ټولنه کي ژوند كوي، دوي يو له بل سره مفاهمه اوهمكاري كوي چي وكولاى سي په دفترونو، فابريكو، كمپنيو او نورو كار ځايونو کي كار وكړي چي اجناس او خدمات توليد او تبادله كړي. ددغو فعاليتونو اړوند ستونزي مطالعه کول، د اقتصادعلم کار دئ.
دپوهاند مارشال د اقتصادعلم تعريف پراخ او له هدف څخه ډك دئ. دده تعريف ډېرهغه اعتراضونه چي پركلاسيك يا پخواني تعريف سوى ول، له منځه يووړل. مارشال د ثروت پرځاى د انسانانو سلوک د اقتصادعلم اساس وبلئ. ده اقتصاد يواجتماعي ساينس/علم وبلئ چي په يوه ټولنه کي دمادياتو په اړه د خلګو پرېكړي اوکوښښونه تشريح كوي. كه څه هم دده تعريف او نظريات د پخوانيو تعريفونو د اصلاح سبب سول خو بيا هم د مارشال داقتصاد علم اړوند تعریف له نيمگړتياو څخه خالي نه دﺉ ځكه پوهاند رابينس(Prof. Robbins) دده پر تعريف لاندي اعتراضونه وكړل:
۱- د مارشال تعريف ټولي اقتصادي ستونزي څېړلي نه دي. د اقتصادعلم يوازي د مادي ښېگڼو په مطالعه پوري محدود نه دﺉ. په حقيقت کي د اقتصادعلم د مادي او معنوي ښېګڼو دواړه اړخونه مطالعه كوي. اقتصاد د غذا پر استعمال او د تعلیم پر ارزښت او مصرف هم ږغیږي. غذا مادي او تعلیم معنوي اړخونه لري.
۲- ښېګنه (Welfare) يوه مبهمه نظريه ده. هركس د ښېګڼي په اړه خپل ځان ته بېل نظر لري. ښېګڼه د توكو اوخدماتو په استعمال پوري مربوط ده مګرمنفعت (Utility) او درد همېشه په افرادو پوري مربوط دئ چي له يوه نفر څخه بل نفر ته تغير كوي. د ښېگڼي اصلي مفهوم معلومول ستونزمن كار دﺉ ځكه چي داندازه کولو له پاره ئې هيڅ واحد نه سته. د اقتصادعلم د خلګو داسي فعاليتونه هم مطالعه كوي چي په هيڅکله د بشري ښېګڼو د پرمختګ سبب نه ګرځي لكه پر خطرناكوشيانو (سګرېټو اوهيروئينو) باندي قیمت ايښوول او همدارنګه د جګړې مصارف سنجول او داسي نور.
۳- ښېګڼه د اندازه كولو وړنه ده. دليل ئې دا دئ چي له يوه نفر څخه و بل نفر ته فرق كوي. ښېګڼه داسي يوه پدیده ده چي د اندازه كولو له پاره ئې موږ هيڅ واحد نه لرو. رابينس خپل بحث او استدلال ته ادامه وركوي او وايي چي:”كه اقتصاد ته ساينس ويل كيږي نو موږ بايد د ښېګڼي په اړه بلكل خبري ونه كړو”.
۴- د اخلاقي پريكړو په اړه سوال را منځ ته كيږي. كه چيري ښېګڼه د اقتصادعلم اساسي ټكى سي، د خوښۍ او ناخوښۍ ستونزه رامنځ ته كيږي. اقتصاد پوهان به د طبیعي علومو د ساينس پوهانو حیثیت ونه لري ځكه دوى به ارزښت اوشخصي پريكړي په دې اړه كوي چي په اقتصادي فعاليتونو کي څه شي ښه او څه شي بد دي. په نظري ساينس کي اخلاقي او شخصي پرېكړو ته هيڅ ځاي نه سته. په فزيك کي هيڅكله داسي نه ويل كيږي چي اوبه بايد د حرارت په سلو درجوکي و ايشول سي.

نتيجه:درابينس د انتقادونو سره- سره، موږ ټول په دې موافق يو چي د اقتصادعلم د زده کړي د مطالعې هدف د بشري ښېګڼو پرمختګ او وده ده. د اقتصادعلم اجتماعي ساينس دئ چي د نظرياتو اختلاف پكښي يوه عامه خبره ده. د اقتصادعلم ته بايد د طبیعي ساينس لكه كېميا او فزيك په توګه ونه كتل سي. په عمل کي معاصر اقتصاد پوهان كوښښ كوي چي د اقتصادعلم ته د بشر د ښېګڼو سره په يوه لاره نه، په يوه لاره ارتباط وركړي نو دمارشال تعريف بايد په بشپړه توګه رد نه سي.

ج- درابينس تعريف: رابينس د مارشال د اقتصادعلم تعریف نیمګړی وبلئ او خپله ئې د اقتصادعلم تعریف داسي وکړئ:
“Economics is the science, which studies human behavior as relationship between ends, and scarce means, which have alternative uses.”
“اقتصاد هغه علم دﺉ چي د خلګو د خواهشاتو او د اجناسو د کمیابي په پام کي نيولو سره، ديوې ټولنې د وګړو سلوک څېړي.” اقتصاد د وسايلو د كموالي او خواهشاتو د ډېروالي علم دﺉ. اقتصاد هغه علم دئ چي د انسان د ډېرو خواهشاتو د پوره كولو له پاره له کمو وسايلو څخه كار اخلي.
د اقتصادي ستونزو اساس: د رابينس تعريف د اقتصادي ستونزواساس روښانه كوي. رابینس د انسانانو په ژوند کي هغوڅلورو اساسي حقايقو ته ګوته نيسي چي اقتصادي ستونزي ئې رامنځ ته کړي دي:
۱- د انسان نه ختمېدونکي خواهشات: ټول انسانان نه ختمېدونکي او بې اندازې خواهشات اوغوښتني لري. د خپلوغوښتنو د پشپړېدوله پاره انسانان کوښښ کوي. دغه خواهشات او غوښتني تر مرګه نه پوره کیږي. كله چي د انسان يو خواهش پرځاي سي، بل خواهش ورته پیدا سي، نوهمېشه دانسانانو ډېرخواهشات غير مشبوع پاته کیږي. هيڅوك په داسي يو حالت کي نه دئ، چي هرهغه څه چي غواړي، ترلاسه دې کړي. په نتيجه کي ويلاى سو چي د خواهشاتو د پوره كولو له پاره د انسانانو کوښښ په ټول ژوند کي ادامه لري، چي وکولای سي ډېري منابع تر لاسه کړي.
۲- د خواهشاتوغیر مساوي اهميت: خلګ خپل خواهشات له خپلو ترجيحاتو سره سم ترتیبوي. خواړه دقلم په نسبت ډېر ضروري دي مګر يو نفر د قلم ترلاسه کولو كوښښ هغه وخت كوي كله چي د لوږي اندېښنه ورسره نه وي. د محدودو منابعو په نظرکي نيولو سره، لږ مهم خواهشات، يا ځنډول كيږي او يا له پامه ایستل كيږي.
۳- محدودي منابع: اجناس او خدمات چي د انسانانو خواهشات مشبوع کوي، په جاودګري نه توليديږي، بلكي د منابعو په استعمالولو سره توليديږي. د انسانانو د خواهشاتو د پوره كولو منابع لكه وخت، پيسې، سرمايه، طبیعي، ټولنيزي، بشري، مالي منابع او داسي نور ځكه كمبود دي چي ديوه شي د توليد له پاره استعمال سي، په عيني وخت کي بیا دبل شي په توليد کي ورڅخه كار نه سي اخيستل کېدای. مثلاً، د يوه شاګرد سره سل افغانۍ سته. دى نه سي كولاى چي په دې پیسو هم قلم او كتابچه رانيسي، راستورانت اوپارك ته ولاړ سي او هم د ټكسي كرايه وركړ. ددې شاګرد د پيسو منبع محدوده ده.
۴-د منابعو استعمال ډېر ځایونه لري: منابع/وسايل كېداى سي په مختلفو ځايونو کي او په مختلفو طریقو سره استعمال سي. كېداسي موږ يوه ټوټه مځكه د نباتاتو كرلو ته ځانګړې كړو، يا دكور جوړولو له پاره ورڅخه كار واخلو او يا پرهمدغه مځكه د فوټبال ميدان جوړکړو او داسي نور… نو منابع بايد په احتياط سره استعمال سي چي گټه پكښي ډېره وي.د رابينس په اند، د انسانانو په ژوند کي اقتصادي ستونزي له پورته حقايقو څخه سرچینه اخلي.
د رابينس د تعريف ځانګړتياوي:رابينس د اقتصادعلم مفهوم ور واړوﺉ. د رابینس تعریف پر مخكنيو تعريفونو باندي د لاندي ځانګړتیاو په نظرکي نيولو سره ډېر اوچت دﺉ:
۱- جامع او واضح: درابينس تعريف د بشري ژوند پراسانه مشاهده كېدونكو حقايقو ولاړ دﺉ ځکه چي موږ په ورځني ژوند کي هره وځ د كمښت اوکمیابي سره مخ يو. هيڅوك د ژوند د نامحدودو خواهشاتو او محدودو منابعو(وسايلو) تريخ حقيقت ردولاى نه سي.
۲- له اقتصاد سره دعلم چلند: رابينس د يوې مبهمي اونه اندازه كېدونكي نظريې« ښېګڼي« پر ځاى د « کمیابي» نظريه وړاندي كړه چي د اندازه كېدو وړ ده. كه موږ سلو كورونو ته ضرورت ولرو او په ښار کي پنځوس کورونه وي، نو ويلاى سو چي۵۰ % کورونه کمیابه/کم دي.
۳- بې طرفي:رابينس اقتصاد ته د واقعي ساینس(Positive Science) په نظر ګوري او وايي چي هدايتي اړخ (Normative Aspect) نه لري. نو يو اقتصاد پوه ديو بې طرفه ساينس پوه په صفت كار كوي او د اقتصادي ستونزو د حقايقو تحليل اوسپړل ئې کار دئ، نه داچي د اقتصادي ستونزو په اړه اخلاقي مشوره وړاندي كړي. رابينس په دې موضوع کي راګیر نه وو چي خواهشات او غوښتني ښې دي او كه بدي.
۴- عمومي تطبيق:درابينس تعريف د «ښېگڼي« مفكوره چي په مختلفو حالتونو او ځايونوکي مختلفي معناوي وركوي، له منځه وړي. دده نظريه « کمیابي» د خلګو پر فعاليتونو په مساوي ډول تطبيق كيږي، هغه كه په ټولنه کي ژوند كوي او كه په انفرادي ډول.
۵-د اقتصادعلم پراختيا: رابينس په خپل تعريف کي هم مادي او هم غيري مادي غوښتني په نظرکي نيولي دي، نو دده تعريف د اقتصادعلم ساحه نوره هم پسي پراخه کړه.
د رابینس د تعریف نيمګړتياوي: كه څه هم ډېراقتصاد پوهان د رابينس د تعريف ملاتړ کوي خو بياهم دده تعريف لاندي نيمګړتياوي لري:
۱- اقتصاد د خلګو ښېګڼه له پامه ایستلای نه سي: د ټولو انسانانو د فعاليتونو اخرنى هدف د ښېگڼي پرمختګ دئ كه څه هم خلګ د ښېګڼي د نظريې پر اساس سره بېلږي او وايي چي د ښېګڼي اندازه كول ستونزمن دي.
۲- اقتصاد هم ساينس او هم فن دئ: اقتصاد د كمبودو منابعو او وسايلو د تنظيمولو ساينس دئ. دغه وسايل د استعمال له پاره د انتخاب ډېر ځايونه لري، خو ددې كمبودو وسايلو غوره انتخاب بيا فن دئ.
۳- اقتصاد پوه بې طرفه كېداى نه سي: هيڅ اقتصاد پوه د ژوند په عملي ډګرکي بې طرفه سوی نه دئ ځكه چي د انسان له پاره د اناممكنه ده او نه دغوښتني وړ ده چي بې طرفه اوسي. خلګ له اقتصاد پوهانو څخه دا توقع لري چي د دوى د حقيقي اقتصادي ستونزو په اړه داسي ماهري نظرې وړاندي كړي چي د ولسونو په ګټه تمامي سي.
۴- د اقتصادعلم پراختيا: په نړۍ کي د انسانانو د خواهشاتو په تناسب تقريبآ هر څه كمبود دي. ددې پریکړي کولو پرمهال چي څه شي د اقتصادعلم څخه لیري سي او څه شي ليری نه سي، ستونزه رامنځ ته كيږي. په عملي ژوند کي پر موږ ډېر داسي حالتونه راځي چي د منابعو او خدماتو د کمیابي احساس كوو خو بيا هم هيڅ اقتصادي ستونزه نه رامنځ ته كيږي.

نتيجه: درابينس تعريف ډېر مشهور دئ. د ځينو اعتراضونوسره-سره،عصري اقتصاد پوهان چي كله د اقتصادعلم ماهيت تشريح كوي نو د رابينس تعريف استعمالوي. د منابعو كمښت او د غوره انتخاب ضرورت، چي د اقتصادعلم جوهر دئ، په ټوله نړۍ کي یو منل سوی حقيقت دئ.
د اقتصادعلم هغه تعريف چي مارشال وړاندي كړ، لاينُل رابينس (Lionel Robbins) ځکه رد كړﺉ چي دده په اند غيرعلمي او د قناعت وړ نه وو. رابينس استدلال کاوه چي ضرورت ئې نه سته چي په اقتصادعلم پوري يوه مبهمه نظريه لكه دمادي ښېګڼي نظريه يوځاى سي. ده دا نظريه وركړه چي نه مال و دولت او نه ښېگڼه د اقتصاد علم اساس جوړوي. درابینس په اند اقتصاد د وسايلو د كموالي او خواهشاتود ډېروالي علم دﺉ. په دې مادي دنیا کي د وسايلوكمښت هغه حقيقت دﺉ چي هره ټولنه او فرد بايد ورسره مخامخ سي. رابینس په ۱۹۳۲کي د «طبيعت او د اقتصادعلم اهميت« Nature and Significance of Economics یو كتاب هم وليكئ.

د- د اقتصادعلم عصري تعريف:د مارشال اورابينس له زمانې څخه بيا تر ننه دنیا پرمختګ کړی دئ. عصري اقتصاد پوهان دا اړينه نه بولي چي د اقتصادعلم دي په يو څو نه بدلېدونكو او تاكيدي الفاظو کي تعريف سي. دوى دا غوره گڼي چي د اقتصادعلم د اقتصادي ستونزو د ماهيت د څېړلو پرمهال تشريح سي. د منابعو كمښت اوپه اړه ئې د خلګوغوره انتخاب هغه څه دي چي اوس اقتصادپوهان تقريباً ټول ورباندي موافق دي، ځكه چي دا د منابعو كمښت او د كمومنابعو په اړه د خلګوغوره انتخاب، هغه څه دي چي نن ورځ د اقتصادعلم اصلي موضوع جوړوي. منابعو ته ځكه ضرورت سته چي خلګ هغه اجناس او خدمات چي دوي ئې استعمالوي، له منابعو څخه تر لاسه کیږي. د انسانانو خواهشات نه يوازي چي ډېر دي بلكي پراخېدونكي هم دي. منابع هيڅكله د انسانانو له پاره كفايت نه كوي ځکه چي انسانان غواړي په هغه اندازه اجناس او خدمات له منابعو څخه تر لاسه كړي چي د دوى خواهشات ټول په بشپړه توګه ور حل کړي.
اوس دا اخبره په دنیا کي يو منل سوی حقيقت دئ چي د اقتصادعلم، داجتماعي علومو له جملې څخه یوعلم دئ اوعصري اقتصادعلم بيا يوازي له اقتصادي ستونزو سره اړیکه نه لري بلكي د ژوند د ښېګڼو له اړخونو سره لكه عامه صحت، كاري ساعتونه، د تبعيض پرضد فعالیتونه، د چاپيريال خاصيت او له داسي نورو سره هم تړاو لري.
كه په هيواد کي هركس د ورځي %۵۰ اضافه كار وكړي، ملي عاید به ډېر سي مګر ښېګڼه به كښتي خوا ته ولاړه سي. خلګ به ډېر ستړي او له روغتايي ستونزو سره به مخ سي ځكه نوعصري اقتصاد پوهان نه يوازي دا چي اقتصادي اجناس په نظرکي نيسي بلكي اقتصادي زیانونه لكه د چاپيريال چټلتيا، د خلګو صحت او… نور هم په نظرکي نيسي.
د اقتصادعلم عصري تعریف داسي دئ:
اقتصاد هغه اجتماعي ساينس/علم دئ چي د بشر نامحدوده غوښتني اومحدودي منابع، چي د استعمال ډېرځايونه اوطریقې لري څېړي.
اقتصاد د اجناسو، پيسو اوثروت څېړولو علم نه دئ بلكي د انسانانو د فعاليتونو دبرسۍ اومطالعې علم دئ.
د اقتصادعلم يوبل تعريف په انکارتا انسایکلوپیډیا کي داسي راغلی دﺉ:
“Economics, social science concerned with the production, distribution, exchange, and consumption of goods and services.”
“اقتصاد هغه اجتماعي ساينس دئ چي د اجناسو او خدماتو توليد، وېش، تبادله او مصرف څېړي.”

نوټ: ددې لیکني د خپرېدو حق د لراوبر او لیکوال سره محفوظ دئ.
نور بیا