کور / روغتيا / په افغانستان کې بشرپالنه، شعار دی!

په افغانستان کې بشرپالنه، شعار دی!

ليکنه: سمیع الله صدیق

نږدې شپږ کاله کېږي،چې د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې دنده تر سره کوم او له بشري ناورینونو سره مو سرو کار دی.

زما په اند زموږ ګران هیواد به د بشري تاریخ په اوږدو کې له دومره ناوړه بشري حالت سره نه وي مخامخ شوی، خصوصا په تېره څلویښت کلنه جګړه کې هیوادوال د مهاجرت ترڅنګ له ګڼو بدبختیو او ناخوالو سره مخ شول،اما جاري حالت بې سابقې بولم.

په دې ورستیو کې ملګرو ملتونو یو ریپوټ خپور کړ، چې په افغانستان کې په تېرو (۵) پنځو میاشتو کې (۱۰۸) زره کسان د جګړې له امله له خپلو کورونو کډه شوي.

زموږ اریابي هم دا ښیي،چې تر (۱۰۰) زره زیات کسان بې ځایه شوي، اما دې بیځایه شویو خلکو یواځې خپل سرونه له کورنو ایستلي، د کور وسایل او هرڅه یې په کورونو کې پریېښي او نشي کولای بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د غزني ولایت د اندړو او اجرستان ولسوالۍ خلک له څه مودې را پدیخوا په سختو شرایطو کې ژوند کوي،لارې بندې دي، کورونه یې پریېښي دي او هیڅ راز اسانتیاوو او حتا خوړو ته لاسرسی نلري، دغه شان د بغلان،فراه،هلمند،کندز….او ګڼو نورو ولایتونو خلک په سختو شرایطو کې له خپلو کورونو کډه شوي.

په اکثره سیمو کې روغتیایي خدمات صفر دي، ښه مثال یې د پکتیکا او غزني ځیني ولسوالۍ دي،چې حتا یو ابتدایي روغتیایي مرکز پکې وجود نلري او په مجموع کې د نا امنه ولایتونو لري پرتې سیمي له بشري او صحي ناورینونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر ملي او نړیوال سازمانونه د بشري خدماتو او مرستو درسولو مسؤلیت لري، اما یواځي د راپورونو په خپرولو خپل مسؤلیت رفعه بولي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه هغه سازمان دی، چې د خپلو اصولو(بې طرفۍ،نا پیلتوب،بشرپالنه،رضاکارنه خدماتو رسولو،جهانشمولیت او خپلواکۍ) پر مټ د هیواد په ګوټ ګوټ کې فعالیت لري او د جګړې ښکيلې خواوي یې د اصولو او بشري پروګرامونو درناوی کوي، دغه راز د خپلو نږدې(۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره رضاکارنو پر مټ د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمنه ده او فعالیتونه یې د هیواد په کچه محسوس او د قدر وړ دي، خو متاسفانه د جنګ ځپلو سیمو او هغو ساحو لپاره ښکاره پالیسي نلري، چې نور ملي او نړیوال سازمانونه هلته کار نشي کولای،چون د سره صلیب له ملاتړ سره د دې نهاد بودیجه د دومره لوی بشري ناورین لپاره د هیواد په کچه تکافو نه کوي.

نړیوالې مؤسسې او سازمانونه په هیواد کې یواځې سروې تر سره کوي او هغسې مرسته یې نده کړې،څرنګه چې ښایي او څومره چې د خلکو ضرورت دی.

څومره چې زه معلومات لرم د نړیوالو بشري سازمانونو لویه برخه بودجه،چې باید د بشري او روغتیایي خدماتو په رسولو کې مصرف شي، هر کال بیلانس کېږي،چون دوی ساحې او مصیبت ځپلو سیمو ته لاسری نلري.

په دې ورستیو کې د جګړې د نړیوالو اصولو خلاف عامو خلکو ته ګڼ تلفات او مالي زیانونه رسېدلي،ښځې، ماشومان او سپینږري په بمونو او مرمیو شهیدان شوي،اما متاسفانه هیڅ یوې بشرپاله ادارې یې په اړه متناسب غبرګون و نښود،چې دا د نورو سترو بشري ناورینونو د رامنځ ته کېدو لامل کیدای شي،

د جګړې زیانونه ورځ تر بلې د ولس پر اوږو زور کوي،ماشومان مو له ښوونې محرومېږي،عام خلک مو د فقر له سخت حالت سره مخامخ دي او روغتیایي ستونزې د ناورین حد ته رسېدلې.

ولي متاسفانه هیڅ داسې څرک نه لیدل کېږي،چې ملي او نړیوال بشرپاله سازمانونه دا تکل ولري څو دې ستونزو ته د رسیدګۍ او یا مخنوي لاره ولټوي،يواځې د تظاهر لپاره په رسنیو کې ظاهرېږي او په دې سره د افغان بشر په حق مې لوی ظلم او جفا کوي.

موږ وار وار د دې غوښتنه کړې،چې لري پرتو او جنګ ځپلو سیمو ته باید د بشري مرستو او روغتیایي خدماتو  رسولو لپاره لازمه او عملي طرحه جوړه شي او د افغاني سرې میاشتې  ټولنې له رهبري څخه مو په هر مجلس کې دا غوښتنه کړې،چې د یوې دقیقې ارزیابۍ له ترسره کولو وروسته باید تر ټولو ځپل شویو او محرومو هیوادوالو ته رسیدګي وکړو او هغه سیمې تر پوشش لاندې راولو چیرته،چې نورې ادارې کار نشي کولای.