کور / اقتصادي / ولسي اقتصاد: نور یې ولس ته پرېږدئ!

ولسي اقتصاد: نور یې ولس ته پرېږدئ!

ليکنه: غازي وطنوال

په هېواد کې د جګړې ۴۰ کاله پوره کېږي او کېدای شي نوره هم دوام وکړي.

سره له دې چې په کار دا وه له جګړې مو ډېر څه زده کړي وای، خو په خواشینۍ سره داسې ونه شول. لاهم مو هویت د زړو ایډيالوژيکي اصطلاحاتو په قالب کې پاتې شو، په دې قالبونو او تېرې جګړې له سره کتنه ونه شوه او په کار دا وو چې تېره په هېره وای او د راتلونکې په باره داسې چوکاټ رامنځته شوی وای چې له سیاسي او مدني حقونو هېڅوک په کې بې برخې نه وای او ټولو دې حقونو ته برابر لاسرسی درلودای.

د یوه ملت لپاره مذهبی، قومي، ژبنۍ او ایډیالوژیکي جګړې په ګرانه بیه تمامېږي. ځکه دلته د قطبي کېدو مساله ډېره شدیده وي او ښکاره ده چې تلفات یې هم زیات وي. له بده مرغه تل د پردیو د استخباراتي کړیو له خوا هڅه شوې چې په هېواد کې روانې جګړې ته ایډيالوژیکي رنګ او بڼه ورکړي، تر څو د جګړې شدید توپان رامنځته او زیاته وراني وکړي، خو یوشمېر کسان پخپله هم د جګړې پر ایډیالوژيکي والي باور لري او لاهم د فیل په غوږ کې ویده پاتې دي. په حقیقت کې همدغه کسان د خپلو شدیدو او نه مهارېدونکو خامو احساساتو له کبله د پردیو د استخباراتو ښکارېږي او تر بل هر چا د خپل ولس او هېواد دښمن ګرځي او له پرمختګ سره یې ورانه وي.

همداراز دغه کسان تر نورو زیات د پیسو په دام کې هم لوېږي او له ملي او مذهبي ارزښتونو څخه د انحراف کچه هم لوړه ده.

همدا اوس طالبان، داعش او نورې جګړه مارې ډلې په هېواد کې هېڅ ډول پرمختګ او پراختیا ته ژمن نه دي او مخه یې نیسي. دوی د برېښنا ستنې نړوي، د پراختیایی پروژو مخنیوی کوي، د لارو او سړکونو پر جوړولو رشوتونه اخلي او د خلکو مصالح په پام کې نیسي.

زیاتره دغه کارونه هغه ډلې کوي چې له نورو سیمو راځي او بېګانه دي، خو سیمه ییزې ډلې بیا یو څه رعایت لري.

د جهادي تنظیمونو د وخت د ورانیو انګېزه او فکر هم ایډيالوژیکي و. دوی ته هر هغه څه قابل د تلف معلومېدل چې د دوی په ولکه او جغرافیه کې به نه وو.

دوی به سړکونه، پلونه، ښوونځي، فابریکې، دولتي ودانۍ او نور هر هغه څه ورانول او له منځه به یې وړل چې دوی خپل نه ګڼل. د ملي شتمنۍ او ملي ارزښتونو په نوم یې هم څه نه پېژندل او د مذهب تر عنوان لاندې به یې یوشمېر خپل اعمال او کړنې محترمې ګڼلې او ژمنتیا یې ورته لرله. د جګړې او جهادي دوکتورینو دغه دویم نسل چې طالبان او داعشیان دي، د دوی لارښوونکي او پروژه پرمخ بیوونکي لکه څنګه چې هماغه پخواني کفن کشان پاکستاني ملایان او استخباراتي متقاعد جنرالان دي، نو خاصیت او ماهیت یې هم د پخوانیو جګړه مارانو او ان بدتر له هغوی دی.

اوس چې جګړه موږ ته راپېښه ده او له پېښې تېښتې نشته، نو افغان حکومت او ولس ته په کار ده، چې په هېواد کې ولسي اقتصاد او سکتور ته زیاته پاملرنه وکړي. دا په دې معنا چې ولسونه پرمختګ او پراختیا ته وهڅول شي او حکومت خپلې پراختیايي پروژې داسې ډیزاین کړي، چې ولس هم په کې شریک وي. دغه کار به خلک مجبوره کړي چې له پراختیايي کارونو ساتنه او ملاتړ وکړي او د ‌طالبانو او نورو جګړه مارو ډلو لاس د دوی له ورانۍ لنډ کړي.

د بېلګې په ډول، کله چې برېښنا له یوې سیمې تېرېږي، که د هغه سیمې خلکو ته ورکړل شي، نو هغه خلک به مجبوره وي چې د برېښنا له تاسیساتو ساتنه وکړي.

همداراز، که د ښوونځي تعمیر او نور تاسیسات د دولت له خوا جوړېږي، نو که څوکۍ او نور لوازم یې د خلکو له خوا وي، نو خلک به د ښوونځیو د سوځېدو مخه ونیسي.

په دې توګه نورې بېلګې یې هم شته چې باید به پام کې ونیول شي.