کور / راپور / هند او روسيه په افغانستان کي په ګډه کار کوي

هند او روسيه په افغانستان کي په ګډه کار کوي

د هند لومړي وزير نريندرا مودي او د روسيې ولسمشر ويلادميرپوتين په افغانستان کي پر ګډ کار کولو سره سلا سوي دي.

دواړو مشرانو چي په سوچي ايالت کي سره لېدلي په خپلو منځو کي يې دا پرېکړه کړې چي په افغانستان کي به په ګډه کار کوي.

په افغانستان کي د دواړو هيوادونو پر ګډه همکاري په داسي وخت کي خبري کېږي چي په افغانستان کي جګړې زور اخيستی او حکومتي چارواکو دنړيوالو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بريدونه زيات کړي دي.

څو ورځي وړاندي د هند لومړي وزير چين ته د خپل سفر په ترڅ کي د ياد هيواد د ولسمشر سره هم پردې ږغېدلی وو چي په افغانستان کي به په ګډه کار کوي. د انډين کسپريس د راپور له مخي په افغانستان کي د ګډ کار لپاره د چين ولسمشر نرېندرامودي ته  وړانديز کړی وو، خو اوس نرېندرامودي د روسيې ولسمشر ته د ګډ کار وړانديز کړی دی.

دا خبري پر داسي مهال سوي چي د هند او افغانستان په ګاونډ کي پاکستان د سختو نړيوالو فشارونو سره مخ دی او په نړيواله کچه په دې تورن دی چي د ترهګرو ملاتړ کوي.

هند همدې ته په اشارې سره ويلي، چي پاکستان په خپله جوړه کړې ترهګري هم خپل خلګ وژني او هم موږ په ګواښي.

هند او روسيې په خپل منځ کي پر اټومي، دفاعي، اقتصادي او نورو برخو کي پر همکارۍ هم ږغېدلي دي.